Jump to content

سيمون ډي بيوار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
سيمون ډي بيوار
Simone de Beauvoir (فرانسوي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۹ جنوري ۱۹۰۸[۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۴ اپرېل ۱۹۸۶[۴][۵] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
استوګنځی
پاريسMarseille (en) ژباړلRouen (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
غړی د
comité de lecture des éditions Gallimard (en) ژباړل (۱۹۴۴ – ۱۹۴۵) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دین
جوړښت
د معماري سټایل
جایزې

سيمون لوسي ايرنيسټاين ماري برټرانډ ډي بيوار (۹ جنوري ۱۹۰۸ – ۱۴ اپريل ۱۹۸۶ز کلونه) د وجوديت د فلسفې ماهره، ليکواله، ټولنيزه مفکره او د ښځو د حقوقو فعاله فرانسوۍ وه. که څه هم هغې خپل ځان فيلسوفه نه باله او د مرګ پر مهال هم هغه فيلسوفه نه وه بلل شوې، هغې د ښځمنپالنې پر وجوديت او ښځمنپالنې نظر اغېز درلود.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

بيوار د فلسفې، سياست او ټولنيزو مسائلو په اړوند ناولونه، مضامين، ژوند ليکونه، خپل ژوند لیکونه او مونوګرافونه ليکل. هغه د خپلې ليکنې «دويم جنس» له امله مشهوره شوې وه چې په ۱۹۴۹ز کال کې يې لیکلې وه، کومه چې د ښځو د ځپلو يو تفصيلي تحليل او د ښځو د عصري حقوقو بنسټيزه برخه ده؛ همدا راز د «هغه د اوسېدو لپاره راغله» او «مندرينز» په نومونو د هغې د ناولونو له امله يې هم شهرت موندلی. په ادبياتو کې د هغې تلپاتې ونډه د هغې يادښتونه دي، د يادونې وړ يې د « Mémoires d'une jeune fille rangée» (۱۹۵۸ز کال) د هغې د يادښتونو لومړی جلد دی، کوم چې ګرم او تشريحي ځواک لري. هغې ته د ۱۹۵۴ز کال د «ګنکورت» جايزه ورکړل شوې وه، په ۱۹۷۵ز کال کې د يروشلم جايزه ورکړل شوې او په ۱۹۷۸ز کال کې د اروپايي ادبياتو لپاره په اتريشي دولتي جايزې نازول شوې وه. هغه د فرانسوي فيلسوف «جين-پال سارټري» سره د پرانيستې اوږدې اړیکې له امله هم شهرت لري.[۲۰][۲۱]

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

بيوار د ۱۹۰۸زکال د جنورۍ په نهمه نېټه په شپږمه سيمه کې په يوه پانګواله پارسي کورنۍ کې زېږېدلې وه. د هغې پلار «جارجس برټرينډ ډي بيور» و، هغه يو وکيل و چې یو وخت يې د اداکار جوړېدو هيله درلوده، د مور نوم يې فرانسوا بوار (née Brasseur) و، نوموړې د يو شتمن بانکدار لور او کلکه کاتولیکه وه. د سيمون خور «هيلين» دوه کاله وروسته د ۱۹۱۰زکال د جون په شپږمه وزېږېده. د لومړۍ نړيوالې جګړې څخه سملاسي وروسته د خپلې شتمنۍ د زياتې برخې له لاسه ورکولو پس دې کورنۍ د خپل بورژوايي حيثيت د ساتلو لپاره هلې ځلې وکړې او «فرانسوا» ټينګار کاوه چې خپلې دواړه لوڼې د عبادتځای يو نامتو ښوونځي ته واستوي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

بيوار له فکري اړخه ژر وده وکړه، پلار يې هڅولې وه، ويل کېږي هغه به وياړ کاوه چې «بيور د نارينه په څېر فکر کوي».د کورنۍ د ناوړه شرايطو له امله، هغې په خپل ولور تکيه نه کوله، او د خپل عمر د منځنۍ طبقې د نورو انجونو په څېر، د هغې د واده موکې له ګواښ سره مخامخ شوې وې. هغې دا فرصتونه د خپل ځان لپاره د روزي ګټلو په موخه د ګام پورته کولو په توګه وکارولې.[۲۷][۲۸]

