Jump to content

قطر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قطر، په رسمي بڼه د قطر هېواد د لوېدیځې آسیا یو هېواد دی. دغه هېواد د عرب ټاپووزمې په شمال ختیځو سواحلو کې د قطر کوچنۍ ټاپووزمه نیولې او یوازې د خلیج د همکارۍ شورا او سعودي عربستان سره له سویل لوري ځمکنۍ پوله لري، چې نور پاتې قلمرو یې د فارس خلیج له خوا چاپېر شوی دی. فارس خلیج ته یې داخلېدونکې لار، د بحرین خلیج له لارې ده چې هغه یې له ګاونډي بحرین نه جلا کړی. پلازمېنه یې دوحه ښار دی چې د دغه هېواد نږدې ۸۰ سلنه وګړي په کې مېشت دي.[۱][۲][۳][۴]

د ۲۰۱۷ ز کال په لومړیو کې په دغه هېواد کې د وګړو شمېر ۲.۶ میلیونه کسه و. ۳۱۳ زره یې قطري وګړي او ۲.۳ میلیونه یې کډوال(مهاجر) کارکوونکي دي. رسمي دین یې اسلام دی. د عاید له پلوه، دغه هېواد د پېرلو د توان له مخې په نړۍ کې څلورم لوړ سړي سر داخلي ناخالص تولیدات لري او د سړي سر ناخالصو ملي تولیداتو (اتلس مېتود) له مخې شپږم هېواد دی. د ملګرو ملتونو له خوا قطر د انساني ودې د پراختیا لوړ شاخص لرونکی هېواد بلل شوی چې په عربي نړۍ کې د انساني پراختیا درېیم لوړ شاخص لري. قطر لوړعاید لرونکی اقتصاد لري چې په نړۍ کې د طبیعي ګازو او نفتو د زېرمو له مخې درېیم ځایګی لري. دغه هېواد په نړۍ کې د مایع طبیعي ګاز لوی صادرونکی او د سړي سر ګلخانه یي ګازونو تر ټولو لوی تولیدونکی هېواد دی.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

قطر له هغه مهال وروسته چې محمد بن ثاني په ۱۸۶۸ ز کال کې له بریتانیا سره هوکړه لاسلیک کړه او هغه یې په رسمیت وپېژند، د آل ثاني کورنۍ له خوا اداره کېږي. له عثماني سترواکۍ وروسته، د شلمې پېړۍ له لومړیو نه تر هغه مهاله چې په ۱۹۷۱ ز کال کې یې خپلواکي ترلاسه کړه، قطر د بریتانویانو تر ملاتړ لاندې و. د قطر میراثي امیر چې د یوه دیکتاتور(اتوکرات) (اوس مهال تمیم بن حماد الثاني) په توګه واکمني کوي، ټول اجرائیويي او مقننه ځواک په خپل واک کې لري او قضایي سیستم یې هم تر ولکې لاندې دی. هغه لومړی وزیر او کابینه ټاکي.[۱۳]

په یووېشتمه پېړۍ کې، قطر په عربي نړۍ کې د خپلو بډایه سرچینو او په نړیواله کچه د خپل رسنیز ګروپ، الجزیرې رسنیزې شبکې له امله د یوه مهم ځواک په توګه راڅرګند شو چې د عربي پسرلي پر مهال یې له ګڼ شمېر یاغي ډلو ملاتړ وکړ. قطر د خپلې اندازې له مخې په نړۍ کې نامتناسب نفوذ لري او د یوه منځني ځواک په توګه پېژندل کېږي. د ۲۰۲۲ ز کال فیفا نړیوال کپ سیالۍ هم په قطر کې ترسره کېږي، چې لومړنی مسلمان او عربي هېواد به وي چې د دغه سیالیو کوربه وي. د ۲۰۳۰ ز کال آسیایي لوبې هم په قطر کې ترسره کېږي.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سیاست

د قطر دولت یو مشروطه شاهي یا مطلق شاهي دی چې د الثاني کورنۍ په کې واکمنه ده. د الثاني لړۍ له ۱۸۲۵ ز کال راهیسې هغه مهال چې د الثاني کورنۍ تاسیس شوه، په دغه هېواد واک چلوي. په ۲۰۰۳ ز کال کې قطر اساسي قانون تصویب کړ چې له مخې یې د مقننې شورا له ۴۵ نه ۳۰ د مستقیمو ټاکنو له لارې ټاکل کېږي. یاد اساسي قانون د یوې ټول پوښتنې په ترڅ کې په ۹۸٪ سلنه اکثریت موافقو رایو تصویب شو.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

د قطر اتم امیر تمیم بن حماد الثاني دی چې پلار یې هماد بن خلیفه الثاني د ۲۰۱۳ ز کال د جون په ۲۵ مه ورته واک پرېښود. امیر د لومړي وزیر او کابینې د غړو، چې په ټولیز ډول د وزیرانو شورا جوړوي او په هېواد کې عالي اجرائیوي واک لري، په ټاکلو او ګوښه کولو کې بشپړ واک لري. د وزیرانو شورا قانونونه جوړي، هغه قوانین او احکام چې د وزیرانو شورا له خوا وړاندیز کېږي، د بحث لپاره مشورتي شورا (مجلس الشورا) ته ځي او له هغې وروسته د تصویب په موخه امیر ته وړاندې کېږي. مشورتي شورا، د قانون جوړونې او د هغو د تصویب په برخه کې ډېر محدود واکونه لري، خو د هرڅه په اړه وروستۍ خبره امیر کوي. د قطر قوانین د سیاسي ګوندونو او کارګري اتحادیو د جوړولو اجازه نه ورکوي.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

بهرنۍ اړیکې

د قطر نړیوال شخصیت او په نړیوالو چارو کې د دغه هېواد فعاله ونډه لرل د دې لامل شوې، څو یو شمېر تحلیل کوونکي دغه هېواد د منځني ځواک لرونکي هېواد په توګه معرفي کړي. قطر د اوپک (OPEC) یو له لومړنیو غړو او د خلیج د همکاریو شورا (GCC) له بنسټ اېښودونکو غړو نه دی. د عرب لیګ یا عربي ټولنې غړیتوب هم لري.[۳۷]

په خلیج کې د یوه کوچني هېواد په توګه «د پرانستو دروازو» بهرنی سیاست مخته وړي، چې له مخې یې قطر په سیمه کې له ټولو سیمه ییزو ګوندونو او سیاسي لوبغاړو سره چې د طالبانو او حماس ډلې په کې شاملېږي اړیکه لري.[۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

قطر له چین، ایران، ترکیې او د امریکا له متحده ایالاتو سره ځانګړې پیاوړې اړیکې او په منځني ختیځ کې له یو شمېر اسلام پاله خوځښتونو، لکه:  اخوان المسلمین سره هم اړیکې لري. د ۲۰۱۷ ز کال په جون میاشت کې سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بحرین، مصر او یمن له قطر سره له دې امله چې له ترهګرۍ نه ملاتړ کوي، دیپلماتیکې اړیکې پرې کړې. دغه کړکېچ له اخوان المسلمین نه د ملاتړ له امله، چې یو شمېر عربي هېوادونه یې ترهګریزه ډله بولي، لا پیاوړی شو. دغه دیپلماتیک کړکېچ د ۲۰۲۱ ز کال په جنوري میاشت کې د ال اولا (AlUla) هوکړې په لاسلیک کېدو سره پای ته ورسېد.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

