د بې دينو په وړاندې توپيري چلند
له تاريخي پلوه د بې دينانو په وړاندې توپيري چلند، د هغو خلکو په وړاندې توپيري چلند ته ويل کېږي، چې په هېڅ دين باور نه لري. د بې دینانوپه وړاندې په تبعيضي چلند کې منفي رويه، تعصب، دښمني، کرکه، ویره يا د بې دینانو او الحاد په وړاندې نه زغم شامل دي. له دې امله چې الحاد په بېلا بېلو لارو پېژندل کېدای شي، د چا په وړاندې چې توپيري چلند شوی و يا د الحاد پر بنسټ تر تعقيب لاندې نيول شوی وي، شونې ده چې په يو بل وخت يا ځای کې ملحد ونه بلل شي. ديارلس اسلامي هېوادونه، الحاد يا ارتداد ته د مرګ سزا ورکوي او نړيوال بشردوستان دعوه کوي چې، د ملګرو ملتونو د ۱۹۳غړو هېوادونو «غوڅ اکثريت» «د هغو اتباعو په وړاندې تبعيضي چلند کوي، څوک چې پر الله(ج) باور نه لري او په بدترين ډول، دوی د هغو جرمونو له امله زنداني کېږي چې د کفر په نوم ياديېږي».[۱][۲][۳]
په هغو هيوادونو کې چې وګړي يې ډيری مسلمانان دي، ملحدينو ته سختې سزاګانې ورکول کېږي، لکه د حقوقي حيثيت لغوه کېدل يا د ارتداد په حالت کې په اعدام محکومېدل.[۴]
نور نومونه
[سمول]کله ناکله داسې توپيري چلند ته اتوفوبيا، اتيستوفوبيا، د الحاد ضد او د ملحد ضد توپيري چلند ويل کېږي.[۵][۶][۷]
لرغونې زمانه
[سمول]ټيم ويتمارش وايي چې: د الحاد ضد نظريه په لرغونې نړۍ کې هم وه، خو د دې تبعيضي چلند اندازه معلومول ستونزمن دي ، ځکه چې د ملحدينو يادونه بې له دې چې شته لیکنو ته پاملرنه وشي، په عمومي توګه په سپکاوي سره کېږي. دې ته په کتنې سره چې وحدانيت هغه مهال د لږه کيو نظر و، په لاس کې شته سرچينو تر مخې الحاد په عمومي توګه په شرکي باورونو او ورته عملونو بريد کړی. د «Atheos» (بې خدايه) لفظ په عمومي توګه، د ديني مخالفت لپاره کارول کېده (د موحدينو په ګډون) چې همدې چارې دا مطالعه لا پسې پېچلې کړې ده. له دې ستونزو سره سره، ويتمارش په دې باور دی چې، له دې پرته هم الحاد په هغه وخت کې نژدې يو شان و. په داسې حال کې چې ملحدان (يا هغه خلک چې ملحد بلل کېدل) کله کله ځورول کېدل، بيا هم دا ځورونه کمه وه (شونې ده له دې امله چې دا يوه کوچنۍ ډله وه او له دې امله چې د بېلا بېلو ديني اندونو په وړاندې نسبي زغم موجود و). نور پوهان په دې باور دي چې بې ديني، وروسته په نوي پړاو کې رامنځته شوه. لوسيان فيور له شپاړسمې پېړۍ مخکې لا ويلي و چې : د الحاد په اړه ځکه فکر نه کېده چې هغه زمانه په بشپړې ژورتيا سره مذهبي وه. کرم ارمسټرانګ هم له دې موضوع سره موافقه ښودلې او ليکي: «له زېږېدو او ديني غسل څخه نيولې تر مرګ او د کليسا په انګړ کې تر خښېدو پورې، مذهب د هر سړي او ښځې په ژوند غلبه کړې وه. د ورځې هر کار، د کليسا په زنګ برابر شوی او له مذهبي باورونو او قوانينو ډک و، کوم زنګ چې مسلمانان لمانځه ته راغوښتل، دوی مسلکي او عام ژوند په واک کې درلود-ان اصناف او پوهنتونونه هم مذهبي ادارې وې...