Jump to content

د برازیل او متحده ایالاتو اړیکې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

متحده ایالات لومړني هېواد و چې د برازیل خپلواکۍ یې په رسمیت وپیژندنه، بل خوا بیا برازیل په سویلي امریکا کې یوازینې هېواد و چې په دوهمه نړیواله جګړه کې یې خپل ځواکونو د متحدینو سره یوځای د جګړې ميدان ته ولېـږل. که څه هم د دغو دوو هېوادونو تر منځ هيڅکله جنجال نه دي پيښ شوي، خو بیا هم دوی له یو بل سره نسبتا ليري اړیکې درلودي او یو لنډ مهاله همکاری یې سره لرله. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۰ م کال کې ( ډیلما روسیف ) د برازیل د ولسمشر په توګه وټاکل شو او د ایران او برازیل تر منځ اړیکې ترینګلي شوي،  نو د برازیل او امریکا اړیکې د پام وړ ټینګې شوي. د ۲۰۱۳ م کال د جون په میاشت کې هغه وخت کله چې په برازیل کې د متحده ایالاتو د ډله ایزو څارنې پروګرامونه افشا شول نو د دوی تر منځ اړیکې کمزوری شوي، دا ځکه چې په روسیف باندې د امریکا د جاسوسۍ ثبوت شتون درلود. روسیف د ۲۰۱۳ م کال د سپټمبر په میاشت کې متحده ایالاتو ته خپل ټاکل شوي سفر د داسې افشا په غبرګون کې لغوه کړ. د ۲۰۱۵ م کال د جون په ۳۰ نېټه د دوی تر منځ اړیکې بیرته هغه وخت ټینګي شوي کله چې روسیف امریکا ته په دولتي سفر لاړ، د جاسوسۍ د شکونو له کبله د پخواني لغوه شوي سفر څخه دوه کاله وروسته دا سفر تر سره شو. په ۲۰۱۹ م کال کې د جیر بولسونرا د کامیابۍ سره د دغو دوه هېوادونو تر منځ یو ځل بیا د څیړنې، امنیت او دفاع په برخو کې تړونونه لاسلیک شول.

د دې سربېره، دا دوه هېوادونه د مختلفو سازمانونو غړیتوب لري، چې پکې ملګري ملتونه، د نړۍ سوداګریز سازمان، د امریکايي هېوادونه سازمان، د جي ایټ یا د اتو هېوادونو سازمان او د جي شل سازمان شامل دي. برازیل د امریکايي هېوادونو د سازمان یو کلک پلوي دي. د یوې نړیوالې نظر سنجي په اساس په ۲۰۱۴ م کال کې  ۶۵ سلنه برازیلیانو متحده ایالاتو ته مثبته رایه ورکړي وه، چې دا شمېره په ۲۰۱۵ م کال کې ۷۳ سلنه ته پورته شوه. په ۲۰۱۵ م کال کې، ۶۵ سلنه برازیلیانو دا باور درلود چې اوباما به نړیوالې چارې په ښه توګه سمبال کړي. د ۲۰۱۳ م کال په ورستیو کې یوه بله نظر سنجي دا ښيي چې ۶۱ سلنه امریکایان برازیل ته په ښه سترګه ګوري او ۱۵ سلنه نور یې بیا نه خوښوي. [۱][۲]

تاریخ

[سمول]

د پیل تاریخ

[سمول]

ریو دایو ژانیرو ته د پرتګال د شاهي دربار تر انتقال ، او بهرنیو کښتیو ته د بندرونو تر پرانیستل کېدو وروسته، متحده ایالات په ۱۸۱۵ م کال کې لومړني هېواد شو چې په برازیل کې یې خپله قونسلګرې پرانیسته او دا قونسلګري د برنامبوکو په ریسفیه کې جوړه شوه. همدارنګه متحده ایالات لومړني هېواد و چې له پرتګال څخه د برازیل د خپلواکۍ اعلان چې ۱۹۲۲ م کال کې خپور شوی وي ، په ۱۹۲۴ م کال کې په رسمیت وپيژانده. له اروپايي پاچاهیو څخه د امریکايي هېوادونو د خپلواکۍ په رسمیت پيژندل په اصل کې د متحده ایالاتو یوه پالیسۍ وه، چې هڅه یې کوله په دې سیمه کې اروپايي نفوذ کم کړي. [۳]

د دغو دوو هېوادونو تر منځ اړیکې په ۱۸۶۴ م کال کې د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال خرابې شوي، دا هر څه هغه وخت وشول کله چې د ( ابراهم لینکلن ) اتحادیې جنګي بېړیو د برازیل په بوهیا بندرګاه کې د کنفدراسیون په جنګي بیړیو حمله وکړه او ویې نیولي. دغه پېښه د بوهیا د پیښې په توګه ونومول شوه، او د برازیل حکومت ادعا وکړه چې د اتحادیې سمندري ځواک غیرقانوني عمل وکړ او د برازیل له بې طرفۍ څخه یې سرغړونه کړي.

د نولسمې پېـړۍ په دوران کې او د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمې کې، د دغو دوه هېوادونه تر منځ تعامل د څو اړخیزو ملاقاتونو پورې محدود و، لکه د امریکا د متحده ایالاتو کنفرانس. په ۱۸۹۰ م کال کې د امریکا د ایالاتو په لومړنۍ نړیوال کنفرانس کې، د امریکا ډېریو هېوادونو، متحده ایالاتو او برازیل د سیمه ییز ادغام په پروژو بحث وکړ. متحده ایالاتو پلان درلود تر څو یوه نړیواله سوداګریزه امریکايي ( د اروپا د اقتصادي بلاک پر خلاف ) اتحادیه جوړه کړي. دغه کار دا معنا درلوده چې د امریکايي سوداګري پر خلاف بهرني تعرفي وځنډول شي او د اروپايي ــ امریکايي سوداګري پر خلاف له دې کار څخه ډاډه وشي.