پوځ

قطري وسله وال ځواکونه، د دغه هېواد پوځ جوړوي. دغه هېواد په منځنۍ کچه وسله وال پوځ لري چې شمېر یې ۱۱ زره ۸۰۰ کسانو ته رسېږي، (۸۵۰۰) کسه یې ځمکنی ځواک، (۱۸۰۰) کسه یې سمندریز او (۱۵۰۰) تنه یې هوايي ځواک دی. په ۱۹۹۳ ز کال کې یې د ملي ناخالصو تولیداتو نږدې ۴.۲ سلنه په دفاعي برخه لګولي، چې په ۲۰۱۰ ز کال کې دغه کچه د داخلي ناخالصو تولیداتو ۱.۵ سلنه وه، چې دا د SIPRI احصایوي معلوماتو په ډیتابیس کې یې وروستي معلومات دي. قطر په وروستیو کې د امریکا له متحده ایالاتو، بریتانیا او له فرانسې سره د ۱۹۹۴ ز کال په لومړیو کې دفاعي هوکړې لاسلیک کړې دي. قطر د خلیج د همکاریو شورا د ټولیزې دفاع په برخه کې فعاله ونډه لري؛ پاتې نور غړي یې سعودي عربستان، کویټ، بحرین، عربي متحده امارات او عمان دي. د العدید لویه هوايي اډه چې د امریکا د متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو د څو هېوادونو له خوا اداره کېږي، د قطر د دفاع او ملي امنیت تضمین شوې سرچینه جوړوي.  په ۲۰۰۸ ز کال کې قطر ۲.۳ میلیارده ډالر په نظامي لګښتونو لګولي، چې د دغه هېواد د داخلي ناخالصو تولیداتو ۲.۳٪ کېږي. قطري ځانګړي ځواکونه د فرانسې او نورو لویدیځو هېوادونو له خوا روزل شوي او باور پر دې دی، چې پام وړ وړتیاوې لري. هغوی په ۲۰۱۱ ز کال کې په طرابلس جګړه کې د لیبیايي یاغیانو سره مرسته وکړه.[۵۳][۵۴][۵۵]

د سټاکهالم د نړیوالې سولې د څېړنو انستیتیوت (SIPRI) موندلې، چې له ۲۰۱۰- ۲۰۱۴ ز کال پورې قطر په نړۍ کې د وسلو واردونکی ۴۶ لوی هېواد دی. SIPRI لیکي چې د وسله والو ځواکونو د بدلون او پام وړ پراختیا په برخه کې د قطر پلان چټکټیا موندلې. په ۲۰۱۳ ز کال کې یې جرمني ته د ۶۲ ټانګونو او ۲۴ خپله چلېدونکو وسلو فرمایش ورکړی او ورپسې یې په ۲۰۱۴ ز کال د پوځي وسایلو د پېرلو ګڼ شمېر هوکړې لاسلیک کړې، چې په کې ۲۴ جنګي چورلکې او ۳ مخکني خبر ورکوونکې او کنترول کوونکې الوتکې له متحده ایالاتو او ۲ ټانکر پوځي الوتکې له هسپانیې نه په کې شاملېږي. د SIPRI د راپور له مخې قطر، په ۲۰۱۵ ز کال کې د نړۍ ۱۶ ام  د وسلو لوی واردونکی هېواد و چې په ۲۰۱۶ ز کال کې یې یوولسم ځایګی نیولی دی.[۵۶][۵۷]

