Jump to content

کوټه (ښار)

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کوټه
کوئټه
Quetta City in evening
Quetta City in evening
Quetta City in evening

Map
کورډېناټونه: ۳۰°۱۱′۳۱″شمال ۶۷°۰۰′۲۵″ختیځ / 30.192°شمال 67.007°ختيځ / 30.192; 67.007   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د رامنځته کېدو نېټه ۱۸۷۶  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هېواد پاکستان
صوبه بلوچستان
ښار کوټه ولسوالۍ
خپلواکه قصبې 2
پلازمینه د:
حکومت
 • ډول ښار
 • مېر کليم الله کاکړ[۱]
 • کمشنر کامبر دشتي
 • دوېم کمشنر عبدالطيف کاکړ
پراخوالی
 • پراخوالی ۲٬۶۵۳ کلوميټر٢ (۱٬۰۲۴ میله  مربع)
لوړوالی 1680 متر   د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (2010)
 • ټولټال ۲۵۲٬۴۱۰
وروستي مالومات
سيمه ييز د زنګ کوډ +9281
جيو کوډ 1167528[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کوټه
کوټه

}} کوټه چي د شالکوټ په نامه هم ياد سوی دی، د اوسني پاکستان یو ښار دی چې د بلوچستان ايالت پلازمېنه (مرکز) گڼل کېږي. دا ښار د بلوچستان ايالت تر ټولو ستر ښار دی چې د حکومت معلوماتو سره سم ۵۶۵۱۳۷ وگړي لري، او له سمندر څخه (۵۵۱۰) فوټه لوړ دی.

پېښلیک

د تاریخپوهانو په وینا کوټه د ساسانیانو سلطنت په دوره کي رامنځ ته سوې ده، چي د لرغوني افغانستان یوه برخه ګڼل کیږي. دغه ښار په ۷مه زیږدیزه پیړۍ کي د افغان واکمن سلطان محمود غزنوي له لوري فتحه او د اسلامي نړۍ یوه برخه وګرځېدل. ورپسې کله چي په هندوستان کي د مغولو سلطنت واک په لاس کي واخیستی، کوټه ددوی د واکمنۍ یوه مهمه ستراتیژیکه سیمه وګرځېدل.

په 1709 زیږدیز کال کي کله چي افغانانو د هوتکي واکمنۍ په دوران کي صفوي یرغلګر مات او خپلواکي یې واخیستل، کوټه بیرته د افغانستان یوه برخه سول او د درانیانو د واکمنۍ پر مهال په 1747 کي په رسمي ډول د افغانستان یو ښار وګرځېدی. د دراني واکمنۍ تر کاواکه کېدو وروسته د انګرېزانو له لوري پر افغانستان د یرغل په پایله کي کوټه د جګړې په لمړيو کرښو کي واقع او د بریتانوي هند په لاس کښېوتل.

په 1876 کال کي کوټه د انگریزي لښکر له خوا سقوط او په ښار کې یې یوه لويه پوځي چاوڼۍ جوړه کړه. پر 1935 کال کي دغه ښار د زلزلې له امله ویجاړ سو، چي د مالوماتو سره سم ۴۰۰۰۰ تنه پکښي مړه سول. په 1947 کال کي کوټه ښار د بلوچستان ایالت مرکز او د ډیورنډ د نامنل سوي تړون په پایله کي پاکستان ته وسپارل سو، چي تر ننه هم د پاکستان په لاس کي دی.

  1. Deadlock ends "PkMAP candidate nominated for Quetta mayor" تحقق من قيمة |url= (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. پیوستون : 1167528  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported