یوګونپالنه
یوګونپالنه (مونیزم – monism)، د خلقت په څېر یو جاج ته د یوګونوالي یا جرهتوب (په یوناني: μόνος) نسبت ورکوي. د یوګونپالنې بېلابېلې بڼې نومېرلای شو:
- د لومړیتوب یوګونپالنه بیانوي چې د ټولو موجوداتو د شتون ریښه یوې سرچینې ته رسېږي، چې له هغو سره په توپیر کې پرته ده؛ د بېلګې په توګه: په نوي افلاطونیزم کې، هرڅه له «یِکي یو – The One» څخه اخېستل کېږي. په دغه جاج کې یوازې همغه «یو» د نورو واړو څیزونو لپاره وجودي بنسټ یا لومړیتوب دی.[۱]
- د وجودي یوګونپالنې د څرګندونې لهمخې، په دقیق بیان سره، یوازې یو څیز شتون لري – زموږ نړۍ – چې کېدای شي په مصنوعي او اختیاري توګه ګڼشمېر څیزونو ته ووېشل شي.[۱]
- د جوهر یوګونپالنه ادعا کوي چې، د شته څیزونو بېلابېل ډولونه د یوه واحد واقعیت یا جوهر له لارې بیانېدلای شي. د دغې یوګونپالنې د څرګندونې لهمخې، د جوهر یوازې یوه بڼه شته دې، که څه هم کېدای شي د مادې او ذهن په څېر، ګڼشمېر څیزونه له دغه جوهر څخه رامنځته شوي وي.[۲]
- دوهاړخه یوګونپالنه بیا وایي چې، «ذهني» او «جسمي» اړخونه، د یوه واحد جوهر په هکله لیدلوري یا اړخونه دي.
- بېپلوه یوګونپالنه پر دې باور ده چې، د واقعیت بنسټیز ماهیت نه ذهني او نه هم جسمي دي؛ په بله وینا، «خنثی» دی.
تعریفونه
[سمول]د یوګونپالنې لپاره دوه تعریفونه شتون لري:
- پراخ هراړخیز تعریف: یوه فلسفه یوګونپاله ګڼل کېږي، که چېرې د ټولو موجوداتو د «آر» یووالی پهکې فرض شوی وي؛ ټول موجودات خپلې سرچینې یا آر ته (چې له هغو څخه په توپیر کې واقع شوې) راګرځي. [۱]
- برخیز محدود تعریف: دغه سکالو کې یوازې د «آر» یووالی نه، بلکې د «جوهر» او «وږم» یووالی هم اړین دی.[۱]
که څه هم د «monism» ګړنه، په ذهن–جسم مسأله کې د دریځونو ښودلو په موخه، له لوېدیځې فلسفې څخه اخېستل شوې ده، خو د دیني/مذهبي دود دستورونو بېلګو ښودلو لپاره هم کارول کېږي. په نومهال هندوییزم کې، ادویتا وېدانتا لپاره د «مطلقې یوګونپالنې» ګړنه کارول کېږي.[۳][۴]
تاریخ
[سمول]د «monism» ګړنه لومړی ځل په اتلسمه پېړۍ کې د کریستین وُلف لهخوا د هغه په «منطق» (۱۷۲۸ ز) کتاب کې وکارول شوه، ترڅو د هغو فلسفو ډولونه وټاکلای شي، چې په هغو کې هڅه شوې وه د جسم او ذهن دوهګونوالي لېرې، او ټولې ښکارندې د یوه واحد اصل یا د یوه واحد جوهر د راولاړېدنې په توګه بیان شي.[۵][۶]
په فلسفه کې، د ذهن–جسم مسأله د ذهن او مادې، په تېره بیا د شعور او ماغزو ترمنځ اړیکه څېړل کېږي. یاده مسأله، اوولسمې پېړۍ کې د رِنِه ډیکارت لهخوا مطرح شوه، چې پایله یې د ډیکارتي دوهګونپالنې او همدا راز د مخکې تر ارسطویي فلسفې فیلسوفانو لهخوا، د ابنسینا فلسفې او لومړني اسیایي، په تېره بیا هندي دود دستورونو راپنځېدنه وه.[۷][۸][۹]
نوموړې ګړنه وروسته بیا د هګل او شېلینګ لهخوا د مطلق پېژندنې وړاندې شوې تیوري کې هم پلي شوه. تر هغه وروسته، دغه ګړنه په لا پراخ ډول د یووالي اصل هر ډول فرض کوونکې تیوري لپاره وکارول شوه. د دوهګونپالنې [سیاله] نظریه هم پنځېدلې وه چې کثرتپالنه کې راونغښتل شي. د اورمسون له نظره، د دغې پراخې کارونې پایله دا شوه چې ګړنه «په سیسټماتیک ډول ګونګه» بڼه غوره کړي. [۱۰]
