Jump to content

وايکينګز (وايکينګيان)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

وايکنګز (وايکينګيان يا وايکنګ نسل يا خلک) يو نوی (معاصر) نوم دی چې په سمندر کې سفر کونکو خلکو ته ورکړل شوی، کوم خلک چې په اصل کې د سکينډينيويا (اوسنی ډنمارک، ناروی او سويډن) سره اړيکه لري، کومو چې د اتمې پېړۍ له وروستيو څخه د يوولسمې پېړۍ تر وروستيو پورې بريدونه وکړل، غلاوې يې وکړې، سوداګري يې وکړه، او د اروپا په ټولو برخو کې مېشت شول. دوی په مديترانه، شمالي افريقا، وولګا بلغاريا، منځني ختيځ او شمالي امريکا پورې سفرونه وکړل. د دوی په اصلي هېوادونو کې، او په ځینو هغو هېوادونو کې چې دوی تر بريد لاندې ونیول او هلته مېشت شول، دا پړاو عموماً د وايکنګ عصر په توګه پېژندل کېږي، او د وايکنګ "Viking" په ټکي کې عموماً د سکينډينيويايي ټاټوبو اوسېدونکي هم شامل دي. وايکينګيانو په سکينډينيويا، برتانوي ټاپوګانو، فرانسې، ايستونيا او کيوفان روس د ابتدايي منځنيو پېړيو په تاريخ ژور اغېز درلودلی دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

ماهرو ماڼوګانو او د سترو بېړيو چلونکي د ځانګړتيا لرونکو په سمندر کې سفر کونکو واکينګيانو په برتانوي ټاپوګانو، د فيرو په ټاپوګانو، ايسلينډ، ګرينلینډ، نارمنډي او بالتيک ساحل تر څنګ د اوسنۍ روسيې، بيلاروس او يوکراين، د ډنيپر او وولګا سوداګريزو لارو په اوږدو کې د نورس کلي او دولتونه جوړ کړل، چېرته چې دوی د Varangians په نوم هم پېژندل کېدل. له دې نورس مستعمرو څخه نارمن، نورس ګيلز، د روس خلک، فيرويز او ايسلينډيان هم راڅرګند شول. په يوه نقطه کې، د «روس وايکينګانو» يوه ډله د سويل پر لور هومره لېرې ولاړه، چې د بيزانس سترواک د ساتلونکو له ګرځېدو وروسته، دوی د بيزانس په ښار قسطنطنيه بريد وکړ. وايکينګانو همدا راز ايران او عربو ته هم سفر وکړ. دوی لومړي اروپايان وو چې شمالي امريکا ته ورسېدل، د لنډې مودې لپاره په «نيوفاينډلينډ» (ون لينډ) کې مېشت شول. په داسې حال کې چې نورس کلتور يې بهرنيو سيمو ته خپرولو، دوی په ورته وخت کې کورني مريان، وينځې او سکينډينيويا ته د بهرني کلتور اغېز راوړ، چې د دواړو په جنياتي او تاریخي پرمختګ يې اغېز پرېښود. د وايکينګ په عصر کې، د «نورس» اصلي سيمې په کرار کرار له کوچنيو پاچايو څخه په درې سترو پاچاييو کې سره يوځای شوې چې هغه: ډنمارک، ناروی او سويډن دي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

وايکينګيانو په پخوانۍ «نورس» ژبه خبرې او په «رونس» کې يې لیکنې کولې. د اوږدې مودې لپاره دوی د پخواني «نورس» مذهب پيروي کوله، خو وروسته مسيحيان شول. وايکينګيانو خپل قوانين، هنر او معماري درلوده. ډيری وايکينګيان همدا راز کروندګر، کب نيونکي، کاريګر او سوداګر وو. د وايکنګيانو مشهور تصورات ډېر ځله د «نورس» د خلکو له پېچلي، پرمختللي، نوي تمدن څخه په سختۍ سره مختلف وي، کوم چې له لرغونو اثارو او تاریخي سرچينو څخه څرګندېږي. په اتلسمه پېړۍ کې د وحشي شريفانو په توګه د وايکينګيانو يو خيالي انځور په راڅرګندېدو شو؛ دا د نولسمې پېړۍ د وايکينګ د بيا احياء پر مهال چمتو او په پراخه پيمانه خپور شو. د وايکينګيانو په اړه د توند، سمندري شوکمارو يا زړورو له خطرونو سره مخ کېدونکو په توګه منل شوي اندونه، د هغې نوې وايکينګ افسانې د ضد او نقيض ډولونو پوروړي دي، چې د شلمې پېړۍ په لومړيو کې جوړ شوي دي. د وايکينګ اوسني مشهور انځورونه عموماً په کلتوري کليشو ولاړ دي، کوم چې د وايکینګ د مېراث نوی تعريف پېچلی ګرځوی. دا انځورونه په ډېرو کمو مواردو کې کره وي – د بېلګې په ډول، داسې هېڅ شواهد نه شته چې دوی د ښکر لرونکې خولۍ په سر کوله، د پوښاک يو عنصر، چې په لومړي ځل په «ويګنيرين» سندريزه ننداره (ډرامه) کې راڅرګند شوی و.[۱۵][۱۶]

