د ختیځې آسیا تاریخ
شالید[سمول]د ختیځې اسیا تاریخ په لوېدیځه نړۍ کې د ختیځې آسیا هېوادونو څېړنې تر ساحې لاندط د پوهنتون د یوې څانګې په بڼه مطالعه کېږي. په لویدیځه نړۍ کې د ختیځې اسیا د تاریخ ښوونه او مطالعه د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې پیل شوه. په امریکا کې، آسیايي-امریکايي وګړو د ویتنام د جګړې پر مهال ولیدل چې د تاریخ ډېری درسونه پر اروپا متمرکز دي نو ځکه دوی د آسیا تاریخ پر بنسټ تعلیمي/تحصیلي نصاب لپاره حق غوښتنه وکړه. په اوس مهال کې، د ختیځې آسیا تاریخ د آسیاسي زده کړو یوه عمده برخه ده. په سیمه کې ملتپال تاریخپوهان تر ډېره د خپل هېواد د دود، کلتور او تاریخ په ځانګړېوالي ټینګار کوی ځکه دا کار پر ځمکو د دوی دعواوو ته مشروعیت ورکوي او داخلي اختلافات حداقل ته راټیټوي. داسې انفرادي لیکولاان هم ښته چې د ټولنې او پراختیا له بېلابېلو مفهومونو څخه اغېزمن شوي دي نو ځکه مخالف نظریات وړاندې کوي. د ځینو نورو فکټورونو تر څنګ، دغه فکټور هم د پراخ سیمه ییز او تاریخي چارچوکاټ په اړتیا ټینګار کوي. د ختیځې آسیا تاریخ د کره حدودو د ټاکلو پر سر هم مسلط شته چې ځه ډول علمي څېړنې د نړۍ له نورو سیمو سره د ختیځې آسیا پر تعامل پام ورټول کړي. [۳][۴][۵] دغه سیمې، یا د چین، جاپان او کوریا تمدنونه، د ډېرو کورنیو یا حکومتی سیسټمونو له لارې اداره کېدل او پر عین سیمه د کورنیو تر منځ جګړو یا د سیمو تر منځ جګړو د سیمو پولې وربدلې کړې دي. له تاریخ څخه وړاندې موده کې، هومو اېرېکتوس له ۱,۸ میلیونه څخه ۴۰۰۰۰ کاله وړاندې پورې په ختيځه او سوېل ختیځه آسیا کې اوسېدل. [۶] په ختیځه آسیا کې رامنځ ته شوي او خپاره شوي ډېری عقیدوي نظامونه او یا مذهبونه کنفوسیوس، بوداییزم او تائویزم دی. پر چین د ژییا (له تاریخي اړخه اختلاف شته)، شانګ او ژو کورنیو او بیا وروسته د قویین او هان کورنیو پاچاهي وه. له تاریخ څخه وړاندې مودې په بهیر کې، دغه درې سیمې د بین المنطقوي سیاست، کلتور او سوداګرۍ خپله بڼه درلوده چې بهرنۍ نړۍ ډېر لږ اغېز پرې درلود. د ژیړ سیند درې په اوږدو کې د چین د شانګ کورنۍ ثبت شوی تمدن ۲۰۰۰ قبل المیلاد ته رسېږي. په تدریج سره دا تمدن د ختیځې آسیا نورو سیمو ته خپور شو. په کوریا کې ګوجوسیون لومړنی منظم دولت و چې په شاوخوا ۱۹۵ قبل المیلاد کې رامنځته شو. جاپان په ۶۰۴م عیسوي کال کې د خپل لومړني اساسي قانون جوړولو پر بنسټ د یوه اتحادی دولت په توګه سرراپورته کړ. د ختیځې آسیا د کلتور او اقتصاد په جوړولو کې د بودايي دین او ورېښمو لارې راپېژندنه زښته ګټوره وه. د چین شاهي کورنۍ لکه سوي، تانګ او سونګ یو له بل سره تړلې وې او د پخواني جاپان او کوریا پر ماهیت يي اغېز درلود. د لومړنۍ عیسوۍ زریزې پر مهال، چین په هغه وخت کې د ختیځې آسیا ترټولو پرمختللی تمدن و او د څلور سترو اختراعګانو ویاړ لري. د چین ناخالص کورني تولید په نړۍ کې تر ټولو ډېر و. جاپان او کوریا د ګورېئو او هېئان په رژیمونو کې بشپړ متمرکز دولتونه درلودل. د کوچي مغلي امپراطورۍ ظهور ختیځه آسیا تار په تار کړه، او د چنګېزخان، سبوتای او کوبیلای خان په څېر مشرانو د ختیځې آسیا ډېری سیمې د یوه واحد دولت تر واکمنۍ لاندې اداره کولې. په اوسني چین او کوریا ټاپووزمه کې د یوان کورنۍ راج چلاوه. د طبیعي پېښو او کمزوري اداري مدیریت له امله په ختیځه آسیا کې د مغولو امپراطوري د لنډ مهال لپاره وه. د یوان کورنس د راپرځېدو څخه وروسته، د مین کورنۍ او جوسېئون کورنۍ نویو رژيمونو نوی کنفوشیانیزم د دولت د رسمي ايډیالوژۍ په توګه ومانه. جاپان پر هغه مهال د فېوډال کورنۍ جګړې خوراک شو چې سېنګوکو جیدای يې باله او نږدې یوه نیمه پېړۍ يې دوام وکړ. د ۱۶مې پېړۍ په پیل سره، په لومړي ځل اروپايي سوداګرو او [عیسوي] تبلیغیانو ختیځې آسیا ته د سیند له لارې سفر وکړ. پرتګال د چین په ماکاو کې مستعمره جوړه کړه او هڅه يې وګړه چې جاپان مسیحیت ته راواړوي. د سنګوکو دورې په وروستیو کلونو کې، جاپان یواځې د کوریا د لاندې کولو له لارې هڅه وکړه چې یوه ستره امپراطوري رامنځته کړي خو د ۱۶مې پېړۍ په وروستیو کلونو کې د کوریا او چین د ګډو ځواکونو لخوا د ماتې سره مخ شو. د ۱۷مې پېړۍ څخه راوروسته، د ختیځې اسیا هېوادونو لکه چین، جاپان او کوریا د اروپايي هېوادونو د تماس په ځواب کې وپتېیله چې د ګوښه توب (انزواګرايی) سیاست غوره کړي. په ۱۷مه او ۱۸مه پېړۍ کې دغې سیمې ستره اقتصادي او کلتوري وده درلوده. د قوینګ د وخت چین سیمه لاندې کړې وه خو د اېډو د وخت جاپان په بشپړه توګه خپلواک پاتې شو. په هغه زمانه کېله اروپايي سوداګرو او پوهانو سره محدودې اړیکې د سترې برطانيې د ختیځ هند کمپنۍ د سر راپورته کولو او د جاپان هالنډي مطالعاتو د پیل لامل شوې. د قوینګ د وخت چین ونشوای کولای چې د تریاکو جګړې پر مهال د سترې برطانیې، فرانسې او روسیې په څېر د ګڼو استعماري هېوادونو د لښکرکشیو پر وړاندې له خپل ځانه دفاع وکړي. په ورته مهال جاپان د مېجي واکمنۍ پر مهال د غربي کېدلو لاره ونیوله او هڅه يې وګړه چې د اروپا او غربي نړۍ د سیاسي او اقتصادي ماډلونو څخه په پېروۍ ځان عصري کړي. د جاپان راپورته کېدونکې امپراطوري په ۱۹۱۰م کال کې په زور کوریا له خپلې خاروې سره یوځای کړه. د کلونو کورنۍ جګړې او انحطاط څخه وروسته، د چین وروستي امپراطور په ۱۹۱۲م کال کې په خپلې استعفاء سره د چین امپراطوري تاریخ ته د پای ټکی کېښود چې د څه باندې دوه زره کلونو راهیسې یې له قوین څخه تر قوینګ پورې دوام کړی و. د عصري دولت جوړولو لپاره د چین جمهوریت د هڅو په دا منځ کې، د جاپان پراختیاپالنه د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د چین-جاپان دویمې خونړۍ جګړې لامل شوه چې له امله يې د جاپان لخوا د چین د اشغال پر مهال له شلو میلیونو ډېر خلک ووژل شول. له هغه وروسته چې جاپان د امریکا په پیرل هاربر برید وکړ، نو په آسیا کې د جاپان جنګونه هم د دویمې نړیوالې جګړې برخه شول. په آسیا کې د متحدینو په لاس د جاپان ماته په ټوله نړۍ کې د امریکا او شوروي تر اغېز لاندې د نوي نړیوال نظم د رامنځته کېدو لامل شوه. [۷] سرچينې او ياداښتونه[سمول] |
- ↑ Austin, Gareth (2017). Economic Development and Environmental History in the Anthropocene: Perspectives on Asia and Africa. London: Bloomsbury Publishing. p. 272. ISBN 978-1-4742-6749-6.
- ↑ Walker, Hugh (2012). East Asia: A New History. Bloomington, IN: AuthorHouse. p. 47. ISBN 978-1-4772-6516-1.
- ↑ "A Brief History of East Asian Studies at Yale University | The Council on East Asian Studies at Yale University". ceas.yale.edu (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2018-08-15.
- ↑ Morris-Suzuki, Tessa; Low, Morris; Petrov, Leonid; Tsu, Timothy (2013). East Asia Beyond the History Wars: Confronting the Ghosts of Violence. Oxon: Routledge. p. 44. ISBN 978-0-415-63745-9.
- ↑ Park, Hye Jeong (2014). "East Asian Odyssey towards One Region: The Problem of East Asia as a Historiographical Category". History Compass (په انګليسي). 12 (12): 889–900. doi:10.1111/hic3.12209. ISSN 1478-0542.
- ↑ Peking Man Archived 2014-04-19 at the Wayback Machine.. The History of Human Evolution. American Museum of Natural History. April 23, 2014.
- ↑ "Population of Eastern Asia". www.worldometers.info (په انګليسي). Worldometers. 2018. نه اخيستل شوی 2018-08-16.