Jump to content

فرانسېسکو ډېل روزاریو سانچز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

فرانسېسکو ډېل روزاریو سانچز (زوکړه: د ۱۸۱۷ زکال د مارچ ۹مه – مړینه: د ۱۸۶۱ زکال د جولای ۴مه نېټه) ډومنیکني انقلابي، سیاستوال او د ډومنیکن د جمهوریت پخوانی ولسمشر و. ډومنیکني وګړي نوموړی له خوان پابلو ډوآرټه وروسته او له ماتیاس رامون مېلا وړاندې د ډومنیکن د خپلواکۍ د جګړې دویم مخکښ رهبر بولي. نوموړی چې په پراخه کچه د ډومنیکن د جمهوریت یو له بنسټګرو پلارانو او د دغه هېواد د دریو شهیدانو څخه یو بلل کیږي د دغه هېواد د ملي اتل په توګه یې ستاینه کیږي. سربېره پر دې د ډوآرټه، سانچز او مېلا د ویاړلی نښان د نامه یوه برخه جوړوي.

سانچز د ډوآرټه له تبعید کېدو وروسته د خپلواکۍ د خوځښت مشري پر غاړه واخیسته، په داسې حال کې چې له ډوآرټه او د هغه د کورنۍ له غړو سره یې هم مکاتبې ته دوام ورکړ. د سانچز د مشرۍ پر مهال ډومنیکني وګړو وکولای شول د هایتي حکومت راوپرځوي او د ۱۸۴۴ زکال د فبروري په ۲۷ مه نېټه خپلواکي اعلان کړي. له هایتي څخه له جلا کېدو وروسته سانچز وړاندې له دې چې د خوځښت مشري پرېږدي د ډومنیکن د جمهوریت د لنډ مهالي ولسمشر په توګه یې دنده ترسره کړه.

ورته مهال د یو خپلواک هېواد اړوند د هغه لیدلوري په کور دننه د یو شمېر هغو کسانو له شدیدو نیوکو سره مخ شول چې احساس یې کاوه د دغه نوي هېواد خپلواکي یوازې یوه لنډ مهالې بریا ده. ده د وطن پالونکو نظریاتو د لرلو له امله د خپلو نورو همکارانو په څېر د دغو سیاسي مبارزو په سر کې ځای درلود. د هغه اصلي سیاسي سیال له پوځي جنرال پدرو سانتانا پرته بل څوک نه و. د یوه وطن پالونکي په توګه د هغه ځایګی لامل وګرځېد په راتلونکي کې له سختو شرایطو سره مخ شي؛ په دغو کې بندي کېدل، له ملکیتونو محرومیت، له ټول کارابین څخه تبعید او تر ټولو ناوړه یې هم د هغه د ملګرو وژنه شاملېږي.

په ۱۸۶۱ زکال کې د هغه تر ټولو لویه ویره چې جمهوریت به پای ته ورسېږي په واقعیت بدله شوه، ځکه چې د سانتانا په مشرۍ الحاق پلوې ډلې هوکړه وکړه د ډومنیکن جمهوریت یوځل بیا استعماري حالت ته وګرځوي. سانچز د وخت له ضایع کولو پرته په بیړې سره خپل هېواد ته راوګرځېد څو دغه پرېکړه وننګوي، خو هغو کسانو ورته دام اېښی و چې ګویا ده ته یې لاس ورکړی و؛ همدا و چې نوموړی د ۱۸۶۱ زکال د جولای په ۴مه نېټه په ډېر ناوړه حالت کې ووژل شو. د ده مړینې په ملي کچه په دغه ټاپو کې عامه غصه راوپاروله او د خپلواکۍ لپاره یې د بیاځلي مبارزې د نوې دورې پیل ټکی کېښود چې بالاخره په ۱۸۶۵ زکال کې بېرته ترلاسه شوه.

