Jump to content

شرلوک هولمز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شرلوک هولمز هغه داستاني تخیلي څېړونکی (څارنوال) دی چې د بریتانوي لیکوال آرتور کانن دویل له خوا خلق شوی. هلومز چې په خپلو داستانونو کې د یو «خصوصي څېړونکي» په توګه یادېږي په مشاهده، استنباط، عدلي طب او منطقي استدلال کې د خارق العاده وړتیاوو لرونکي کس په توګه پېژندل کېږي او د سکاټلنډ یارډ د پولیسو د مرکز په ګډون د ګڼ شمېر پیرودونکو د قضایاو په څېړنو کې له خپلو دغو وړتیاوو ګټنه کوي.

دغه خیالي شخصیت د لومړي ځل لپاره په ۱۸۸۷ زکال کې د سکارلټ د مطالعې (A Study in Scarlet) په نامه اثر کې څرګند شو او وروسته یې په ۱۸۹۱ زکال کې په سټرنډ مجله کې د خپرېدونکو هغو لنډو کیسو له امله پراخه شهرت وموند چې د «بوهمیا د رسوايي» له کیسې یې پیل وشو. له دغه مهال راهیسې تر ۱۹۲۷ زکال پورې نوموړی په ګڼ شمېر کیسو کې را څرګند شو چې شمېر یې بلاخره څلورونو ناولونو او ۵۶ لنډو کیسو ته ورسېد. هغه ته اړوندې چارې یوازې له یوه مورد پرته چې ویکټوریايي یا اډوارډي دوران ته اړوندېږي نورې ټولې له ۱۸۸۰ زکال څخه تر ۱۹۱۴ زکال پورې ترسره شوې دي. د هغه ډیری کیسې د هغه د ملګري او ژوند لیک لیکونکي بل تخیلي شخصیت ډاکټر جان همیش واټسون له خوا توضېح کېږي چې په معمول ډول په هره څېړنه کې د هولمز ملتیا کوي او ډیری مهال له نوموړي سره د لندن په ۲۲۱بي بیکر کوڅه کې ګډ ژوند کوي، هغه کوڅه چې د دوی ډیری کیسې هم له همدې څخه را پیل کېږي.

په داسې حال کې چې شرلوک هولمز لومړنی تخیلي څېړونکی نه دی، خو په یقیني بڼه تر ټولو غوره پېژندل شوی څېړونکی دی. تر ۱۹۹۰مې لسیزې پورې له دغه شخصیت څخه په اقتباس ۲۵۰۰۰ نندارو، فلمونو، تلویزیوني خپرونو او چاپي مواردو شتون درلود چې د ګینس په کتاب کې د سینما او تلویزیون په تاریخ کې د تر ټولو مخکښ ادبي شخصیت په توګه ثبت شوی دی. د هولمز شهرت او مجبوبیت تر دې کچې دی چې ډیری کسان باوري دي چې هغه یو خیالي شخصیت نه بلکې یو واقعي کس دی؛ ګڼ شمېر ادبي او تفریحي ټولنې د همدغې ادعا پر بنسټ تاسیس شوې دي. د هولمز د کیسو لیواله لوستونکو د هغه د سبک په ډول د ځان برابرولو نوې کړنلارې رامنځته کړې دي. دغه شخصیت او هغه ته اړوندو کیسو په راز لرونکې کیسې لیکنې او په ټولیزه توګه په عامه کلتور پام وړ اغېز لرلی، په داسې توګه چې په څه باندې سلو کلونو کې له دویل پرته د نورو لیکوالانو له خوا د راډیویي خپرونو، تلویزیون، فلمونو، ویډیویي لوبو او نورو مواردو لپاره په زرګونو لیکل شوو کیسو کې د هغه له اصلي کیسو اقتباس شوی. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

دغه شخصیت ته الهام بخښونکې څېرې

[سمول]