تاریخ

کلتور

اقتصاد

جغرافیه

  1. Pronunciation adopted by Qatar Airways' advertisements, such as Qatar Airways: the Art of Flight Redefined
  2. "CMU Pronouncing Dictionary". CS. نه اخيستل شوی 28 March 2010.
  3. Johnstone, T. M. (2008). "Encyclopaedia of Islam". Ķaṭar. Brill Online. نه اخيستل شوی 22 January 2013. کينډۍ:Subscription required
  4. "How do you say 'Qatar'? Senate hearing has the answer". Washington Post. 12 June 2014. نه اخيستل شوی 12 March 2015.
  5. "Population of Qatar by nationality – 2017 report". Archived from the original on 25 December 2018. نه اخيستل شوی 7 February 2017. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  6. "The Constitution". Archived from the original on 24 October 2004. نه اخيستل شوی 29 October 2017.
  7. "GDP per capita, PPP (current international $) | Data". data.worldbank.org. نه اخيستل شوی 2020-07-28.
  8. "GNI per capita, Atlas method (current US$) | Data". data.worldbank.org. نه اخيستل شوی 2020-07-28.
  9. "2019 Human Development Index Ranking | Human Development Reports". hdr.undp.org. Archived from the original on 30 April 2020. نه اخيستل شوی 2020-07-28.
  10. "Indices & Data | Human Development Reports". United Nations Development Programme. 14 March 2013. Archived from the original on 12 January 2013. نه اخيستل شوی 27 June 2013.
  11. England, Andrew (2021-10-24). "Qatar calls for embrace of gas producers for energy transition". Financial Times. نه اخيستل شوی 2021-10-30.
  12. "Where in the world do people emit the most CO2?". Our World in Data. نه اخيستل شوی 2021-07-17.
  13. "Qatar: Freedom in the World 2020 Country Report". Freedom House (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-04-06.
  14. Dagher, Sam (17 October 2011). "Tiny Kingdom's Huge Role in Libya Draws Concern". Online.wsj.com. نه اخيستل شوی 30 December 2013.
  15. "Qatar: Rise of an Underdog". Politicsandpolicy.org. Archived from the original on 10 June 2017. نه اخيستل شوی 30 December 2013.
  16. Black, Ian (26 October 2011). "Qatar admits sending hundreds of troops to support Libya rebels". The Guardian. نه اخيستل شوی 30 December 2013.{{cite web}}: ساتل CS1: url-status (link)
  17. Cooper, Andrew F. "Middle Powers: Squeezed out or Adaptive?". Public Diplomacy Magazine. Archived from the original on 17 March 2015. نه اخيستل شوی 12 March 2015.
  18. Kamrava, Mehran. "Mediation and Qatari Foreign Policy" (PDF). Archived from the original (PDF) on 7 October 2013. نه اخيستل شوی 12 March 2015.
  19. "Amir: 2022 World Cup Qatar a tournament for all Arabs". Gulf Times. 15 July 2018. نه اخيستل شوی 7 September 2018.
  20. "Doha to host 2030 Asian Games as Riyadh gets 2034 edition". sportspromedia.com (په انګليسي). 2020-12-17. نه اخيستل شوی 2021-02-04.
  21. BBC News, How democratic is the Middle East?, 9 September 2005.
  22. United States Department of State Country Reports on Human Rights Practices for 2011: Qatar, 2011.
  23. Gardener, David. "Qatar shows how to manage a modern monarchy". Financial Times.
  24. "Embassy of Canada to the State of Qatar". Government of Canada (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-02-04.
  25. "BBC NEWS – Middle East – How democratic is the Middle East?". news.bbc.co.uk. نه اخيستل شوی 5 June 2017.
  26. "Documents" (PDF). www.state.gov.
  27. "Qatar". CIA World Factbook. Central Intelligence Agency. 8 February 2012. نه اخيستل شوی 4 March 2012.
  28. "Qatar". CIA World Factbook. Central Intelligence Agency. 8 February 2012. نه اخيستل شوی 4 March 2012.
  29. Lambert, Jennifer (2011). "Political Reform in Qatar: Participation, Legitimacy and Security". Middle East Policy. 19 (1).
  30. "Qatar to hold advisory council elections in 2013". Reuters (UK edition). Reuters. 1 November 2011. Archived from the original on 18 January 2016. نه اخيستل شوی 4 March 2012.
  31. "IFES Election Guide – Elections: Qatar Referendum Apr 29 2003". www.electionguide.org. نه اخيستل شوی 5 June 2017.
  32. "Qatar 2003". www.princeton.edu. Archived from the original on 10 October 2017. نه اخيستل شوی 5 June 2017.
  33. "Qatari emir Sheikh Hamad hands power to son Tamim". BBC. 25 June 2013. نه اخيستل شوی 25 June 2013.
  34. "Council of Ministers". Embassy of the State of Qatar in Washington DC. Archived from the original on 12 June 2010. نه اخيستل شوی 4 March 2012.