د جاناتان شافر له ژبې، د شلمې پېړۍ په لومړیو کې، د تحلیلي فلسفې د راپنځېدنې له امله (چې د نویو هګلپالونکو پر وړاندې یې پاڅون وکړ)، یوګونپالنې خپل ګرانښت له لاسه ورکړ. روډولف کارنَپ او آلفرېد جولس آیر، چې په کلکه پر اثباتپالنې (پوزتیفیزم) ولاړ وو، «واړه مسأله یې، د یوه نااړوند «عرفان» په توګه، په ملنډو ونیوه».[۱۱]
ذهن–جسم تعامل ته لېوالتیا او د کارتیزیني ذهن–جسم دوهګونپالنې ردېدنه، په ساپوهنې او اړوندو څانګو کې یې، د ذهن–جسم مسأله، د یوګونپالنې نومهالې بڼې په توګه بیا راولاړه شوې ده. یوګونپالنه لا هم د ذهن فلسفې پورې اړوند ده، چې د بېلابېلو دریځونو له لارې یې ننګه کوي.[۱۲][۱۳][۱۴]
ډولونه
[سمول]یوګونپالنه بېلابېل ډولونه لري:[۱۰][۱۵]
- د جوهر یوګونپالنه: هغه لیدلوری دی چې «د جوهرونو څرګند ډېرښت د د یوه واحد جوهر بېلابېل حالتونه یا ښکارندې دي».[۱۰]
- د ځانګړنې یوګونپالنه: هغه لیدلوری دی چې «د جوهرونو شمېر که هر څومره وي، یوه واحد وروستي ډول پورې اړوند دي».[۱۰]
- برخیزه یوګونپالنه: هغه لیدلوری دی چې «په یوه ټاکلي وجودي ډګر کې (که څه هم شمېر یې زیات وي) یوازې یو جوهر شتون لري.[۱۰]
- وجودي یوګونپالنه: هغه لیدلوری دی چې «یوازې یو رښتونی عیني رمز شتون لري (یِکي یو، The One، Τὸ Ἕν، یا The Monad).[۱۶][۱۰]
- د لومړیتوب یوګونپالنه: هغه لیدلوری دی چې «کل پر اجزاوو باندې یې لومړیتوب لري» یا «نړۍ اجزاوې لري، خو اجزاوې یې یوه یوموټي بشپړ کل ته اړوند ټوټې دي».[۱۷]
- د ځانګړتیا یوګونپالنه: هغه لیدلوری دی چې «ټولې ځانګړتیاوې یوه واحد ډول پورې تړاو لري (د بېلګې په توګه: یوازې فزیکي ځانګړتیاوې شتون لري).
- د ډلې/طبقې یوګونپالنه: هغه عقیدتي اصول دي چې «یوه لوړه ډله/طبقه شتون لري؛ د بېلګې په توګه: شتهوالی.[۱۸]
هغه لیدلوري چې له یوګونپالنې سره په توپیر کې راڅرګندېږي:
- مېتافزیکي دوهګونپالنه: ادعا لري چې په پای کې، د خیر او شر په څېر، دوه نهپخلاکېدونکي جوهرونه یا واقعیتونه شتون لري، د بېلګې په توګه: مانیکییزم.[۱]
- مېتافزیکي کثرتپالنه: چې د درې یا لا زیاتشمېر بنسټیزو جوهرونو یا واقعیتونو د شتون ادعا لري.[۱]
- مېتافزیکي اپلتپالنه (نهیلیزم): پورتنۍ هره ډله (جوهرونه، ځانګړتیاوې، عیني موجودات او داسې نور) نفی کوي.[۱]
د ذهن په نومهاله فلسفه کې، یوګونپالنه په درې سترو ډلو وېشلای شو:
- اېډیالېسته ذهنپاله یوګونپالنه: چې باور لري یوازې ذهن یا اروا شتون لري.
- بېپلوه یوګونپالنه: چې باور لري، د څیز یو بنسټیز ډول شتون لري او دواړه ذهني او جسمي حالتونه ورته محدود ګرځولای شو.
- مادي یوګونپالنه: (چې د فزیکالیزم او مادیتپالنې په نوم هم پېژندل کېږي) باور لري چې، مادي نړۍ لومړیتوب لري او شعور، له مادي نړۍ سره د تعامل له لارې رامنځته کېږي.
- حذفي مادیتپالنه: چې باور لري، هرڅه فزیکي دي او ذهني څیز شتون نهلري.
- تقلیلي فزیکالیزم: چې باور لري، ذهني څیز شتون لري او د فزیکي څیز یوه بڼه ده.