هغې په لومړي سر کې له «مورس مرليو پوڼټي» او «کلاډ ليوي سټراس» سره کار وکړ، کله چې درېواړو په يو ثانوي ښوونځي کې د خپل عملي تدريس اړتياوې پوره کړې. هغه په فلسفه کې د مخکې تګ لپاره د « École Normale Supérieure» (د لوړو زده کړو لپاره عالي ښوونځی) په درسي دورو کې کېناسته، که څه هم دلته په رسمي ډول داخله نه وه ورکړل شوې، دا له ليسانس پورته د سيالۍ يوه سخته ازموينه ده، کومه چې په ملي کچه د زده کوونکو د ډلبندۍ په توګه کار کوي.د همدې ازموينې لپاره د مطالعې پر مهال هغې د «نيکول نارمالي» له زده کوونکو «جين-پال سارټري، پال نيزان او ريني مهيو» سره وکتل (چا چې هغې ته تلپاتې لقب کيسټر يا بيوار ورکړ). د مخکې تګ لپاره د ټاکنې پلاوي (منصفه پلاوي)  د بيوار پر ځای «سارتر» ته لومړۍ درجه ورکړه، بيوار دويمه درجه تر لاسه کړه او په يو ويشت کلنۍ کې په دې ازموينه کې بريالۍ کېدونکې لومړی کم عمره څوک وګرځېده. سربېره پر دې، بيوار د «عمومي فلسفې او منطق» د سند لپاره هم په ازموينه کې بريالۍ شوه چې له «سيمون ويل» وروسته دويمه وه.[۲۹]

د دنده پېژندونکې لور په نوم د خپلې ځوانۍ په يادښتونو کې هغې ليکلي: «...زما د پلار انفراديت خوښونه او ملحد اخلاقي معيارونه زما د مور د زده کړې د سخت اخلاقي روايت سره په ټوله معنا متفاوت و. دا نابرابري، کومې چې زما ژوند يو ډول نه ختمېدونکې لانجه وګرځوله، د دې لپاره اصلي لامل دی چې ولې زه يوه مفکره شوم».[۳۰]

منځنۍ او له منځنۍ وروسته زده کړې

[سمول]

بيورد «فينيلون» په ليسه کې د عالي ښوونځي د زده کړو کلونه بشپړ کړل، بيا يې له منځنيو زده کړو پسې زده کړې تعقيب کړې. په ۱۹۲۵ز کال کې په رياضياتو او فلسفه کې د بکالوريوس په ازموينو کې له بریالۍ کېدو وروسته،  هغې په « Institut Catholique de Paris» کې رياضيات وويل او په « Institut Sainte-Marie» کې يې ادبيات/ژبې وويلې. له دې وروسته يې په «سوربوني» کې د فلسفې تعليم تر لاسه کړ، په ۱۹۲۸ز کال کې د خپل سند له بشپړولو وروسته يې د « Leibniz for Léon Brunschvicg» (يو فرانسوي فيلسوف و) د « Diplôme d'Études Supérieures Spécialisées» (نږدې د ماسترۍ رسالې سره برابر دی) په نوم کتاب وليکه (د موضوع عنوان يې « Le concept chez Leibniz» و یعنې [په ليبينز کې تصور]). د پوهنتون پر مهال د سياسي فلسفې په اړه د هغې مطالعې پر هغې اغېز وکړ او د خپلو ستونزو پر ځای يې پر ټولنيزو اندېښنو فکر کول پيل کړل.[۳۱][۳۲]

مذهبي روزنه

[سمول]

بيوار په يوه سخته کاتولیکه کورنۍ کې ستره شوې وه. په ځوانۍ کې هغه د صومعې ښوونځي ته استول شوې وه. په ماشتوب کې سخته مذهبي وه، يو مهال يې نيت درلود چې راهبه شي. په څوارلس کلنۍ کې بيوار د خپلې عقيدې په اړه هغه مهال پوښتنه وکړه، کله چې هغې په خپل ژوند کې د ډېرو ناورينونو له ليدلو وروسته په نړۍ کې بدلونونه وليدل. بالاخره په تنکۍ پيغلتوب کې يې خپله عقيده خوشې کړه، او د پاتې ژوند لپاره بې دينه وه. د خپلو لادينه عقايدو د تشريح کولو لپاره، بيوار وايي «ايمان د هغو ستونزو څخه په خونديتابه کې مرسته کوي، له کومو سره چې لادينان په اخلاص سره مقابله کوي. او د دې لپاره چې د ټولو په سر تاج کېږدي، مومنان خپله په همدې ډارنتوب سره د يوې سترې برترۍ احساس تر لاسه کوي».[۳۳][۳۴][۳۵]

د ژوند منځني کلونه

[سمول]