ان که يو بې ساري انسان د دين پر نوعيت او خدای پر شتون د پوښتنې کولو لپاره اړين حقيقت تر لاسه کاوه، هغه به هيڅ ملاتړ نه شو موندلای، نه د هغه وخت په فلسفه کې او نه په علم کې». په دې بنسټ چې حکومتي واک د الهی حق په مفهوم ولاړ و، حکومت ته له سيمه یيزو خدايانو څخه د منکرو کسانو له خوا ګواښ پېښېده. هغه خلک چې د بې دينه نوم پرې اېښودل کېده، د لومړيو مسلمانانو او مسيحیانو په ګډون، په پايله کې تر قانوني تعقيب لاندې نيول کېدل. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د نوي پړاو لومړني وختونه او سمون
[سمول]د نوې پړاو په لومړيو کې، د «بې دينه» ټکی د سپکاوي په توګه کارېده او په ډېرو خلکو د عمل وړ و، د هغو خلکو په ګدون څوک چې د الهي باورونو مخالف و، د هغو پر ضد چې ځانوژنه يې کوله، بداخلاقه وو يا يې خپله افراط کاوه او ان د جادوګرۍ د باور په مخالفينو هم. د توماس اکويناس په څېر فیلسوفانو هم بې دينه باورونه د نظم او ټولنې لپاره ګواښ باله. قانون پوه او پوهاند توماس مور وايي چې: مذهبي زغم بايد په ټولو کې عام شي، پرته له هغوی چې په خدای يا د روح په تلپاتي والي باور نه لري. د ديني آزادۍ د نويو مفاهيمو بنسټګر جان لاک استدلال کوي چې: (د کاتوليکانواو مسلمانانو په ګډون) ملحدانو ته بايد د هويت بشپړ حقوق ورنه کړل شي. [۱۴][۱۵][۱۶]
د څېړنو پر مهال ډېری هغه کسان چې په الحاد يا ارتداد يا دواړو تورن شوي وو، شکنجه شوي يا اعدام شوي دي. په دوی کې پادري جوليو سزار وانيني هم شامل دی چې په ۱۶۱۹ ز کال کې خپه او وسوځول شو او باوقاره سړی « Kazimierz Łyszczyński» څوک چې په وارسا کې اعدام شوی و. فرانسوی اتين دوله چې په ۱۵۴۶ ز کال کې اعدام شو. که څه هم په نولسمه پېړۍ کې ((د ملحدو شهيدانو)) په توګه اعلان شول، وروستي پوهان په دې باور دي چې د نوې اصطلاح تر مخې هغه عقايد چې دوله او وانيني خپل کړي وو، ملحدانه نه دي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]
نوی پړاو
[سمول]ويکټوريايي بریتانيه
[سمول]د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې د بریتانيې ملحدين که څه هم شمېر یې لږ وو، د تبعيضي کارونو موخه ګرځېدلي وو. کله چې شاعر پرسي بيش شلي «د الحاد اړتيا» تر عنوان لاندې يوه لیکنه خپره کړه، هغه د اکسفرډ له پوهنتون څخه وايستل شو او د دوه بچيانو له ساتنې محروم کړای شو. هغه چا چې په قضايي بهير کې به یې په مسيحيت لوړه نه کوله، په محکمه کې د شاهدۍ ورکولو وړ نه و، تر څو انصاف تر لاسه کړي، تر دې چې په ۱۸۶۹ز او ۱۸۷۰ ز کلونو کې دا شرط د قوانينو په تصويب سره له منځه ولاړ.[۲۱][۲۲]
چارلز برادلاو يو ملحد په ۱۸۸۰ ز کال کې د بریتانيې د پارلمان د غړي په توګه انتخاب شو. هغه د خپلې دندې د لوړې تر سره کولو پر ځای، د تاييد له حق څخه محروم شو او وروسته د لوړې کولو له وړتيا هم محروم شو؛ ځکه نورو غړو نیوکه وکړه چې هغه خپله ويلي چې دا کار به بې معنا وي. برادلاو له دې وروسته درې ځلې بيا هم انتخاب شو، او په پای کې په ۱۸۸۶ ز کال کې د دې وړ وګرځېد چې خپله چوکۍ اشغال کړي او دا له هغې وروسته چې د پارلمان رئيس هغه ته اجازه ورکړه چې د لوړې مراسم تر سره کړي.
