خړ کاز
ښکارېدونکې بڼه
Anser anser خړ کاز | |
---|---|
مملکه | ژوی |
عمومي بڼې | Chordata |
ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
طبقه | مرغان |
الوتونکی مرغان | |
Anseriformes | |
کورنۍ | اېناټائيډی |
جنس | کازان |
خړ کاز (په لاتين: Anser anser) د کازانو څخه تر ټولو گڼ شمېر لرونکی ډول دی چې د کورنیو کازانو څو دورگه شويو ډولونو جد هم دی.
توصيف
[سمول]خړکاز د اېناټائيډی په کورنۍ او د کاز په جنس پورې اړه لري. اوږدوالی یې ۷۵ - ۱۰۰ سانتیمتره او وزن یې ۲،۵ - ۴ کیلوگرامه دی. اوږدی قوي خړ رنگ لرونکې بڼې او قوي ژیړه مښوكه لري. نوموړی مارغه د اوراسيا په بېلا بېلو سیمو کې اوبو ته نژدې ژوند کوي. خړکازان په دایمو جوړو کې ژوند کوي او په سپټمبر کې په لویو سېلو کې سوېلي گرمو سیمو ته الوزي. خړ کاز په ځانگړي ډول مېوې، بوټي او د اوبو بوټي او کوچنۍ ژوې خوري.