له ۱۹۲۹ څخه تر ۱۹۴۳ز کال پورې، بيوار د ليسې په کچه تر هغه وخته تدريس وکړ، څو يې وکولای شول د خپلو ليکنو په ګټه وټه خپل ځان وپالي. هغې د « Lycée Montgrand» (Marseille)، « Lycée Jeanne-d'Arc» (Rouen) او « Lycée Molière» (Paris) په ليسو کې استادي وکړه (۱۹۳۶-۳۹). [۳۶]

بيوار او «جين-پال سارټري» د هغې د کالج په کلونو کې سره وليدل.  د يو ښوونکي په توګه د هغې له عزم څخه په متاثره کېدو سره هغه نيت درلود چې اړيکې يې عاشقانه شي. خو هغې په دې کار کې ليوالتيا نه درلوده. د ۱۹۲۹ز کال د اکتوبر په مياشت کې، «جين پال سارټري» او بيور سره جوړه وګرځېدل. وروسته له دې چې دواړه د هغې د پلار له مخالفت سره مخ شول، سارټري له هغې وغوښتل چې په موقت ډول ورسره واده وکړي: يوه ورځ چې دوی له «لور» (لور پاريس کې يو ځای دی، هلته لور موزيم مشهور دی) څخه دباندې په يوه چوکۍ ناست وو، هغه وويل، «راځه چې يو دوه کلن تړون لاسليک کړو». خو بیوار ليکلي دي، «واده ناشونی و. ما ولور نه درلود»، پوهانو دې ته اشاره کړې چې د هغې بېلګه ييزې اړيکې، کومې چې په «دويم جنس» او نورو ځايونو کې بيان شوي دي، د هغه وخت د واده له معيارونو سره ډېر کم سمون خوري.  د دې پر ځای هغه او سارټري د ټول ژوند «د روح په ګډون» کې سره داخل شول، کوم چې جنسي و، خو خصوصي نه و او نه په دې تړون کې دواړه يو ځای اوسېدل.[۳۷][۳۸][۳۹]

سارټري او بيوار به تل د يو بل کارونه لوستل. په دې اړه اوس هم بحثونه کېږي چې دوی دواړو په خپلو وجودي کارونو کې يو بل تر کومه بريده اغېزمن کړي وو، لکه د سارټری «وجود او هېڅ نه» او د بيوار «هغه راغله چې پاتې شي» او «ښکارنده پېژندنه او نيت». په هر حال، د بيوار د کار وروستۍ څېړنې له سارټری پرته د هيګل او ليبينز په ګډون په نورو اغېزو هم توجه کوي. په ۱۹۳۰زلسيزې په اوږدو کې د «الکساندر کوجيف» او «ژان هايپوليټ» په مشرۍ د «نيو هيګلي» په بيا ژوندې کېدو سره د سارټری په ګډون د فرانسوي مفکرينو يو بشپړ نسل د هيګل د روح ښکارنده پېژندنې موندلو ته وهڅول. په هر حال، د جګړې پر مهال په الماني ژبه د هيګل په لوستلو سره، بيوار د شعور په اړه خپله لانجمنه اصلي نيوکه منځته راوړه.[۴۰][۴۱][۴۲]