نازي المان
[سمول]په المان کې د نازيانو د واکمنۍ پر مهال، د ۱۹۳۳ ز کال په يوه حکم کې راغلي و: «د کومې مذهبي تګلارې د نه درلودلو په دليل، بايد هېڅ هېوادنی سوسياليست زيان ونه ويني». بيا هم حکومت د بې خدايه کمونستانو سخت مخالفت کاوه، په همدې کال د المان په ټولو ملحدانو او کیڼ اړخو آزادو فکري سازمانونو، لکه : د المان آزاد فکرانو اتحاديه (د ۵۰۰۰۰۰ غړو په لرلو) بنديز ولګېد؛ نازيانو د ۱۹۳۰ ز کلونو تر منځ ځينې ښي اړخي ډلې وزغملې. په ۱۹۳۳ ز کال کې د هیټلر په يوه وينا کې هغه ادعا وکړه چې الحادي خوځښت يې ايستلی دی.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]
د هغو مذاکراتو په اوږدو کې چې د ۱۹۳۳ ز کال د اپريل په شپږوېشتمه یې د واتيکان-نازي موافقه رامنځته کړه، د غیر ديني تمايلاتو له امله هیټلر وويل :«بې دينه ښوونځي هېڅکله نه شي زغمل کېدای». هيټلر يادې ژمنې ته په پرله پسې ډول پاملرنه نه کوله، بلکې په ټوله کې يې ياد تړون ته پاملرنه نه کوله، په ۱۹۳۹ ز کال کې د کاتوليکانو ټول ښوونځي يا منحل شول يا په عامه تاسيساتو بدل شول.[۲۹][۳۰]
سرچينې او ياداښتونه
[سمول]- ↑ "Atheists in Lebanon". Freethought Lebanon (in American English). بياځلي په 2021-04-25.
- ↑ Somin, Ilya. "Atheists May Be the Most Unpopular Minority" (PDF).
- ↑ Robert Evans (9 December 2013). "Atheists face death in 13 countries, global discrimination: study". Reuters.
- ↑ "'God Does Not Exist' Comment Ends Badly for Indonesia Man". بياځلي په 2012-01-20.
- ↑ Warf, Barney (2015). "Atheist Geographies and Geographies of Atheism". In Stanley D. Brunn; Donna A. Gilbreath (eds.). The Changing World Religion Map. Vol. 4. p. 2225. ISBN 978-94-017-9375-9 – via Amazon.com.
[...] to openly discriminate against them [atheists], or practice atheophobia.
- ↑ Ribeiro, Henrique Jales (2009-12-01). Rhetoric and Argumentation in the Beginning of the XX Century (in انګليسي). Imprensa da Universidade de Coimbra / Coimbra University Press. ISBN 9789898074775.
- ↑ Cragun, Ryan T.; Joseph H. Hammer; Jesse M. Smith (2013). "North America". In Stephen Bullivant; Michael Ruse (eds.). The Oxford Handbook of Atheism. Oxford University Press. pp. xiii, 615+. ISBN 9780199644650. بياځلي په 13 February 2017 – via Google Books.
- ↑ Whitmarsh, Tim (2015). Battling the Gods: Atheism in the Ancient World. Knopf. ISBN 978-0-307-95833-4.
- ↑ Davidson, Nicholas (1992). "Unbelief and Atheism in Italy". In Michael Hunter; David Wootton (eds.). Atheism from the Reformation to the Enlightenment. Oxford University Press. pp. 55–86. ISBN 978-0-19-822736-6.
- ↑ Armstrong, Karen (1994). A History of God: The 4000-year Quest of Judaism, Christianity, and Islam. Random House, Inc. pp. 286–87. ISBN 978-0-345-38456-0.
- ↑ Kelley, Donald R. (2006). Frontiers of History: Historical Inquiry in the Twentieth Century. Yale University Press. p. 115. ISBN 978-0-300-12062-2.
