د "فرېدرېک وېلهېلم نېتشي" د بڼو تر مېنځ توپير
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: pa:ਫਰੈਦਰੀਕ ਨੀਤਜ਼ੇ |
و r2.7.3) (روباټ زیاتول: ba:Фридрих Ницше |
||
۳۳ کرښه: | ۳۳ کرښه: | ||
[[arz:فريدريك نيتشه]] |
[[arz:فريدريك نيتشه]] |
||
[[az:Fridrix Nitsşe]] |
[[az:Fridrix Nitsşe]] |
||
[[ba:Фридрих Ницше]] |
|||
[[bar:Friedrich Nietzsche]] |
[[bar:Friedrich Nietzsche]] |
||
[[bat-smg:Frīdrėks Nīčė]] |
[[bat-smg:Frīdrėks Nīčė]] |
د ۱۰:۲۵, ۲۵ جنوري ۲۰۱۳ بڼه
نېچه (Friedrich Nietzsche) (1900-1844) د نولسمې پېړۍ جرمني فلسفي دى. د د په خيال توان د انساني معاملاتو فېصله كوونكې عنصر دى. ده د (فوق البشر) يا (Superman) تصور مخكې بوتلو.
نېچه د اكتوبر په ۱۵مه نېټه ۱۸۴۴ز كال د روكن پرشيا په ښار كې وزېږېد. پرشيا په پوځي او سياسي اړخه يو طاقتور رياست پېژندل كېده. اسټريا يې له جرمني معاملاتو څخه لرې ساتلې ؤ. نېچه د دكتورا سند ترلاسه كولو څخه مخكې د بېل پوهنتون كې د پروفېسر په توګه درس وركاوه. ۱۸۷۱ز كال پرشيا د ناپليون د بريو په نېشه كې ډوب فرانس ته بدترينه ماتې وركړه. او د ورسايي پاريس په مقام يې د ټولو وړو، وړو جرمني واكمنۍ سره يو كړې او د يوه قوي جرمني واكمنۍ بنسټ يې كېښود. نېچه ددې نوي راټوكېدونكې واكمنۍ اواز ؤ.
نظريات
دده دښمنانو به هم دې د ارواپوهنې د ستر عالم په توګه پېژنده. ده د خپلو افكارو په واسطه د انسان پوهنيز او نظرياتي منافقانه اړخونه روښانه كړي دي. او په اخلاقو په غوره كونه كې يې څو داسې بنسټونه اېښي دي. ده به د حاضر وخت مفكر ته چندانې اهميت نه وركاوه، ځكه چې د راتلونكي انسان د لوړو او اوچتو صلاحيتونو غوښتونكې ؤ. د همدې تمې لمخې يې د عيسويت مخالفت هم وكړ. دده خيال ؤ چې تر هغې چې د فرد د ځاني نصب العين اړيكې دي، نو جسماني او ذهني توانونو او وړتياؤ يوه كېدنه اړين او ضروري برېښي. دده دا خيال ؤ چې انسان خپل جسم د هر شي منبع ده. كله چې هغه ته ددې پته ولګي، نو په اريانۍ او تعجب په سمندر كې ډو ب شي. دارنګه هغه ته هرشې د خپل وجود (جسم) برخه ښكاري، نو ځكه د خپل جسم ځانګړتياوې او نور مادي شيان په خپلو ځانګړو رنګونو كې نه شي كتلاى. ددې فلسفي دا نظريه د مسلمان واكمن منصور له دې نظريې سره چې (فنا في الوجود او فنا في الله) سره ډېر نږدېوالې لري.
په زړه پورې خبرې
د امريكي فلسفي وېل ډېورانټ د وينا لمخې: نيچه د داروين زوى او د بسمارك ورور ؤ. علامه اقبال د ښوونې لپاره جرمني ته ځي او له دې جرمني فلسفي څخه اغېزمن كېږي، چې دا اغېزمنتيا يې جرمني ته له تګ څخه مخكې او وروسته شاعرۍكې په ښه ډول ښكاري. د مرد مومن تصور يې د نېچه د (فوق البشر) تصور سره ډېر نږدېوالې لري. ليكنې Thus Spake Zarathustara
اخځليكونه
- اردو وېكيپېډيا www.ur.wikipedia.org
- اسلام او فلسفه، ليكوال: ملك كريم بخش، شيخ محمد بشير اېنډ سنز، ناشران و تاجران كتب- چوك اردو بازار- لاهور