د نوم رېښه پېژندنه

[سمول]

د وايکنګ "Viking" لپاره درې اړين عناصر دا دي: اصلي معنا او اشتقاق، يا د نوم رېښې، په منځنيو پېړيو کې د هغې استعمال، او د اوسنۍ عصري زمانې استعمال. د ليکوالانو په باور دا درې عناصر په مشهور او علمي بحث کې ډېر ځله سره ګډوډ کېږي. همداراز، د دې ټکي د رېښو په اړه ډېر بحثونه شوي دي، په کومو کې چې د ټکي د اصل ډېرې تيوريانې (نظريې/فرضيې) وړاندېز شوي دي.[۱۷][۱۸]

اصلي معنا او د وايکينګ ټکي اشتقاق

[سمول]

يو اند دا دی چې دا ټکی د پخوانۍ انګليسي ژبې له «wicing» او زړې «فرانزي» ژبې له «wizing» ټکي څخه اخيستل شوی دی، چې دا شا اوخوا درې سوه کاله پخواني دي، او شونې ده چې له «wic» څخه اخيستل شوی وي، چې د لاتيني «vicus» (کلی، استوګنځای) څخه اخيستل شوی ټکی دی. بله تر کمه بريده منل شوې نظریه دا ده چې د víking ټکی د ښځينه vík ټکي څخه اخيستل شوی دی، چې معنا يې ده " وياله، مدخل، کوچنی خليج".[۱۹][۲۰]

دا هم وړانديز شوې ده چې شونې ده د وايکينګ ټکی د ناروی د تاریخي ولسوالۍ Víkin له نوم څخه اخيستل شوی وي، چې معنا يې ده "د ويکين يو شخص"، خو په زړو «نورس» متنونو کې، د Víkin سيمې اوسېدونکو ته، وايکينګ نه، بلکې víkverir (د Vík اوسېدونکي) ويل کېدل. دا تشریح یوازې مذکر ګرامري جنس (víkingr) تشریح کولای شي، نه د هغې ښځینه بڼه (víking)؛ په بل ډول دا ټکی د نارينه (مذکر) په پرتله له ښځينه (مؤنث) ټکي څخه په اسانۍ سره اخيستل کېدای شي.[۲۱][۲۲][۲۳]

د دې نوم يو بل اصل چې د يوويشتمې پېړۍ په لومړيو کې يې ملاتړ تر لاسه کړ، د وايکينګ ټکی له هماغه اصل څخه بولي څه ډول چې پخوانۍ نورس «vika, f» ده يعنې "سمندري ميل"، (ميل د واټن واحد) په اصل کې يې معنا ده د بېړۍ چلونکو د دوه دورو تر منځ واټن، چې دا له weik يا wîk څخه اخيستل شوی دی، څه ډول چې په پروټو-جرماني فعل wîkan کې لېدل کېږي، يعنې شاتګ کول. د «Bernard Mees» په وينا، دا د ابتدايي «نورډيکي» فعل wikan څخه اخيستل شوی دی، چې معنا يې ده ګرځېدل، لکه چې په پخوانۍ ايسلينډي کې víkja (ýkva, víkva) دي، او معنا يې ده حرکت کول، تاوېدل، دا په سمندري استعمال کې ښه تاييد شوی ټکی دی. دا اند له لغوي اړخه ښه تاييد شوی دی، او په اغلب ګومان دا د شمال لوېديځې اروپا د الماني اوسېدونکو له خوا د سمندري بېړۍ د استعمال لپاره مخکې کارول شوی ټکی دی، ځکه چې پخواني «فريزايي» ليکل Witsing یا Wīsing بڼې څخه داسې معلومیږي چې د دې ټکي تلفظ په تالو کې د «کی» K له ټکې سره کېدو، او په همدې بنسټ په پنځمه پېړۍ، يا له هغې څخه مخکې (په لوېديځه څانګه کې) په تالو کې د دې ټکي له اداء کېدو مخکې، په شمال لوېديځ المان کې د دې ټکي د شتون ټولې شونتياوې موجودې وې.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

شونې ده چې پخوانۍ «نورس» ښځینه ټکی víking (لکه په fara í víking محاوره کې) په بنسټيز ډول يو اوږد سمندري سفر وي، چې د بدلېدونکو ماڼوګانو ځانګړتیا لري او víkingr (چې نارينه جنس دی)، به په اصل کې د دا ډول سمندري سفر ګډونوال وو. په دې حالت کې، د دې تر شا داسې برېښي چې ستړی شوی جالوان (ماڼو) به د کښتۍ چلولو له ځايه لېرې کېدو او دمه جالوان (ماڼو) به هغه ته ارام ورکاوه. د دې مطلب دا دی چې د وایکينګ ټکی په اصل کې د سکینډينيويايي سمندري مسافرو سره نه و تړلی، بلکې هغه مهال يې دا معنا خپله کړه، کله چې سکينډينيويايانو په سيندونو تسلط پيل کړ. ان تر دې چې اړينه نه ده د vikingr ټکی دی له ځانه سره منفي غږ ولري، او نه دا چې د تل لپاره دې له تشدد سره وتړل شي، او يوازې له تېر وايکينګ عصر څخه وروسته زمانه کې له دې ټکي سره منفي ټکي نښلول شوي دي.[۳۲][۳۳]

د منځنيو پېړيو استعمال

[سمول]

په منځنيو پېړيو کې د وايکينګ ټکي معنا وه سکينډينيويايي سمندري شوکمار يا بريدګر.[۳۴][۳۵][۳۶]

انګليسي

[سمول]