سرچينې

[سمول]
  1. Section, verse, paragraph, or clause: Бовуар Симона де. ذکر کېدنه: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ ۲٫۴ ۲٫۵ ۲٫۶ ۲٫۷ ۲٫۸ دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118507877. ذکر کېدنه: Catalog of the German National Library. Retrieved: ۲۷ جولای ۲۰۲۲. اثر ژبه: جرمني ژبه.
  3. سرچينې تړی: http://www.nytimes.com/roomfordebate/2011/05/18/are-french-women-more-tolerant/still-a-long-way-to-go.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ذکر کېدنه: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 11890854p. Retrieved: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  5. ذکر کېدنه: Gran Enciclopèdia Catalana. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): 0008540. Subject named as: Simone de Beauvoir. Publisher: Grup Enciclopèdia. اثر ژبه: کاتالونيايي ژبه.
  6. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  7. "Search: simone bertrand de beauvoir".
  8. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  9. ذکر کېدنه: CONOR.SI. CONOR.SI ID: 11151971.
  10. ذکر کېدنه: Biographical Dictionary of Twentieth-Century Philosophers (1996 ed.). ليکوال: Diané Collinson. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۹۶.
  11. ISBN-13: 978-2-406-11001-9. عنوان: Alfred Adler et la philosophie. ليکوال: Christophe Bouriau. Page(s): 103.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ذکر کېدنه: The Feminist Companion to Literature in English. Page(s): 74. ليکوال: Virginia Blain. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۹۰.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ "The Fine Art Archive". نه اخيستل شوی 1 اپرېل 2021.
  14. Union List of Artist Names ID: 500341255. ذکر کېدنه: Union List of Artist Names. خپرېدو نېټه: ۱۲ جولای ۲۰۱۸. Retrieved: ۲۲ مې ۲۰۲۱. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  15. "Österreichischer Staatspreis für Europäische Literatur" (په جرمني ژبه). Federal Ministry for Arts, Culture, the Civil Service and Sport. نه اخيستل شوی 8 مې 2009.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  16. اشرف غنیمتی
  17. کينډۍ:Cite EPD
  18. Bergoffen, Debra (2018-07-10). Zahavi, Dan (ed.). "Simone de Beauvoir". Oxford Handbooks Online. doi:10.1093/oxfordhb/9780198755340.013.21.
  19. Bergoffen, Debra (16 August 2010). Zalta, Edward (ed.). "Simone de Beauvoir". Stanford Encyclopedia of Philosophy (2010 ed.). Stanford University. ISSN 1095-5054. نه اخيستل شوی 11 June 2021.
  20. Norwich, John Julius (1985–1993). Oxford illustrated encyclopedia. Judge, Harry George., Toyne, Anthony. Oxford [England]: Oxford University Press. p. 40. ISBN 0-19-869129-7. OCLC 11814265.
  21. Simons, Margaret A.; Benjamin, Jessica; de Beauvoir, Simone (22/1979). "Simone de Beauvoir: An Interview". Feminist Studies. 5 (2): 330. doi:10.2307/3177599. JSTOR 3177599. {{cite journal}}: Check date values in: |date= (help)
  22. "UPI Almanac for Thursday, Jan. 9, 2020". United Press International. 9 January 2020. Archived from the original on 15 January 2020. نه اخيستل شوی 16 January 2020. …French novelist Simone de Beauvoir in 1908
  23. Freely, Maureen (6 June 1999). "Still the second sex". The Guardian. UK. Archived from the original on 13 April 2019. نه اخيستل شوی 6 January 2019.
  24. "Lisa Appignanesi's top 10 books by and about Simone de Beauvoir". The Guardian. UK. 8 January 2008. Archived from the original on 13 April 2019. نه اخيستل شوی 6 January 2019.
  25. Hollander, Anne (11 June 1990). "The Open Marriage of True Minds". The New Republic. Archived from the original on 12 September 2015. نه اخيستل شوی 6 January 2019.
  26. Mussett, Shannon. Simone de Beauvoir Biography on the Internet Encyclopedia of Philosophy. Retrieved 11 April 2010.
  27. Bair, p. 60
  28. "Beauvoir, Simone de". The Oxford Encyclopedia Women in World History. Oxford University Press. January 2008. ISBN 978-0-19-514890-9.
  29. Menand, Louis. "Stand By Your Man". The New Yorker, 26 September 2005. Retrieved 11 May 2010.
  30. Memoirs of a Dutiful Daughter, Book One
  31. "Lycée Fénelon, Paris", Wikipedia (په انګليسي), 2021-01-02, نه اخيستل شوی 2021-03-03
  32. Margaret A. Simons (ed.), Feminist Interpretations of Simone de Beauvoir, Penn State Press, 1 November 2010, p. 3.
  33. "Simone de Beauvoir". Biography (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-03-04.
  34. Thurman, Judith. Introduction to Simone de Beauvoir's The Second Sex. Excerpt published in The New York Times 27 May 2010. Retrieved 11 April 2010.
  35. Bertrand de Beauvoir, Simone (1974). All Said and Done. Translated by O'Brian, Patrick. New York: G. P. Putnam's & Sons. p. 478. ISBN 9780399112515.
  36. Kelly Oliver (ed.), French Feminism Reader, Rowman & Littlefield Publishers, 2000, p. 1; Bulletin 2006 de l'Association amicale des anciens et anciennes élèves du lycée Molière, 2006, p. 22.
  37. Bair, p. 155-7
  38. Ward, Julie K. (November 1999). "Reciprocity and Friendship in Beauvoir's Thought". Hypatia. 14 (4): 36–49. doi:10.1111/j.1527-2001.1999.tb01251.x.
  39. Appignanesi, Lisa (10 June 2005). "Our relationship was the greatest achievement of my life". The Guardian. London.
  40. Kirkpatrick, Kate (22 August 2019). Becoming Beauvoir : a life. London. ISBN 978-1-350-04717-4. OCLC 1097366004.
  41. Ursula Tidd, Simone de Beauvoir, Psychology Press, p. 19.
  42. Nancy Bauer, Simone de Beauvoir: Philosophy, and Feminism, Columbia University Press, 2012, p. 86.