Jump to content

سعودي عربستان

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
The printable version is no longer supported and may have rendering errors. Please update your browser bookmarks and please use the default browser print function instead.
  
سعودي عربستان
سعودي عربستان
سعودي عربستان
بیرغ
سعودي عربستان
سعودي عربستان
نښان

سعودي عربستان
سعودي عربستان

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۲۳°۴۳′۰۰″شمال ۴۴°۰۷′۰۰″ختیځ / 23.716667°شمال 44.116667°ختيځ / 23.716667; 44.116667   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
ټيټه سيمه سور سمندر (0 متر )  د (P1589) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پراخوالی 2250000 کیلومتره مربع [۲]  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه الرياض
رسمي ژبې عربي ژبه [۳]  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
حکومت ډول تیوکراسي ،  پاچاهي   د (P122) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱۷۲۷[۴][۵]  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
بې کارۍ کچه 11 سلنه (۲۰۱۴)[۶]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اوسط عاید
نور مالومات
بېړنۍ ټليفون
شمېره
ملي نښان باز   د (P2238) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تګلوری ښي لورۍ [۷]  د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
هېواد کوډ SA  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +966  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

سعودي عربستان چې په رسمي ډول د سعودي عربستان د پاچهي (Kingdom of Saudi Arabia) په نوم پېژندل کېږي، په لویدیځه آسیا کې هېواد دی. دغه هېواد د عربو ټاپو وزمې نږدې ټوله برخه جوړوي، چې مساحت یې نږدې ۲ میلیونه ۱۵۰ زره کیلومتر مربع (۸۳۰ زره مایل مربع) دی. په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی او په عربي نړۍ کې دویم لوی هېواد دی. په شمال کې له اردن او عراق، په شمال ختیځ کې له کویټ، په ختیځ کې له قطر، بهرین او عربي متحده اماراتو او په سویل ختیځ کې له عمان او یمن سره پوله لري، د عقبه خلیج په واسطه په شمال لویدیځ کې له مصر نه جلا کېږي. سعودي عربستان یوازنی هېواد دی چې له دواړو سره سمندرګي او فارس خلیج سره ساحلي کرښې لري، چې ډېری ځمکې یې له وچې صحرا، دښتو، بې ونو ځمکو او غرونو نه جوړه ده. پلازمېنه یې ریاض تر ټولو لوی ښار دی، په دغه هېواد کې د اسلام دوه سپېڅلي ښارونه مکه معظمه او مدینه منوره هم موقعیت لري.

د  اسلام له سپېڅلي دین وړاندې عربستان، هغه سیمه چې معاصر سعودي عربستان په کې پروت دی، د ګڼ شمېر لرغونو کلتورونو او تمدنونو ځای و، د عربستان له تاریخ وړاندې مهال په نړۍ کې د انساني چارو لومړني آثار ښيي. د نړۍ تر ټولو لوی دویم دین اسلام، په سعودي عربستان کې ظهور کړی. د ۷ مې پېړۍ په لومړیو کې، د اسلام پیغمبر محمد(ص) د عربستان وګړي متحد کړل او یو واحد اسلامي نظام یې جوړ کړ. په ۶۳۲ ز کال کې د هغه له وفات وروسته، پیروانو یې په چټکۍ سره د عربستان تر حاکمیت لاندې قلمرو پراخ کړ، په بې مخینې ډول یې په لویه کچه قلمرو (په لویدیځ کې له ایبري ټاپووزمې نه په ختیځ کې تر معاصر پاکستان پورې) د څو لسیزو په ترڅ کې فتح کړ. د معاصر سعودي عربستان نه بنسټ اخیستونکو سلسلو د راشدینو (۶۳۲-۶۶۱ ز کال)، امویانو (۶۶۱-۷۵۰ ز کال)، عباسیانو (۷۵۰-۷۵۱ ز کال) او فاطمي (۹۰۹- ۱۱۷۱ ز کال) خلافتونه وکړل، همدارنګه یې په آسیا، افریقا او اروپا کې ګڼ شمېر واکمنۍ رامنځته کړې.[۸][۹][۱۰]

