نفرتيتي
اوږده ليکنه |
---|
نفرتيتي ( ۱۳۷۰ م.ز. - ۱۳۳۰ م.ز.) (مصري ژبه Nfr.t-jy.tj) د لرغوني مصر د پاچا څلورم امېنهوتېپ (Amenhotep IV) (Akhenaten)چې وروسته ېې خپل نوم په آخناتون واړاؤه او ۱۷ کاله ېې د دغه ۱۳۳۶ م.ز. شاوخوا کې سلطنت پرمخ بووه ملکه ېې وه . دنفرتيتي د نوم مانا ( ښکلا راغله ) ده . د نفرتیتي د شالید او شتمني په هکله ډېر مالومات نشته ، يوازې داسې گڼل کېږي چې نفرتیتي د هغه وخت د يوه لوړپوړي پوځي بولندوی لور وه . نفرتيتي ډېر ستايننومان درلودل له هغو ځينې پدې ډول دي ؛ له آره شهزادگۍ (iryt-p`t) ، د لوړو ستاینو مېرمن (wrt-hzwt) ، د لوړشان و شوکت مېرمن (nbt-im3t) ، د مينې خواږه (bnrt-mrwt) ، د دوه هېوادونومېرمن (nbt-t3wy) ، د ځانگړي باچا لور ، د هغې ميين (hmt-niswt-‘3t meryt.f) ، د لوی باچا لور ، د هغې میین (hmt-niswt-wrt meryt.f) ، د ټولو مېرمنو مېرمن (hnwt-hmwt-nbwt) ،او د لر او بر مصر لاسبرې مېرمن (nwt-Shm’w-mhw). د دې شهرت د همدې پژۍ له خوا پلاس راغی . همدا نيمه پژۍ د برلين په نيوس موزيم کې ښي اړخ ته پرته ده . دغه پژۍ د لرغوني مصر تر ټولو ډېره کاپي شوی اثر بلل کېږي. دغه پژۍ ېې د مشهوره پژۍ جوړوونکي تټموس کار بللی دی . او همدا پژۍ ېې د هغه په پژۍ کار ځای کې موندلې وه . ځينې څېړونکي په دې اند دي چې نفرتيتي د خپل د خاوند د مړينې څخه وروسته مخکې لدې چې يوولسم فرعون التوت عنخامون ېې لوړه واوري د مصر حاکمه د فرعوننفرتيتي تر نوم لاندې پاتې شوې وه . خو دا اند بیا هم د کتنې او څېړنې لاندې دی . |