واک ته رسېدل

[سمول]

په لا ټریناټاریا کې استخدام

[سمول]

یوه ورځ هغه مهال چې نوموړی د فلسفې په ټولګي کې ناست و، د خوان پابلو ډوآرټه په نامه د هغه یو ټولګیوال یې خواته نږدې او ډیر ژر د ده له ځیرکتیا څخه اغېزمن شو. ډوآرټه په ۱۸۳۸ زکال کې د لاټریناټاریا په نامه ملت پاله پټ سازمان تاسیس کړ، موخه یې هم دا وه چې د ډومنیکن خلکو ته آزادي ترلاسه کړي؛ کوم چې له مودو راهیسې د هایتي تر حاکمیت لاندې په ظلم کې وو. د دغه خوځښت موخه نه یوازې په سانتو ډومینګو باندې د هایتي د واکمنۍ راپرځول و، بلکې غوښتل یې د یو بهرني ځواک له ملاتړ لرلو پرته خپلواک هېواد ولري. ډوآرټه د سانچز په لیدو دی په دغه ډله کې د غړیتوب په موخه غوره نوماند وموند او د ده د استخدام اړوند یې نور هېڅ فکر ونکړ. سانچز د یو ځوان په توګه متحده ایالاتو او اروپا ته سفرونه وکړل. د هغه لیدلوری په معمول ډول د روڼ آندۍ د دورې جمهوريت غوښتنه وه.  

د سانچز له استخدام څخه لا ډېر وخت نه و تېر چې د خپلو شدیدو هڅو او پیاوړې ارادې پرمټ یې له نورو توپیر وموند. هغه په تدریجي ډول په دغه سازمان کې مخته ولاړ او د دغه سازمان د موخو لپاره د ورځنیو چارو په مخته وړو کې په اساسي څېرې واوښت. بالاخره نه یوازې دا چې هغه د دغه سازمان د آرمان لپاره یوه حیاتي شتمني بلل کېده، بلکې وه یې کولای شول د ډوآرټه باور خپل کړي او دغه ځوان انقلابي د هغه په تر ټولو باور وړ کس واوړي. [۱]

د سانچز اهمیت وروسته له هغه لا څرګند شو چې دی یو له هغو کسانو وګرځېد کوم چې د ژان پیر بویر له خوا یې په سانتو ډومینګو کې د هایتي د ګمارل شوو چارواکو په ګوښه کولو کې بریا ته لاسرسی وموند، ده د دغې چارې په موخه د ۱۸۴۳ زکال د مارچ په وروستیو کې لا ریفورما (اصلاحات غوښتونکي) خوځښت رهبري کړ. ټریناټاریا او د هایتي لیبرالان ډېر ژر په جلا لارو روان شول، ځکه چې لومړنۍ ډلې خپله اصلي موخه د هایتي څخه خپلواکي وټاکله. [۲]

د ډومنیکن د خپلواکۍ قانون

[سمول]

د دغه اتحاد پر مټ داسې سند چمتو شو چې دواړو لورو په کې د ډومنیکن جمهوریت د جوړولو غوښتنه کړې وه. دغه سند «د هایتي له جمهوریت څخه د جلا کېدو په موخه د پخواني هسپانوي ټاپو یا سانتو ډومینګو د ختیځې برخې د وګړو د غوښتنې» تر عنوان لاندې چمتو شو. یاد سند د جنوري د ۱۶مې نېټې د مانیفېست په نامه پېژندل کېده ځکه چې په همدغه نېټه د لومړي ځل لپاره ولوستل شو. د یاد سند درې کاپیانې واخیستل شوې چې یوه یې په سانتو ډومینګو کې پرېښودل شوه او درې نورې یې د دغه هېواد اصلي برخو؛ خوان اوانجلیستا جیمنز هغه کیباو، ګابینو پاولو سوېل او خوان کونټریراس هم ختیځ ته یووړې. د جنوري د ۱۶مې نېټې مانیفېست د هغه مانیفېست په غبرګون کې جوړ شو چې بوئناونتوار بائز د همدغه کال د جنوري په لومړۍ نېټه جوړ کړی و او په هغو کې یې د فرانسې تر ملاتړ لاندې د ډومنیکني جمهوریت د جوړولو غوښتنه کړې وه. بل پلو د جنوري د ۱۶مې مانیفېست په څرګنده توګه د یو خپلواک هېواد د جوړېدو موخه لرله، په داسې حال کې چې په یاد سند کې یې د خپلواکۍ کلمه نه وه کارولې او پر ځای یې جلاتوب ذکر کړی و. ورته مهال په کې د ملاتړیزې کړنلارې هېڅ نښو شتون نه درلود څو د هغو په ملي کورواکۍ کې منځګړې واوسي. په پټه سره د دغه متن خپرېدو د هایتي د حکومت د راپرځولو په موخه د شرایطو برابرېدو ته لار جوړه کړه. [۳]

