ابخازي ژبه
ابخازي ژبه د ابخازيا ( د ګرجستان هېواد یوه برخه) د اصلي اوسېدونکو ژبه ده. دا ژبه د قفقاز او شمالي قفقاز له ژبو څخه ګڼل کيږي.
د ابخازي ژبې ډېری ويونکي په ابخازيا جمهوريت کې ژوند کوي، چې د ابخازي ژبې د ټولو ويونکو، ۵۰،۷ سلنه جوړوي، یو شمېر ابخازیان د منځني ختیځ په هېوادونو کې په ځانګړې توګه تورکيه ژوند کوي.
جوړښت
[سمول]ابخازي ژبه په دوو وينګونو وېشل شوې ده: ابزو او بیزیب ، چې په عمده توګه د دوی د فونیټیک ځانګړتیاو له امله یو له بل څخه توپیر کېدی شي. د ابخازي ژبې په اړه لومړنۍ هر اړخیزه او علمي څېړنه د یو څېړونکي او قفقاز پوه پي. ک اوسلر له خوا ترسره شوه. برسېره پر دې، هغه د ابخازي ژبې د لومړي ګرامر چې نن ورځ هم کارول کیږي، ليکوال هم دی.
دا ژبه د خاموش حروفونو لوی شمېر لري، په ټولیز ډول ۶۵خاموش توري په لیکو کې د اضافي نښو په ځای کولو یا د څو حروفونو په یوځای کولو سره کارول کیږي.
تاریخ
[سمول]په ۱۸۶۲ ز کې، اوسلر د سیریلیک الفبا پر بنسټ د ابخازي ژبې لپاره یو سکریپټ اختراع کړ، او د لیکلو بڼه یې د بیزیب په وينګ ولاړه وه. د ابخازي ژبې د پراختیا په دوره کې، چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو او د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یو جلا درسي کتاب او د دیني کتابونو ژباړه هم پرې خپره شوه. د اکتوبر له انقلاب څخه مخکې، د ابخازي لیکلې ژبه لږ پرمختللې وه او یوازې د څو سواد لرونکو خلکو لخوا کارول کېده.
په ابخازیا کې د شوروي د حکومت له جوړېدو وروسته، د ادبي ژبې، ملي رسم الخط د لا پراختیا او د خلکو د کلتوري او اقتصادي ژوند په مختلفو برخو کې د معرفي او پلي کولو لپاره ډیرې هڅې وشوې. په ۱۹۲۸ کې، د ابخاز - اډیګی په کنفرانس کې، پرېکړه وشوه چې لاتیني رسم الخط وکاروي. د پایلې په توګه، لاتیني رسم الخط د ۱۰ کلونو لپاره وکارول شو، له ۱۹۳۸ څخه تر ۱۹۵۴ پورې، ابخازي ژبه په ګورجي ليکدود ليکل کېده، چې وروسته يې سيريليک ليکدود خپل کړ، د شوروي د واکمنۍ په دوره کې، د ابخاز ملي ژبې خورا وده وکړه.
اوسمهال دغه ژبه په راډيو او تلوېزيون، ښوونځيو، د سوخومي پوهنتون د ښوونې او روزنې په انستيتوت کې د ثانوي زده کړو، تياتر، ګڼو ټولنيزو-سياسي خپرونو او افسانو ليکلو کې کارول کيږي. د ابخازي ژبې پرمختګ د ځينې ليکوالانو د هڅو پايله ده چې د هغې جملې ګولیا، چنبا، ګوګونیا، پاکس خیري، شین کوبا، خاشبا، تربا او نورو يادولی شو.
سرچينې
[سمول]- ↑ سرچينې تړی: https://github.com/unicode-org/cldr/blob/main/common/main/ab.xml.
- ↑ سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/abk.
- ↑ ذکر کېدنه: The Cambridge Encyclopedia of Language. Page(s): 305. Publisher: Cambridge University Press. خپرېدو نېټه: ۱۹۸۷. ليکوال: David Crystal.
- ↑ ذکر کېدنه: اېتنولوګ. Publisher: SIL International. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. ISSN: 1946-9675.
- ↑ "اېتنولوګ" (په انګرېزي ژبه). SIL International. نه اخيستل شوی 10 مې 2019.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ "Language".
- ↑ "ScriptSource - Turkey". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
- ↑ "ScriptSource - Russian Federation". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
- ↑ "ScriptSource - Syria". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
- ↑ "ScriptSource - Georgia". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
- امیراحمدی، بهرام (۱۳۷۴)، «زبانهای ایبری_قفقازی». مطالعات آسیای مرکزی و قفقاز ۹، تهران: مؤسسهٔ چاپ و انتشارات وزارت امور خارجه.mw-parser-output cite.citation{font-style:inherit}.mw-parser-output q{quotes:"\"""\"""'""'"}.mw-parser-output code.cs1-code{color:inherit;background:inherit;border:inherit;padding:inherit}.mw-parser-output .cs1-lock-free a{background:url("//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/6/65/Lock-green.svg/9px-Lock-green.svg.png")no-repeat;background-position:right .1em center;padding-right:1em;padding-left:0}.mw-parser-output .cs1-lock-limited a,.mw-parser-output .cs1-lock-registration a{background:url("//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/d/d6/Lock-gray-alt-2.svg/9px-Lock-gray-alt-2.svg.png")no-repeat;background-position:right .1em center;padding-right:1em;padding-left:0}.mw-parser-output .cs1-lock-subscription a{background:url("//upload.wikimedia.org/wikipedia/commons/thumb/a/aa/Lock-red-alt-2.svg/9px-Lock-red-alt-2.svg.png")no-repeat;background-position:right .1em center;padding-right:1em;padding-left:0}.mw-parser-output div[dir=ltr] .cs1-lock-free a,.mw-parser-output div[dir=ltr] .cs1-lock-subscription a,.mw-parser-output div[dir=ltr] .cs1-lock-limited a,.mw-parser-output div[dir=ltr] .cs1-lock-registration a{background-position:left .1em center;padding-left:1em;padding-right:0}.mw-parser-output .cs1-subscription,.mw-parser-output .cs1-registration{color:#555}.mw-parser-output .cs1-subscription span,.mw-parser-output .cs1-registration span{border-bottom:1px dotted;cursor:help}.mw-parser-output .cs1-hidden-error{display:none;font-size:100%}.mw-parser-output .cs1-visible-error{font-size:100%}.mw-parser-output .cs1-subscription,.mw-parser-output .cs1-registration,.mw-parser-output .cs1-format{font-size:95%}.mw-parser-output .cs1-kern-left,.mw-parser-output .cs1-kern-wl-left{padding-left:0.2em}.mw-parser-output .cs1-kern-right,.mw-parser-output .cs1-kern-wl-right{padding-right:0.2em}
- سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P1705 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P279 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P2341 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P282 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1098 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P3823 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P218 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P424 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- ژبه