په انګليسي سرچينو کې د wicing تر ټولو لومړۍ يادونه د «Épinal-Erfurt» قاموس کې شوې، د کوم تاریخ چې شا اوخوا 700 ته رسېږي. دې قاموس کې د wicing ټکي لاتيني ژباړه د piraticum په بڼه شوې، يا په نوې انګليسي کې د سمندري غلو په ډول شوې ده. په داسې حال کې چې په انګلستان کې د وايکينګ بريدګرو لومړی بريد نږدې دري نوي کاله وروسته په «لنډيسفارن» کې تر سره شو. په زړه انګليسي ژبه کې، د wicing ټکی د Widsith  په نوم په انګلو-سيکسن شعر کې راڅرګند شوی دی، غالباً له نهمې پېړۍ څخه دی. په دې ټکي سره يو توکم (قوم) ته اشاره کول نه بلل کېدل، په داسې حال چې د Norþmenn (شمالي سړی) او Dene (ډينيس) ټکي قوم ته د اشارې لپاره کارېدل. د «ايسر» په لاتيني اثر کې چې د «The Life of King Alfred» په نوم دی، په «ډينس» ټکي سره مشرکانو (بوت پرستانو) ته اشاره کېده؛ تاریخ پوه «جينیټ نيلسن» ادعا کړې چې «پګني» د دې ټکي د معياري ژباړې پر مهال په وايکينګز بدل شو، په هر حال داسې روښانه شواهد شته چې دا ټکی د «ډينس» د مترادف په توګه کارول کېدو، په داسې حال کې چې «ايرک کرسټينسن» له دې څخه انکار کوي چې دا يوه ناسمه ژباړه ده او د خپرونکي په ټينګار سره شوې ده. د wicing ټکی د منځنيو پېړيو په کوم خوندي انګليسي متن کې نه موندل کېږي. [۳۷][۳۸][۳۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Margaryan, Ashot (September 2020). "Population genomics of the Viking world". Nature. 585 (7825): 390–396. Bibcode:2020Natur.585..390M. doi:10.1038/s41586-020-2688-8. PMID 32939067. S2CID 221769227. Archived from the original on 26 March 2021. نه اخيستل شوی 21 January 2021.
  2. Mawer, Allen (1913). The Vikings. Cambridge University Press. p. 1. ISBN 095173394X. The term 'Viking'... came to be used more especially of those warriors who left their homes in Scandinavia and made raids on the chief European countries. This is the narrow, and technically the only correct use of the term 'Viking,' but in such expressions as 'Viking civilisation,' 'the Viking age,' 'the Viking movement,' 'Viking influence,' the word has come to have a wider significance and is used as a concise and convenient term for describing the whole of the civilisation, activity and influence of the Scandinavian peoples, at a particular period in their history, and to apply the term 'Viking' in its narrower sense to these movements would be as misleading as to write an account of the age of Elizabeth and label it 'The Buccaneers.' Holman, Catherine (2003). Historical Dictionary of the Vikings. Scarecrow Press. p. 1. ISBN 0810865890. Viking is not merely another way of referring to a medieval Scandinavian. Technically, the word has a more specific meaning, and it was used (only infrequently by contemporaries of the Vikings) to refer to those Scandinavians, usually men, who attacked their contemporaries... Simpson, Jacqueline (1980). The Viking World. Batsford. p. 9. ISBN 0713407778. Archived from the original on 14 April 2023. نه اخيستل شوی 15 September 2019. Strictly speaking, therefore, the term Viking should only be applied to men actually engaged in these violent pursuits, and not to every contemporary Scandinavian... Davies, Norman (1999). The Isles: A History. Oxford University Press. ISBN 9780198030737. The Viking appellation... refers to an activity, not to an ethnic group
  3. Campbell, Alistair (1973). "Viking". Encyclopaedia Britannica. Vol. 23. Encyclopaedia Britannica. p. 11. ISBN 0852291736. Archived from the original on 14 April 2023. نه اخيستل شوی 8 June 2020. The term "Viking" is applied today to Scandinavians who left their homes intent on raiding or conquest, and their descendants, during a period extending roughly from 800 to 1050 CE. Mawer, Allen (1922). "The Vikings". In Bury, J. B. (ed.). The Cambridge Medieval History. Vol. 3. Cambridge University Press. p. 309. Archived from the original on 14 April 2023. نه اخيستل شوی 8 June 2020. The term Viking... is now commonly applied to those Norsemen, Danes and Swedes who harried Europe from the eighth to the eleventh centuries... "Viking". The Concise Oxford Dictionary of Archaeology (2 ed.). Oxford University Press. 2009. ISBN 9780191727139. Archived from the original on 23 May 2020. نه اخيستل شوی 3 January 2020. Viking... Scandinavian words used to describe the seafaring raiders from Norway, Sweden, and Denmark who ravaged the coasts of Europe from about 800 ad onwards. Crowcroft, Robert; Cannon, John, eds. (2015). "Viking". The Oxford Companion to British History (2 ed.). Oxford University Press. ISBN 9780191757150. Archived from the original on 23 May 2020. نه اخيستل شوی 3 January 2020. Viking is an Old Norse term, of disputed derivation, which only came into common usage in the 19th cent. to describe peoples of Scandinavian origin who, as raiders, settlers, and traders, had major and long-lasting effects on northern Europe and the Atlantic seaboards between the late 8th and 11th cents.