ځیني ځانګړي دریځونه په اسانۍ سره پورتنیو ډلو سره جوړ نهراځي، د بېلګې په توګه: کارکړنپالنه، نوستلې یوګونپالنه او غبرګوني یوګونپالنه. سربېره پر دې، نوموړلې ډلې د «واقعیت» معناوې نه تعریفوي.
یوګونپاله فیلسوفان
[سمول]تر سقراط دمخه
[سمول]کله چې د معلوماتو د کمښت له امله په ځینو حالتونو کې د جزییاتو په هکله ډاډ ترلاسه کول ستونزمن برېښي، لاندې «تر سقراط دمخه فیلسوفانو» په یوګونپال ډول فکر کاوه:
- تالیس: اوبه
- انكسیماندروس: اپیرون (چې معنی یې «نامعینه لایتناهي» ده). واقعیت یو څه دی، خو پوهېدلای نهشو چې څه دی.
- مېلټوسمېشته انکسیمنېس: هوا
- هېراکلیتس: بدلون، د اور په واسطه ښودل شوی (لهدې پلوه چې هرڅه په ثابت بهیر کې دي).
- پارمېنيدېس: وجود یا واقعیت یوه نهخوځېدونکې بشپړه کُره ده – نهبدلېدونکې، نهوېشېدونکې.[۱۹]
له سقراط وروسته
[سمول]- د تیانامېشتي اپولونیوس په څېر، نوي فیثاغورث پلویان، د خپلو کیهانپوهنو له لارې پر موناد (یِکي یو) باندې تمرکز وکړ.[۲۰]
- رواقیونو داسې ښودله چې یوازې یو جوهر شتون لري، چې د «خدای» په توګه پېژندل کېږي.
- منځنۍ افلاطونپالنه کې، د نومېنیوس اثرونو په څېر نورو اثرونو پر بنسټ، جاج پر دې دی چې نړۍ له موناد (یِکي یو) څخه سرچینه نیسي.
- نوې افلاطوني فلسفه بیا یوګونپاله ده. پلوتینوس داسې ښودله چې یو لوړ مقام لرونکی خدای شتون لري او په خبرو یې وصف نهشي کېدلای، «The One – یِکي یو»، چې وروستي واقعیتونه هم له هغه څخه پیلېږي. له هغه «یِکي یو» څخه الهي ذهن (Nous)، کیهاني اروا (Psyche) او نړۍ (Cosmos) خپرېږي.
سرچینې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ ۱٫۳ ۱٫۴ ۱٫۵ ۱٫۶ Brugger 1972.
- ↑ Cross او Livingstone 1974.
- ↑ Chande 2000، م. 277.
- ↑ Dasgupta 1992، م. 70.
- ↑ jrank.org, Monism
- ↑ "monism", Columbia Electronic Encyclopedia, 6th Edition. Retrieved 29 October 2014.
- ↑ Robert M. Young (1996). "The mind-body problem". In RC Olby; GN Cantor; JR Christie; MJS Hodges (eds.). Companion to the History of Modern Science (Paperback reprint of Routledge 1990 ed.). Taylor and Francis. pp. 702–11. ISBN 0415145783.
- ↑ Robinson, Howard (Nov 3, 2011). "Dualism". The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Winter 2011 Edition). Ed. Edward N. Zalta.
- ↑ Henrik Lagerlund (2010). "Introduction". In Henrik Lagerlund (ed.). Forming the Mind: Essays on the Internal Senses and the Mind/Body Problem from Avicenna to the Medical Enlightenment (Paperback reprint of 2007 ed.). Springer Science+Business Media. p. 3. ISBN 978-9048175307.
- ↑ ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ ۱۰٫۳ ۱۰٫۴ ۱۰٫۵ Urmson 1991، م. 297.
- ↑ Schaffer 2010.
- ↑ McLaughlin 2009.
- ↑ Mandik 2010.
- ↑ Fiske 2010، م. 195-196.
- ↑ Schaffer, Jonathan, Monism: The Priority of the Whole, http://www.jonathanschaffer.org/monism.pdf
- ↑ Schaffer, Jonathan, "Monism", The Stanford Encyclopedia of Philosophy (Summer 2015 Edition), Edward N. Zalta (ed.), URL=http://plato.stanford.edu/archives/sum2015/entries/monism/
- ↑ Schaffer, Jonathan, Monism: The Priority of the Whole, http://www.jonathanschaffer.org/monism.pdf
- ↑ Schaffer, Jonathan, Monism: The Priority of the Whole, http://www.jonathanschaffer.org/monism.pdf
- ↑ Abernethy او Langford، مم. 8,9.
- ↑ Abernethy او Langford، مم. 1–7.