معاصر سعودي عربستان په ټولیز ډول له څلورو لرغونو سیمو: حجاز، نجد، د ختیځ عربستان له یوې برخې (الاحسا) او د سویلي عربستان له (عسیر) سیمو جوړ شوی. د سعودي عربستان د پاچهۍ بنسټ په ۱۹۳۲ ز کال کې د پاچا عبدالعزیز (په لویدیځ کې په بن سعود پېژندل کېږي) له خوا کېښودل شو. هغه په ۱۹۰۲ ز کال کې د مبارزاتو په پیل کولو سره د خپلو نیکونو یعنې سعود کورنۍ د کور، ریاض، په نیولو سره څلور سیمې د یوه واحد هېواد په توګه یو موټی کړې. له هغه مهاله وروسته د سعودي عربستان سیاسي نظام شاهي مطلقه دی، چې په واقعیت کې میراثي دیکتاتوري ده چې د اسلامي قوانینو پر بنسټ یې اداره کوي. په سني مسلمانانو کې تر ټولو ډېر محافظه کاره وهابي مذهبی خوځښت«د سعودي کلتور د غالبې ځانګړنې» په توګه پېژندل کېږي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰ مه ز لسیزه کې د مذهبي جوړښتونو واک په پام وړ کچه کمښت موندلی دی. د دغه هېواد په اساسي قانون کې سعودي عربستان د یوه اسلامي خپلواک عربي دولت په توګه چې اسلام یې رسمي دین دی، عربي یې رسمي ژبه او پلازمېنه یې ریاض دی ،تعریف شوی دی. ځینې وختونه سعودي عربستان د اسلام د دوږ سپېڅلو ځایونو مسجد الحرام (په مکه کې) او مسجد النبوي (په مدینه کې) له امله د «دووسپېڅلو جوماتونو د ځمکې یا حرمین الشریفین» په نوم یادېږي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

په دغه هېواد کې د ۱۹۳۸ ز کال د مارچ په درېیمه نېټه تیل کشف شول، چې ورپسې په ختیځ ولایت کې څو ځایه نور هم کشف شول. له هغه مهال نه سعودي عربستان د نړی د نفتو دویم لوی تولیدونکی (د امریکا له متحده ایالاتو وروسته) او د نړۍ د نفتو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی، چې د نړۍ په کچه د تیلو دویمې لویې او د ګازو پنځمې لویې زېرمې لري. دغه پاچهي د لوړ انساني شاخص په لرلوسره د نړیوال بانک د لوړ عاید لرونکي اقتصاد په توګه طبقه بندي کېږي او یوازنی عربي هېواد دی، چې د لوړو اقتصاد لرونکو G20 هېوادونو غړیتوب لري.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

دغه پاچهي د خپلو داخلي ناخالصو تولیداتو ۸٪ په پوځ لګوي ( په نړۍ کې له عمان وروسته تر ټولو لوړ) چې د امریکا له متحده ایالاتو او چین وروسته د پوځي لګښت له مخې درېیم هېواد دی، له ۲۰۱۵ ز کال نه تر ۲۰۱۹ ز کال پورې د وسلو ترټولو لوی واردونکی هېواد دی چې منځني ختیځ ته د امریکا د وسلو د ټولو صادراتو نیمايي ترلاسه کوي. په بن کې د جګړو د مطالعې د نړیوال مرکز (BICC) د راپور له مخې: سعودي عربستان د نړۍ ۲۸ پوځ لري او په سیمه کې د نظامي وسایلو د کیفیت له مخې له اسرائیلو نه دویم دی. د ۲۰۱۰ مې ز لسیزې وروسته په سعودي عربستان باندې د وسلو د پلورلو د بندولو په موخه ګڼ شمېر غوښتنو شتون درلود، هغه هم په یمن کې د جنګي جرمنو او په ځانګړي ډول د جمال خاشاقچي د ترور له پېښې وروسته. د سعودي عربستان دولت د ګڼ شمېر لاملونو، له دې جملې د یمن په کورنۍ جګړه کې د ونډې، د اسلامي تروریزم د مالي ملاتړ د ادعا او په دغه هېواد کې د اعدام د سزا نه د زیاتې ګټڼې له امله د بشري حقونو د ټیټې کچې، د انساني قاچاق نه په مخنیوي کې د کافي کړنو د نه اخیستو، د مذهبي لږه کیو(اقلیتونو) او ملحدینو سره د دولتي تبعیض، یهودیت ضد او د شریعت د قوانینو په سخت ډول تفسیر له امله تر نیوکو لاندې راغلی دی.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

سعودي عربستان د سیمې په کچه ځواک او هم په نړۍ کې د منځنۍ کچې ځواک شمېرل کېږي. د سعودي اقتصاد په منځني ختیځ کې تر ټولو مخکښ او د نړۍ په کچه اتلسم اقتصاد دی. سعودي عربستان د نړۍ یو تر ټولو ځوان نفوس لري چې د ۳۴.۲ میلیونه وګړو نه نږدې ۵۰ سلنه یې له ۲۵ کلونو کم عمر لري. په داسې حال کې چې د خلیج د همکاریو د شورا غړیتوب لري، د ملګرو ملتونو، اسلامي همکاریو سازمان، عربي اتحادیې، عربي هوايي لېږد د سازمان او اوپک یو له فعاله او بنسټ اېښودونکو غړو نه دی.[۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