  4. Oxford Dictionaries (2011). Concise Oxford English Dictionary. OUP Oxford. p. 1612. ISBN 978-0199601103. Archived from the original on 14 April 2023. نه اخيستل شوی 15 September 2019. Vikings: Any of the Scandinavian seafaring pirates and traders who raided and settled in many parts of NW Europe in the 8th–11th centuries... Random House Unabridged Dictionary (2019). "Vikings". Dictionary.com. Random House. Archived from the original on 12 December 2019. نه اخيستل شوی 12 December 2019. Viking... Any of the Scandinavian pirates who plundered the coasts of Europe from the 8th to 10th centuries COBUILD Advanced English Dictionary. "Viking". Collins Online Dictionary. HarperCollins. Archived from the original on 7 October 2019. نه اخيستل شوی 12 December 2019. The Vikings were people who sailed from Scandinavia and attacked villages in most parts of north-western Europe from the 8th to the 11th centuries Collins English Dictionary. "Viking". Collins Online Dictionary. HarperCollins. Archived from the original on 7 October 2019. نه اخيستل شوی 12 December 2019. Viking... [A]ny of the Danes, Norwegians, and Swedes who raided by sea most of N and W Europe from the 8th to the 11th centuries, later often settling, as in parts of Britain. Webster's New World Dictionary, 4th Edition (2010). "Viking". Collins Online Dictionary. Houghton Mifflin Harcourt. Archived from the original on 7 October 2019. نه اخيستل شوی 12 December 2019. Viking... [A]ny of the Scandinavian sea rovers and pirates who ravaged the coasts of Europe from the 8th to the 10th cent. Cambridge Advanced Learner's Dictionary & Thesaurus. "Viking". Cambridge Dictionary. Cambridge University Press. Archived from the original on 6 May 2019. نه اخيستل شوی 12 December 2019. Viking... [A] person belonging to a race of Scandinavian people who travelled by sea and attacked parts of northern and southern Europe between the 8th and 11th centuries, often staying to live.
  5. "Viking". Encyclopædia Britannica, Inc. Archived from the original on 5 May 2019. نه اخيستل شوی 30 September 2018. Viking, also called Norseman or Northman, member of the Scandinavian seafaring warriors who raided and colonized wide areas of Europe from the 9th to the 11th century and whose disruptive influence profoundly affected European history. These pagan Danish, Norwegian, and Swedish warriors were...
  6. Linton, Michael I. A.; Nokkentved, Christian. "Denmark: The Viking Era". Encyclopædia Britannica, Inc. Archived from the original on 30 September 2018. نه اخيستل شوی 30 September 2018. Viking society, which had developed by the 9th century, included the peoples that lived in what are now Denmark, Norway, Sweden, and, from the 10th century, Iceland
  7. Roesdahl, pp. 9–22.
  8. Brink 2008
  9. Archaeologists find evidence of Vikings' presence in Belarus Archived 15 July 2018 at the Wayback Machine.. Lepel Regional Executive Committee.
  10. Ancient Ukraine: Did Swedish Vikings really found Kyiv Rus? Archived 15 July 2018 at the Wayback Machine. Business Ukraine.
  11. Klein, Christopher (19 October 2018). "Globetrotting Vikings: The Quest for Constantinople". HISTORY (په انګليسي). Archived from the original on 21 October 2022. نه اخيستل شوی 20 October 2022.
  12. Logan, Donald F. (1992). The Vikings in History. ISBN 0-415-08396-6.
  13. Batey, Colleen E.; Graham-Campbell, James (1994). Cultural Atlas of the Viking World. New York: Facts on File. p. 184. ISBN 9780816030040.
  14. Margaryan, Ashot; Lawson, Daniel J.; Sikora, Martin; Racimo, Fernando; Rasmussen, Simon; Moltke, Ida; Cassidy, Lara M.; Jørsboe, Emil; Ingason, Andrés; Pedersen, Mikkel W.; Korneliussen, Thorfinn (September 2020). "Population genomics of the Viking world". Nature (په انګليسي). 585 (7825): 390–396. Bibcode:2020Natur.585..390M. doi:10.1038/s41586-020-2688-8. hdl:10852/83989. ISSN 1476-4687. PMID 32939067. S2CID 221769227. Archived from the original on 26 March 2021. نه اخيستل شوی 21 January 2021.
  15. Wawn 2000
  16. Johnni Langer, "The origins of the imaginary viking", Viking Heritage Magazine, Gotland University/Centre for Baltic Studies. Visby (Sweden), n. 4, 2002.
  17. Jesch 2015، مم. 4–5.
  18. Lapidge او نور 2001، م. 460-461.