د ۱۹۳۰ م کال برازیلي انقلاب د الیګارچیک د کافي د کښت مالکین وځپل او د منځني پوړ ښاري طبقه یې واک ته ورسوه دا ځکه چې دوی هغه سوداګریزې ګټې چې د صنعتي کېدو او عصري کېدو لورته یې پرمختګ کاوه خوښولي. تر ۱۹۳۳ م کال پورې د صنعتي کېدو چټکټیا د برازیل اقتصاد په پښو ودروه، او امریکايي پانګوال یې پانګواني ته تشویق کړل. په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ م لسیزو کې برازیلي مشرونو پریکړه وکړه چې د ارجنټاین د ضمني بهرنۍ پالیسۍ موخه دا وه چې په پرتګالي ژبه خبري کوونکي برازیل له اسپانوي ژبي خبري کوونکي ګاونډي برازیل څخه جلا کړي، تر څو په دې توګه په سویلي امریکا کې خپل اقتصادي او سیاسي نفوذ په ډېري اسانۍ سره پراخ کړي. حتا تر دې بده موضوع، د ارجنټاین د ځواکمن پوځ له خوا د برازیل په کمزوری پوځ د ناڅاپي برید ویره وه. د دې خطر سره د مقابلې لپاره، برازیل له متحده ایالاتو سره ډېري نژدې اړیکې ټینګي کړي، په همدې حال کې برازیل په مخالف جهت کې حرکت وکړ. [۴]

دویمه نړیواله جګړه

[سمول]

د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، برازیل د متحده ایالاتو یو کلک متحد و او خپل ځواکونه یې حتا هغه وخت هم د جرمني خلاف جګړې ته لېـږلي و کله چې د جرمني د اوبو لاندې جنګي کښتیو د برازیل کښتي غرقي کړي. همداراز متحده ایالتو د لینډ لیس د پلان لپاره ۱۰۰ میلیونه ډالره برابر کړل تر څو د اتلانتیک په بېلابیلو برخو کې د خپلو ځواکونو او تجهیزاتو د انتقال لپاره هوايي ډګرونه جوړ کړي، او د اوبو لاندې جنګي بیړيو پر خلاف د سمندري پوځ لپاره اډي رامنځته کړي. بل لورته، ارجنټاین په رسمي توګه بي طرفه خو بیا هم د جرمني پلوی و. [۵]

د برازیل او متحده ایالاتو تر منځ متقابلې اړیکې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ډېري شوي. په ۱۹۴۲ م کال کې، د ګټولیو وارګیس د ولسمشري د لومړي دورې په دوران کې ( له ۱۹۳۰ څخه تر ۱۹۴۵ م کال پورې)، برازیل له خپلو متحدینو یعنې د متحده ایالاتو، شوروي اتحاد او بریټانیا سره د محور د قدرتونو پر خلاف مرسته وکړه. نو له همدې امله د برازیل او متحده ایالتو یو ګډ دفاعي کمیسیون د جمیز ګارشي اورد په مشرۍ جوړ شو تر څو د دغو دوه هېوادونو تر منځ د پوځي اړیکې په ټينګولو کې مرسته وکړي، او همداراز د متحده ایالاتو په کښتیو او سرتیرو باندې د محور د قدرتونو د ناڅاپي برید د مخنیوي لپاره و چې د اتلانتیک څخه یې افریقا او اروپا ته سفر کاوه، د دې کمیسیون د جوړېدو بل لوی لامل له سویلي امریکا څخه د محور د ځواکونو د نفوذ را کم کول و.[۶]

برازیل په شمال ختیځ کې د خپلې فضا یوه برخه په موقتي توګه د متحده ایالاتو لپاره ځانګړي کړه تر څو د شمالي امریکا هېوادونه وکولای شي چې په اروپا او افریقا کې د محور د قدرتونو پر خلاف خپلې الوتکې په دې سیمه کې هوا ته پورته کړي ( د برازیل شمال ختیځه ساحلي کرښه د امریکا د کرې تر ټولو ختیځه نقطه ده).

په ۱۹۴۴ م کال کې، برازیل همدارنګه خپل عملیاتي ځواکونه د متحده ایالاتو د ځواکونو په امر اروپا ته واستول. وارګاس د فرانکلین روزلت لخوا وړکړل شوي وعدي څخه خوشحاله و چې هغه به برازیل ته د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې دایمي ځای ورکوي، خو د شوروي اتحاد او بریټانیا د مقاومت له امله متحده ایالاتو دا وعده پوره نکړه.

سرچينې

[سمول]
  1. "Global Indicators Database". April 22, 2010.
  2. "Which countries Americans like … and don't". December 30, 2013.
  3. "U.S. Consulate General Recife". U.S. Embassy & Consulates in Brazil. نه اخيستل شوی June 25, 2015.
  4. Stanley E. Hilton, "The Argentine Factor in Twentieth-Century Brazilian Foreign Policy Strategy." Political Science Quarterly 100.1 (1985): 27-51.
  5. Stanley E. Hilton, "Brazilian Diplomacy and the Washington-Rio de Janeiro 'Axis' during the World War II Era," Hispanic American Historical Review (1979) 59#2 pp. 201-231 in JSTOR
  6. Stetson Conn, Byron Fairchild, Office of the Chief of Military History, Department of the Army, The Framework of Hemisphere Defense, 1960, page 319