اروپايي کمېسیون
کمېسیون د اروپايي ټولنې خوځونکی ځواک دی چې زیاتره ورځیني کارونه ترسره کوي. کمېسیون د رییس په ګډون ۲۸ غړي لري- د هرغړي هېواد څخه یو کس- اوسنی رییس ېې ژان کلاود یونکه(Jean-Claude Juncker) دی چې د ۲۰۱۴ کال د جولاې له لومړۍ نیټې راهیسې کارکوي. مرکز ېې په برسلز/بروکسل کې دی او خپل ملکي مامورین لري. له کمشنرانوڅخه هیله کېږي چې خپلې ملي وفادارۍ هېرې کړي اوپه ټوله کې د اروپايي ټولنې په ګټه په خپلواکه توګه کار وکړي. کمېسیون د اروپايي ټولنې یواځینۍ برخه ده چې د قوانینو وړاندیز کولاې شي، خوپه خپله ېې نشي تصویبولاې. دهغې نورې اصلي دندې دادي: د اروپايي ټولنې دتګلارو او بودیجې څارنه اوعملي کول د اروپايي عدالت محکمې سره- ځان ډاډه کول چې اروپايي قوانین په غړیو هېوادونوکې عملي کېږي په پراخ نړیوال ډګرکې د اروپايي ټولنې استازیتوب- په تېره بیا د نړیوالې سوداګرۍ او د اقلیم د بدلون په ساحوکې
![](http://upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/d/d2/Belgique_-_Bruxelles_-_Schuman_-_Berlaymont_-_01.jpg/220px-Belgique_-_Bruxelles_-_Schuman_-_Berlaymont_-_01.jpg)