  19. Brink, Stefan (2008). "Who Were the Vikings: The Word 'Viking'". In Brink, Stefan; Price, Neil (eds.). The Viking World. Routledge. p. 6. ISBN 978-1-134-31826-1. Archived from the original on 30 January 2023. نه اخيستل شوی 30 January 2023.
  20. The Syntax of Old Norseby Jan Terje Faarlund; p. 25 ISBN 0-19-927110-0; The Principles of English Etymology By Walter W. Skeat, published in 1892, defined Viking: better Wiking, Icel. Viking-r, O. Icel. *Viking-r, a creek-dweller; from Icel. vik, O. Icel. *wik, a creek, bay, with suffix -uig-r, belonging to Principles of English Etymology By Walter W. Skeat; Clarendon press; p. 479 "آرشیف کاپي". نه اخيستل شوی 26 July 2023. {{cite web}}: Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)ساتل CS1: url-status (link)
  21. Eldar Heide (2005). "Víking – 'rower shifting'? An etymological contribution" (PDF). Arkiv för Nordisk Filologi. 120: 41–54. Archived from the original (PDF) on 14 July 2014. نه اخيستل شوی 20 April 2015.
  22. Walter W. Skeat: Principles of English Etymology Clarendon press, p. 479
  23. Kvilhaug, Maria. "The Tribe that Gave Vikings Their Name?". Freya. Archived from the original on 14 March 2015. نه اخيستل شوی 17 March 2015.
  24. Eldar Heide (2008). "Viking, week, and Widsith. A reply to Harald Bjorvand". Centre of Medieval Studies (University of Bergen). Arkiv för Nordisk Filologi. 123: 23–28. Archived from the original on 14 August 2021. نه اخيستل شوی 20 April 2015.
  25. Anatoly Liberman (15 July 2009). "What Did The Vikings Do Before They Began to Play Football?". Archived from the original on 4 March 2016. نه اخيستل شوی 13 January 2016.
  26. Bernard Mees (2012). "Taking Turns: linguistic economy and the name of the Vikings". Royal Melbourne Institute of Technology (RMIT). Arkiv för Nordisk Filologi. 127: 5–12. Archived from the original on 30 January 2023. نه اخيستل شوی 20 April 2015.
  27. Eldar Heide (2005). "Víking – 'rower shifting'? An etymological contribution" (PDF). Arkiv för Nordisk Filologi. 120: 41–54. Archived from the original (PDF) on 14 July 2014. نه اخيستل شوی 20 April 2015.
  28. Bernard Mees (2012). "Taking Turns: linguistic economy and the name of the Vikings". Royal Melbourne Institute of Technology (RMIT). Arkiv för Nordisk Filologi. 127: 5–12. Archived from the original on 30 January 2023. نه اخيستل شوی 20 April 2015.
  29. Eldar Heide (2005). "Víking – 'rower shifting'? An etymological contribution" (PDF). Arkiv för Nordisk Filologi. 120: 41–54. Archived from the original (PDF) on 14 July 2014. نه اخيستل شوی 20 April 2015.
  30. Bernard Mees (2012). "Taking Turns: linguistic economy and the name of the Vikings". Royal Melbourne Institute of Technology (RMIT). Arkiv för Nordisk Filologi. 127: 5–12. Archived from the original on 30 January 2023. نه اخيستل شوی 20 April 2015.
  31. Boutkan, Dirk; Siebinga, Sloerd Michiel (2000). Old Frisian Etymological Dictionary. Leiden: Brill. pp. 291, 454. ISBN 90-04-14531-1.
  32. Price, Neil (25 August 2020). "Content found in 'Introduction'". The Children of Ash and Elm: A History of the Vikings (په انګليسي). Penguin Books Limited. ISBN 978-0-241-28399-8. Archived from the original on 30 January 2023. نه اخيستل شوی 3 October 2022.
  33. Eldar Heide (2008). "Viking, week, and Widsith. A reply to Harald Bjorvand". Centre of Medieval Studies (University of Bergen). Arkiv för Nordisk Filologi. 123: 23–28. Archived from the original on 14 August 2021. نه اخيستل شوی 20 April 2015.
  34. Stafford, P. (2009). A companion to the Early Middle Ages. Wiley/Blackwell Publisher, chapter 13.
  35. Hødnebø, Finn (1987). "Who Were the First Vikings?". In Knirk, James E. (ed.). Proceedings of the Tenth Viking Congress: Larkollen, Norway, 1985. Universitetets oldsaksamling. p. 46. ISBN 978-82-7181-062-7. Archived from the original on 1 February 2023. نه اخيستل شوی 1 February 2023.
  36. Bjorvand, Harald (2000). Våre arveord: etymologisk ordbok. Oslo: Instituttet for sammenlignende kulturforskning (Institute for Comparative Research in Human Culture). p. 1051. ISBN 8270993190.
  37. Gretsch. The Cambridge Companion to Old English Literature. p. 278
  38. Sauer, Hans (2008). "How Anglo-Saxon Glossators Adapted Latin words and their world". The Journal of Medieval Latin. 18: 437–468. doi:10.1484/J.JML.3.26. JSTOR 45020116.
  39. Frantzen, Allen J. (2012). Anglo-Saxon Keywords. John Wiley & Sons. p. 275. ISBN 978-1-118-25560-5. Archived from the original on 12 February 2023. نه اخيستل شوی 9 February 2023.