اقتصاد

د ۲۰۱۸ ز کال له اکتوبر میاشتې راهیسې، سعودي عربستان په منځني ختیځ کې تر ټولو لوی اقتصاد او د نړۍ په کچه اتلسم اقتصاد لري. سعودي عربستان د نړۍ په کچه د نفتو د ثابتو زېرمو لرونکی دویم لوی او د نفتو تر ټولو لوی صادرونکی هېواد دی. د طبیعي ګازو د ثابتو زېرمو لرونکی پنځم لوی هېواد دی چې ارزښت یې په ۲۰۱۶ ز کال کې ۳۴.۴ تریلیونه امریکايي ډالر ښوول شوی دی. د سعودي عربستان دولتي اقتصاد د نفتو پر بنسټ دی، چې د بودیجې نږدې ۶۳٪ عواید او د صادراتو ۶۷٪ عواید یې جوړوي. دغه هېواد په کلکه سره په بهرنیو کارګرانو ولاړ دی چې په خصوصي سکتور کې ۸۰ سلنه کارکوونکي سعودیان نه دي. د سعودي عربستان د اقتصاد پر وړاندې ګواښونو کې د سړي سر عاید پر ځای درېدل یا راکمېدل، د زده کړو ښه کول، څو ځوانان کار ته چمتو کړي او د کاري شونتیاوو برابرول، د اقتصاد متنوع کول، د خصوصي سکتور او مسکن جوړولو پیاوړتیا او د فساد او نابرابرۍ له منځه وړل شاملېږي.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸]

د نفتو صنعت، د سعودي عربستان د اسمي داخلي ناخالصو تولیداتو ۴۵ سلنه جوړوي، په داسې حال کې چې ۴۰ سلنه یې خصوصي سکتور ته اړوندېږي. سعودي عربستان په رسمي ډول ۲۶۰ میلیارده بوشکې (4.1×1010 m3) د تیلو زېرمې لري، چې د نړۍ د نفتو د ثابتو شوو زېرمو له پنځو برخو یوه جوړوي.[۴۹]

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

پېښلیک

په ۱۶ پیړۍ کی عربستان عثمنی حکمرانان لاس ته ور غلی. په ۱۸ کال کی یو عالم محمد ابن عبد الواهب په سعودی عربستان کی یو مذهبی ډله تاسیس کړ. دغه مذهبی ډله په عربستان کی افراطی مذهبی ایدیولوژی ( عقیده ) خپورکړ. دغه غقیده د الوهابیة په نوم یادیږی. الوهابیة په اوس وخت کی د سعودی عربستان دولتی ایدیولوژی دی. په ۱۹ پیړی کی سعودی کورنۍ د مصر او عثمنی دولت په خلاف جگړه وکړل. په ۱۹۰۴ کال کی سعودی کورنۍ النجد ونیول. په ۱۹۲۴ کال کی الحجاز، المدینة او مکة د بریطانیا پوځ لخوا نیول شو. مگر تر درې کالو وروسته دغه ښارونه خپلواک شو. سعودی عربستان په ۱۹۳۲ کال کی د بریطانیا د پوځ تر وتلو وروسته تاسیس شو.

سرچينې

  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  2. http://embassies.mofa.gov.sa/sites/China/AR/Guango/AboutKingdom/Pages/default.aspx
  3. موضوع: 1
  4. http://www.libback.uqu.edu.sa/hipres/ABS/ind11576.pdf
  5. http://www.momra.gov.sa/About/KSA.PDF
  6. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  7. http://chartsbin.com/view/edr
  8. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  12. Tripp, Culture Shock, 2003: p. 14
  13. Malbouisson, p. 23
  14. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  15. (په 3 August 2021 باندې). Saudi Crown Prince Mohammed seeks to reduce influential clerics' power. The New York Times.
  16. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  17. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  18. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  20. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  21. (په 9 November 2011 باندې). Saudi Arabia to overtake Russia as top oil producer-IEA. Reuters.
  22. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  23. Global defence spending: the United States widens the gap (IISS) – 14 February 2020
  24. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  25. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  26. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  27. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  28. (په 25 October 2018 باندې). Austria calls for EU-wide halt in arms sales to Saudi Arabia. Reuters.
  29. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  30. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  31. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  32. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  33. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  34. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  35. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  36. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  37. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  38. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  39. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  40. "OPEC Decides Not To Increase Oil Production", Jeff Brady. NPR. 8 June 2011. Retrieved 19 August 2011
  41. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  42. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  43. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  44. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  45. (په 19 December 2017 باندې). Saudi Arabia Sees Higher Oil Revenue as OPEC Cuts Boost Prices.
  46. Lua error in Module:Lang at line 15: attempt to index field 'lang_name_table' (a nil value).
  47. Economists "estimate only 30–40 percent of working-age Saudis hold jobs or actively seek work," the official employment rate of around 12 percent notwithstanding: (په 19 January 2014 باندې). Saudi Arabia doubles private sector jobs in 30-month period.
  48. Tripp, Culture Shock, 2009: p. 206
  49. Tripp, Culture Shock, 2009: p. 206