- ↑ Gey, Steven G. (2007). "Atheism and the Freedom of Religion". In Martin, Michael (ed.). The Cambridge Companion to Atheism. Cambridge University Press. pp. 250–253, 260–2. ISBN 978-0-521-84270-9.
- ↑ Armstrong, Karen (1994). A History of God: The 4000-year Quest of Judaism, Christianity, and Islam. Random House, Inc. pp. 98, 147. ISBN 978-0-345-38456-0.
- ↑ Davidson, Nicholas (1992). "Unbelief and Atheism in Italy". In Michael Hunter; David Wootton (eds.). Atheism from the Reformation to the Enlightenment. Oxford University Press. pp. 55–86. ISBN 978-0-19-822736-6.
- ↑ Armstrong, Karen (1994). A History of God: The 4000-year Quest of Judaism, Christianity, and Islam. Random House, Inc. pp. 286–87. ISBN 978-0-345-38456-0.
- ↑ Laursen, John Christian; Nederman, Cary J. (1997). Beyond the Persecuting Society: Religious Toleration Before the Enlightenment. University of Pennsylvania Press. p. 142. ISBN 978-0-8122-1567-0.
- ↑ Brooke, John Hedley (2005). Heterodoxy in Early Modern Science and Religion. Maclean, Ian. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-926897-9.
- ↑ Kłoczowski, Jerzy (2000). A History of Polish Christianity. Cambridge University Press. p. 155. ISBN 978-0-521-36429-4.
- ↑ Onfray, Michel (2007). Atheist manifesto: the case against Christianity, Judaism, and Islam. Leggatt, Jeremy (translator). Arcade Publishing. p. 24. ISBN 978-1-55970-820-3.
- ↑ Chadwick, Owen (2003). The Early Reformation on the Continent By. Oxford University Press. ISBN 978-0-19-926578-7.
- ↑ Larson, Timothy (2003). "Victorian England". In Cookson, Catharine (ed.). Encyclopedia of religious freedom. New York: Routledge. ISBN 978-0-415-94181-5.
- ↑ Gey, Steven G. (2007). "Atheism and the Freedom of Religion". In Martin, Michael (ed.). The Cambridge Companion to Atheism. Cambridge University Press. pp. 253–255. ISBN 978-0-521-84270-9.
- ↑ Baynes, Norman Hepburn (1969). The Speeches of Adolf Hitler, April 1922 – August 1939'. H. Fertig. p. 378.
Without pledging ourselves to any particular Confession, we have restored faith to its pre-requisites because we were convinced that the people needs [sic] and requires [sic] this faith. We have therefore undertaken the fight against the atheistic movement [Gottlosenbewegung], and that not merely with a few theoretical declarations: we have stamped it out.
- ↑ Smith, Christian (1996). Disruptive religion: the force of faith in social-movement activism. Routledge. pp. 156–57. ISBN 978-0-415-91405-5.
- ↑ Stackelberg, Roderick (2007). The Routledge Companion to Nazi Germany. Routledge. pp. 136–8. ISBN 978-0-415-30860-1.
- ↑ "Atheist Hall Converted: Berlin Churches Establish Bureau to Win Back Worshipers". The New York Times. 14 May 1933. p. 2. بياځلي په 18 September 2010.
- ↑ Bock, Heike (2006). "Secularization of the modern conduct of life? Reflections on the religiousness of early modern Europe". In Hanne May (ed.). Religiosität in der säkularisierten Welt. VS Verlag fnr Sozialw. p. 157. ISBN 978-3-8100-4039-8.
- ↑ Kaiser, Jochen-Christoph (2003). Christel Gärtner (ed.). Atheismus und religiöse Indifferenz. Vol. Organisierter Atheismus. VS Verlag. pp. 122, 124–6. ISBN 978-3-8100-3639-1.
- ↑ Ernst Helmreich, The German Churches Under Hitler. Detroit: Wayne State Univ. Press, 1979, p. 241.
- ↑ Evans, Richard J. (2005). The Third Reich in Power. New York: Penguin. ISBN 978-0-14-303790-3; pp. 245–246