پښتو ادب
پښتو | |
---|---|
پښتو | |
نسخ (عربي ابېڅې)[۱][۲][۳] | |
رسمي حالت | |
سمونوال | د افغانستان د علومو اکادمي |
ژبکوډونه | |
آيسو ۶۳۹-۱ | ps |
آيسو ۶۳۹-۲ | pus |
آيسو ۶۳۹-۳ | په بېلابېلو وختونو کې: pus – Pashto (generic) pst – مرکزي گړدود pbu – سهېلي گړدود pbt – سوېلي گړدود |
په ټوليزه توگه د پښتو ادب د ادبپوهانو په اند په دوه برخو کې ويشل شوی دی. يعنې شفاهي يا گړنی ادب او بل ليکلی يا تحريري ادب. گړنی ادب بيا يوه برخه د پښتو زړې سندرې دي چې شاعر ېې نامالوم وي. او بله برخه اولسي سندرې دي چې شاعران ېې مالوم وي.
لنډۍ ، ټپه ، کاکړۍ غاړې، لنډکۍ، سروکی (مسريزه)، نارې، فالونه، چغيان (اننکی)، يادهوي سندرې، ساندې، نکلونه، متلونه، د سيندو سندرې، د ماشومانو ادبيات لکه اکو بکو، چاربيته ، کيسی چی د ذهني ازموينی په غرض ويل کيږي. همدارنگه ځينی کيسې لکه انگک بنگک ، سرکۍ وزه او نورې د پښتو د شفاهي ادب نمونی دي.
ليکلی ادب: لکه بوللـه، خوابنامه، الفنامه، ساقي نامه، رباعي، مثنوي، غزل، مناجات، حمد، نعت او اوسنۍ هايکو.
د پښتو د ليکلي ادب څيړنه له دوهمې هجرۍ پيړۍ د امير کروړ سوري له وياړنې څخه پيل کيږي.ږ چې په 139 هجرۍ سپوږميز کال ېې ويلې ده. همغه شان د پښتو انشا لرغونی نمونه همدا وياړنه گڼل کيږي.
د پښتو ژبی املا څيړنه بيا د 612 هجرۍ د سليمان ماکو له تذکرۀ الاوليا څخه کيږي. د پير روښان خيرالبيان، د اخون درويزه مخزن الاسلام، د خوشال خان خټک دستار نامه، د ملا مست سلوک الغزا د خپلو خپلو ځانگړنو سره د خپل خپل پير غوره نمونې گڼل کېږي.
د پښتو لمړی گرامر په 1195 هجري کال د معرفته الافغان کتاب وو چې د نوميالي شاعر او ليکوال پير محمد کاکړ تاليف دی - گڼل کيږي چې وروسته دغه لړۍ تر اوسه روانه ده.
د پښتو ژبې لومړی لاس ته راغلې قصيده د اسعد سوري قصيده ده چې په 425 هجري کال ويل شوې ده. که څه هم ويل کيږي چې په داريايي ادب پهلوي ادب کې قصيدې ته وورته شعري جوړښتونه موندل کيږي ، خو ترکومه چې د لاس ته راغلو اسنادو خبره ده ، نو له عربۍ څخه پښتو خله کړې. د نوموړي قصيده په دې ټکو پيل کيږي.
د فلک د چارو څه وکړمه کوکار | زمولوي هر گل چې خاندي په بهار |
چې نولس تمهيدي او يولس خطابي بيتونه لري -
عرفاني افکار په دريمه هجرۍ پيړۍ کې په پښتو ادبياتو څادر غوړوي. او د عشق او محبت سندرې لومړې بيلگه په ليکلې ادبياتو کې په 550 هجري سپوږميز کال کې ويل شوې ده چې پيل ېې داسې کيږي.
گهيځ رڼا د لمر خپره سوه | زما په کور د وير ناره سوه | |
د بيلتون ورځ خوره تيارۀ سوه | غږ شو ناڅاپه چې بيلتون راغې |
د مهالينو پيښو په پښتو ادب خپل خپل اغيز ښيندلی همداوجه ده چې کله د پښتو شعر او شاعري رزمي او بزمي برخه پياوړې ښکاري -
غزل په پښتو کې اووه سوه کلن عمر لري. لاس ته راغلې نمونه ېې د انمې هجرۍ پيړۍ د اکبر د غزل يو څو بيتونه دي چې پوهاند عبدالحی حبيبي په پښتانه شعرا کې ځای کړي دي.
د خپل ځان له ميړانې څه وييل کړم | د عشق وير به تل پخپله پټول کړم | |
ما مدام لکه بورا په گلو گشت کړ | اوس به ځم په سرتور فراق د گل کړم | |
د بيلتون له ويره ژاړم اوښکې وينې | زه اکبر په خپل اشنا د سر ښندل کړم |
همدارنگه د زرغونې کاکړ د بوستان ژپاړنه چې په نهمه هجرۍ پيړۍ کې ېې کړې د ژباړنې لومړۍ نمونه گنل کيږي. نوموړې د شاعرۍ سره سره ښه خطاطه هم وه.
دا هم وگورئ
سرچينې
|