  35. "Legislative elections in Qatar postponed until at least 2019". Doha News (په انګليسي). 17 June 2016. Archived from the original on 29 September 2017. نه اخيستل شوی 26 May 2017.
  36. "The People Want Reform… In Qatar, Too". Jadaliyya. Archived from the original on 10 October 2017. نه اخيستل شوی 9 February 2015.
  37. "Qatar". CIA World Factbook. Central Intelligence Agency. 8 February 2012. نه اخيستل شوی 4 March 2012.
  38. "Qatar's Regional Relations and Foreign Policy After Al Ula". The Arab Gulf States Institute in Washington. 14 April 2021.
  39. Kirkpatrick, David D.; Barnard, Anne (7 June 2017). "Terrorist Attacks Pour Gas on Saudi- Iranian Rivalry and Gulf Tensions". Eurasia Diary. نه اخيستل شوی 11 June 2017.
  40. Boghardt, Lori Plotkin (6 October 2014). "Qatar Is a U.S. Ally. They Also Knowingly Abet Terrorism. What's Going On?". New Republic. نه اخيستل شوی 7 October 2014. Two overarching goals have driven Qatari policy. One has been to maximize Qatar's influence on the regional and international stage. This originally reflected the personal ambition of the former ruler and current emir's father, Shaykh Hamad bin Khalifa al Thani, and his foreign minister and eventual prime minister, Shaykh Hamad bin Jassim al Thani. The two men directed foreign policy until the father abdicated in favor of his son, Emir Tamim bin Hamad al Thani, in July 2013. The second objective has been to preserve the security of the ruling family and state.
  41. "Qatar Opens Its Doors to All, to the Dismay of Some". The New York Times. 16 July 2017.
  42. H Rahman (2005). The Emergence of Qatar. Routledge. ISBN 978-0-7103-1213-6. نه اخيستل شوی 26 June 2013.
  43. "Qatar, China enjoy strong ties based on respect". Gulf-Times (په عربي). 11 July 2018.
  44. "Qatar and Saudi Arabia sign defense agreement". Tehrantimes.com. 25 February 2010. نه اخيستل شوی 2 October 2010.
  45. "How Qatar and Turkey came together". The Economist. 21 January 2021.
  46. "Qatar relies on US base amid Gulf tensions". Financial Times. FT.com. 24 September 2010. نه اخيستل شوی 16 June 2013.
  47. Mark Mazzetti; C.J. Chivers; Eric Schmitt (30 June 2013). "Taking Outsize Role in Syria, Qatar Funnels Arms to Rebels". New York Times. نه اخيستل شوی 21 January 2014.
  48. Boghardt, Lori Plotkin (6 October 2014). "Qatar Is a U.S. Ally. They Also Knowingly Abet Terrorism. What's Going On?". New Republic. نه اخيستل شوی 7 October 2014. Two overarching goals have driven Qatari policy. One has been to maximize Qatar's influence on the regional and international stage. This originally reflected the personal ambition of the former ruler and current emir's father, Shaykh Hamad bin Khalifa al Thani, and his foreign minister and eventual prime minister, Shaykh Hamad bin Jassim al Thani. The two men directed foreign policy until the father abdicated in favor of his son, Emir Tamim bin Hamad al Thani, in July 2013. The second objective has been to preserve the security of the ruling family and state.
  49. Jay Solomon (10 October 2014). "U.S.-Qatar Alliance Strains Coalition Against Islamic State". The Wall Street Journal.
  50. "Six nations cut diplomatic ties to Qatar as Arab rift deepens". Hurriyet Daily News. 5 June 2017.
  51. "Saudi Arabia, UAE, Egypt and Bahrain break diplomatic ties with Qatar over 'terrorism'". The Guardian. 5 June 2017.
  52. "Qatar appoints first ambassador to Saudi Arabia Since Rift". Al Jazeera. August 2021.
  53. "Military expenditure by country as percentage of gross domestic product, 2003–2016" (PDF). SIPRI.
  54. "The SIPRI Military Expenditure Database". Stockholm International Peace Research Institute. Archived from the original on 28 March 2010. نه اخيستل شوی 29 October 2011.
  55. "The Strange Power of Qatar by Hugh Eakin". The New York Review of Books. نه اخيستل شوی 16 June 2013.
  56. "Trends in International Arms Transfer, 2014". www.sipri.org. Stockholm International Peace Research Institute. Archived from the original on 19 March 2015. نه اخيستل شوی 18 March 2015.
  57. "TIV of arms imports to the top 50 largest importers, 2016-2016". SIPRI. Archived from the original on 2013-02-14. نه اخيستل شوی 2021-12-30. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)