د ادګار الن پو له خوا جوړ شوی خیالي شخصیت، اګوست دوپن په ټولیزه توګه په کیسو کې لومړنی څېړونکی شخصیت بلل کېږي چې د هولمز په ګډون یې د ډیری نورو لومړنیو خیالي شخصیتونو لپاره د نمونې په توګه خدمت کړی دی. کانن دویل یوځل لیکلي: «د پو هره یوه پولیسي کیسه د هغې ریښې په څېر ده چې بشپړ ادبیات د هغو له مخې جوړېږي ... کومې داسې پولیسي کیسې شتون درلود تر هغه چې پو په هغه کې ساه پوف کړه؟». په ورته بڼه د مونزیر لکوک د خیالي شخصیت اړوند د امیل ګابوریو کیسو هغه مهال چې کانن دویل د هولمز په لیکلو پیل وکړ، ډیر محبوبیت یې درلود چې ځینې مهالونه د هولمز خبرې او چلن له لکوک څخه پیروي کوي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

کانن دویل څو ځله ویلي چې هولمز د ایډنبورګ د سطلنتي روغتون د جراح جوزف بل له واقعي څېرې څخه په الهام رامنځته شوی؛ له جوزف سره کانن دویل په ۱۸۷۷ زکال کې لیدلي و او له هغه سره یې د منشي په توګه هم کار کړی و. د هولمز په څېر، بل د کره مشاهداتو څخه د پایلو ترلاسه کولو په موخه پام وړ وګرځېد. ورته مهال هغه وروسته کانن دویل ته ولیکل: «تاسو خپله شرلوک هلمز یاست او په دې ښه پوهېږۍ». ورته مهال د ایډنبورګ په طب پوهنتون کې د عدلي طب د برخې مشر هنري لیټل جان هم د هولمز د شخصیت په جوړولو کې الهام بخښونکی بلل کېږي. لیټل جان په ایډنبورګ کې د طبي برخې مامور او همدارنګه د عدلي طب جراح و چې کانن دویل ته یې د جرم د کشف په برخه کې د طبي څېړنو د رول اړوند معلومات ورکړي وو. [۱۳][۱۴][۱۵]

د دغه شخصیت په جوړېدو کې د الهام بخښونکو نورو احتمالي څېرو هم ویل شوي، په داسې حال کې چې دویل هېڅکله هم هغه نه دي تائید کړي؛ د بېلګې په توګه د فرانسوي لیکوال هنري کوون له خوا په لیکل شوي ناول کې د ماکسیمیلین هلر شخصیت یو له دغو بلل شوی. ۱۸۷۱ زکال ته په اړوند دغه ناول کې (د شارلوک هولمز له لومړني را څرګندېدو ۱۶ کاله وړاندې) هنري کوون یو ستړی، ځاني خوده او په افیومو روږدی څېړونکی انځور کړی چې په پاریس کې یې دنده ترسره کوله. دا څرګنده نه ده چې کانن دویل دغه ناول لوستی یا نه، خو هغه په فرانسوي ژبه باندې پوهېده. په ورته ډول مایکل هاریسون څرګنده کړې چې د والټر شرر په نامه جرمنی «خصوصي څېړونکی» کېدای شي د هولمز الهام بخښونکی وي. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د خیالي شخصیت بیوګرافي

[سمول]

کورنۍ

[سمول]

د کانن دویل په کیسو کې د شرلوک هولمز د ژوندانه جزیات ډېر لږ وړاندې شوي او تر ډېره مبهم پاتې دي. له دې سره د دغه څېړونکي لومړني ژوند او لویې کورنۍ ته اشاره د هغه بیوګرافيکي انځور وړاندې کوي.