د دغه مانیفېست په یوه بند کې سانچز د تثلیث په لوړه کې یادې شوې موخې ته د لاسرسي په برخه کې خپلې پریکندې پرېکړې ته اشاره وکړه:

موږ باوري یو چې موږ په قهرمانانه ثبات سره ښوولې د یو حکومت بدي باید د هغو د زغملو د وړتیا لرلو په حالت کې وزغمو، نه دا چې د یو لړ اشکالو په له منځه وړو عدالت ټینګ کړو. خو هغه مهال چې د بې عدالتیو، سرغړونو او سپکاویو داسې یوه لړۍ شتون ولري چې تر همدغې موخې پورې دوام مومي او همدارنګه د ظلم او منسوخ شوي استبداد پر لور انعطاف لري بیا نو دا د وګړو سپېڅلې دنده ده چې دغه بار له خپلو اوږو را کوز کړي. دوی باید د راتلونکې هوساینې او ودې په موخه دا ډول دولت راوپرځوي او نوي تضمینونه ترلاسه کړي؛ ده زیاته کړې: «۲۲ کاله مخې د ډومنیکن خلکو، د برخلیک ټاکونکو مصیبتونو څخه تر ټولو ناوړه ظم پر ځان ومانه...». [۴]

د ډومنیکن د خپلواکۍ اعلان

[سمول]

سانچز او د هغه کسانو د ۱۸۴۴ زکال د فبروري د ۲۷مې نېټې په شپه باندې د سانتو ډومینګو په مرکز کې د اوزما کلا ونیوله. دوی په ښار کې مېشت د هایتي ځواکونه غافله کړل، په ښکاره توګه له دوی سره یو ساتونکي خیانت وکړ او اړ شول له صحنې وتښتي. له دې وروسته سانچز د پوئرتا ډېل کونډې د څوکې پر لور حرکت وکړ. مېلا چې تازه ښار ته را رسېدلی و خپل افسانوي ځانګړی ټوپک یې د هوا پر لور خالي کړ؛ د هغه د ډزو پر مهال سانچز په ۱۸۴۴ زکال کې د دغه هېواد د خپلواکۍ درې رنګه تاریخي بیرغ اوچت او په زوره سره یې خپل ملي شعار (خدای، وطن او آزادي) تکرار کړ. له همدغه ځایه څخه نوموړي نړۍ ته د یو نوي خپلواک هېواد د جوړېدو اعلان وکړ: د ډومنیکن جمهوریت. داسې نوی جمهوریت چې له پردۍ واکمنۍ څخه خالي او د یو جمهوري غوښتونکي دیموکراتیک حکومت په اډانه کې رامنځته شوی و. دغه مهال سانچز ۲۶ کاله عمر درلود. [۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Tejeda, Karil. "Sánchez, Padre de la Patria". Diario El Matero (په اسپانيايي ). لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Cassá, Roberto (2014). Personajes Dominicanos [Dominican Characters] (په اسپانيايي ) (چاپ 2nd). Santo Domingo. مخونه 213. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789945586046. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  3. Cassá, Roberto (2014). Personajes Dominicanos [Dominican Characters] (په اسپانيايي ) (چاپ 2nd). Santo Domingo. مخونه 217. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789945586046. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)
  4. Tejeda, Karil. "Sánchez, Padre de la Patria". Diario El Matero (په اسپانيايي ). لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۲۲. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Cassá, Roberto (2002). Francisco del Rosario Sánchez: fundador de la República (په اسپانيايي ). Santo Domingo, Dominican Republic: Alfa & Omega. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789993476542. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)ساتنه CS1: ناپېژانده ژبه (link)