حمدالله محب
حمدالله محب | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د افغانستان ملي امنیت سلاکار | |||||||
ولسمشر | محمد اشرف غني | ||||||
| |||||||
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | 1983 (۴۰–۴۱ کلن) ننګرهار ولایت, افغانستان | ||||||
اولاد | 2 | ||||||
عملي ژوند | |||||||
تعلیم | برونل پوهنتون لندن | ||||||
کار/مسلک | ډیپلوماټ | ||||||
ويبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
Found termstart1,
حمدالله محب
[سمول]ډاکټر حمدالله محب په ۱۹۸۳کال کې زېږېدلی، افغان ديپلومات او سیاستوال دی، اوس مهال د افغانستان ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده ترسره کوي. محب د ۲۰۱۵م کال د سپټمبر میاشتې څخه د ۲۰۱۸ کال تر اګسټ میاشتې پورې په امریکا کې د افغانستان سفیر وو
ژوند لیک
[سمول]حمدالله محب د جلال اباد ښار شمال ته په یوه وړوکي کلي کې زېږېدلی، د مور او پلار ۱۱م اولاد په توګه تر ټولو کشر اولاد دی. کله چې ښاغلي محب نړۍ ته سترګې پرانیستې، پلار یې د افغانستان د هغه وخت د سترې محکمې کارکوونکي وو.
افغانستان باندې د شورويانو په یرغل سره د ډاکټر محب کورنۍ، هېواد پریښود او کډوال شول، خو کله چې د شورویانو یرغل پای ته ورسید. محب او کورنۍ یې بېرته افغانستان ته راستانه شول، مګر تنظیمي او کورنیو جګړو دې ته اړ کړل چې بېرته پاکستان ته کډوال شي.
زدهکړې او اولنۍ دندې
[سمول]کله چې محب ۱۶ کلن وو کورنۍ یې لندن ته واستولو، محب د لندن په کمیونیټي کالیج کې شامل شو، له کالج څخه تر فراغت وروسته، په برنل پوهنتون کې یې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړ او کمپیوټر انجینرۍ کې یې ډيپلوم ترلاسه کړ. د زدهکړو په پای ته رسولو سره یې د بریتانیا تابیعت هم ترلاسه کړ.به انګلستان کې له ۷ کلونو ژوند او زدهکړو وروسته محب افغانستان ته راغی او د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې یې د معلوماتي ټکنالوژۍ د ډایرکټر په توکه دنده پیل کړه .
محب د افغانستان د ۲۰۰۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني په انتخاباتي کمپاین کې کار کاوه؛ هغه څوک چې په ولسمشریزو ټاکنو کې یې څلورم ځای خپل کړ او د ټاکنو ګټونکی بیا ځلي برحال ولسمشر حامد کرزی شو. د ولسمشریزو ټاکنو له پای ته رسیدو سره محب د لا زیاتو زدهکړو په موخه بېرته انګلستان ته ولاړ او په ۲۰۱۴ کال کې یې له برنل پوهنتون څخه خپله دوکتورا ترلاسه کړه.
دندې
[سمول]کله چې محمد اشرف غني د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزې ټاکنې وګتلې، محب د ولسمشر د دفتر د مرستیالۍ دنده پر غاړه واخیسته، یو کال وروسته په ۳۲ کلنۍ کې په امریکا کې د افغانستان د سفیر په توګه وګمارل شو او د ۲۰۱۵ کال په سپتمبر کې یې رسما خپل باورلیک د امریکا د وخت ولسمشر بارک اوباما ته وسپاره. ښاغلی محب په امریکا کې د سفارت پر مهال، همهاله د مکسیکو، دومینیکن جهموریت، ارجنټاین او کولمبیا لپاره د افغانستان نااستوګن سفیر هم پاتې شوی دی. محب د سفارت پر مهال د اقتصادي پراختیا، د اداري فساد پر وړاندې د هڅو او د نړیوال تروریزم پر وړاندې د مبارزې په ګډون د علاقې وړ په ګډو برخو کې د افغانستان او امریکا د شراکت د پیاوړتیا د اړتیا په اړه ټینګار کاوه. د ۲۰۱۸ کال د اګسټ په ۲۵مه نېټه، داکټر محب د ولسمشر غني په حکومت کې د محمد حنیف اتمر پر ځای د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار وټاکل شو.
شخصي ژوند
[سمول]محب په ۲۰۱۱ کال کې د افغانستان په اړه له یوې امریکايۍ متخصصې لایل آدامز سره چې په ۱۹۸۷ کال کې زېږېدلې، واده وکړ. اوس یوه لور او یو زوی لري.
محب په پښتو، دري او انګلیسي ژبو بشپړ تسلط لري او په هندي - اردو ژبه هم پوهیږي.
لیکنې
[سمول]- Hamdullah Mohib, How Afghanistan Can Succeed, CNN (September 30, 2015).
- —, A Grassroots Democracy for Afghanistan, Foreign Policy (June 27, 2011).
- —, Letter to the Editor: An Ashraf Ghani Government in Afghanistan Would Give Out Jobs Only Based on Merit, Washington Post (September 22, 2016).
دا هم وګورئ
[سمول]سرچینې
[سمول]بهرنۍ تړنې
[سمول]- Afghan Ambassador Hamdullah Mohib Discusses Anti-Taliban Efforts in Afghanistan — video of panel discussion at the Hudson Institute, made available by C-SPAN
سیاسي دفترونه | ||
---|---|---|
واک اخيستنه له Eklil Ahmad Hakimi څخه |
Afghan ambassador to the United States 2015-present |
واک سپارنه و incumbent تـــه |
- هغه مخونه چې دوه اړخیزه استدلالونه د کينډۍ په خبرتيا کي کاروي
- مخونه د غیر شمېريزو فارمیټینم دلایلو سره
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P106
- د خاصيت کارولو پاڼې P345
- مخونه چي ځينې سرچينې يې شاید د منلو وړ نه وي
- 1983 births
- Alumni of Brunel University
- Ambassadors of Afghanistan to the United States
- People from Nangarhar Province
- Living people
- Afghan expatriates in Pakistan
- Afghan expatriates in the United Kingdom
- Afghan refugees