د وروستي تعظیم (His Last Bow) په نامه کیسه کې د هغه د زیږون کال ۱۸۵۴ زکال کې ښوول شوی؛ دغه کیسه چې د ۱۹۱۴ زکال اګست میاشت ته اړوندېږي، د هغه عمر شپیته کاله ښيي. د هغه د مور او پلار اړوند یادونه نه ده شوې، په داسې حال کې چې هولمز اشاره کړې چې «نیکونه» یې «کلیوالي سرتېري» و. د یوناني ژباړن د ماجرا «The Adventure of the Greek Interpreter» تر عنوان لاندې کیسه کې هغه ادعا کړې چې د هغه انۍ د فرانسوي هنرمند ورنه خور وه، پرته له دې چې واضحه کړي چې دا کلود جوزف ورنه، کارله ورنه یا اوراس ورنه و. د هلمز ورور مایکرافټ چې له هغه اووه کاله مشر دی؛ دولتي چارواکی دی. [۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Sutherland, John. "Sherlock Holmes, the world's most famous literary detective". British Library. Archived from the original on 28 June 2017. نه اخيستل شوی 3 July 2018. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  2. Haigh, Brian (20 May 2008). "A star comes to Huddersfield!". BBC (په انګليسي). نه اخيستل شوی 25 December 2019.
  3. "Sherlock Holmes awarded title for most portrayed literary human character in film & TV". Guinness World Records (په انګليسي). 14 May 2012. نه اخيستل شوی 5 January 2020.
  4. Rule, Sheila (5 November 1989). "Sherlock Holmes's Mail: Not Too Mysterious". The New York Times. نه اخيستل شوی 10 March 2016.
  5. Simpson, Aislinn (4 February 2008). "Winston Churchill didn't really exist, say teens". The Telegraph (په انګليسي). ISSN 0307-1235. Archived from the original on 10 January 2022. نه اخيستل شوی 30 December 2019.
  6. Scott, C.T. (2021-10-06). "The curious incident of Sherlock Holmes's real-life secretary". The Economist. ISSN 0013-0613. نه اخيستل شوی 2021-10-10.
  7. Armstrong, Jennifer Keishin (6 January 2016). "How Sherlock Holmes changed the world". BBC. نه اخيستل شوی 20 December 2019.
  8. Sova, Dawn B. (2001). Edgar Allan Poe: A to Z (Paperback ed.). New York: Checkmark Books. pp. 162–163. ISBN 0-8160-4161-X.
  9. Knowles, Christopher (2007). Our Gods Wear Spandex: The Secret History of Comic Book Heroes. San Francisco: Weiser Books. p. 67. ISBN 978-1-57863-406-4.
  10. Conan Doyle, Arthur (1993). Lancelyn Green, Richard (ed.). The Oxford Sherlock Holmes: The Adventures of Sherlock Holmes. Oxford: Oxford University Press. pp. xv.
  11. Sims, Michael (25 January 2017). "How Sherlock Holmes Got His Name". Literary Hub (په انګليسي). نه اخيستل شوی 11 November 2020.
  12. Klinger III, pp. 42-44—A Study in Scarlet
  13. Lycett, Andrew (2007). The Man Who Created Sherlock Holmes: The Life and Times of Sir Arthur Conan Doyle. Free Press. pp. 53–54, 190. ISBN 978-0-7432-7523-1.
  14. Barring-Gould, William S. (1974). The Annotated Sherlock Holmes. Clarkson N. Potter, Inc. p. 8. ISBN 0-517-50291-7.
  15. Doyle, A. Conan (1961). The Boys' Sherlock Holmes, New & Enlarged Edition. Harper & Row. p. 88.
  16. Cauvain, Henry (2006). Peter D. O'Neill, foreword to Maximilien Heller. ISBN 9781901414301. نه اخيستل شوی 10 November 2015.
  17. "¿Fue Sherlock Holmes un plagio?". ABC. 22 February 2015. نه اخيستل شوی 10 November 2015.
  18. "Maximilien Holmes. How Intertextuality Influences Translation, by Sandro Maria Perna, Università degli Studi di Padova 2013/14" (PDF). Archived from the original (PDF) on 3 November 2018. نه اخيستل شوی 10 November 2015.
  19. Brown, David W. (14 May 2015). "15 Curious Facts About Sherlock Holmes and the Sherlockian Subculture". Mental Floss. نه اخيستل شوی 15 January 2019.
  20. "France". The Arthur Conan Doyle Encyclopedia. نه اخيستل شوی 22 June 2018.
  21. Klinger I, pp. 637-639—"The Greek Interpreter"
  22. Quigley, Michael J. "Mycroft Holmes". The Official Conan Doyle Estate Ltd. نه اخيستل شوی 27 December 2019.
  23. Klinger II, p. 1432—"His Last Bow"