Jump to content

آدیس آبابا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
آدیس آبابا
አዲስ አበባ
د آدیس آبابا انځور
د آدیس آبابا انځور
د آدیس آبابا انځور

City of Humans[?], Adisaba, Sheger, Finfinne, Adu, Adu Genet
د ایتوپیا په نقشه کې د آدیس آبابا ښار موقیعت
د ایتوپیا په نقشه کې د آدیس آبابا ښار موقیعت
د ایتوپیا په نقشه کې د آدیس آبابا ښار موقیعت

Lua error in Module:Mapframe at line 385: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: ۹°۳۸′ شمال ۳۸°۴۲′ ختیځ / 9.633°شمال 38.700°ختيځ / 9.633; 38.700
بنسټ ایښودنه ۱۸۸۶
اداري وېش
هیواد ایتوپیا
پلازمینه د:
اېتوپيا (۱۹۹۱–)  ويکيډاټا کې (P1376) ځانګړنې بدلې کړئ
حکومت
 • ښاروال کوما دمکسا
پراخوالی
 • پلازمینه ۵۳۰٫۱۴ کلوميټر٢ (۲۰۴٫۶۹ میله  مربع)
 • ځمکه ۵۳۰٫۱۴ کلوميټر٢ (۲۰۴٫۶۹ میله  مربع)
لوړوالی 2355 متر   ويکيډاټا کې (P2044) ځانګړنې بدلې کړئ
نفوس شمېرنه (۲۰۰۵)
 • پلازمینه ۳٬۳۸۴٬۵۶۹
 • د نفوسو کثافت ۶٬۴۰۰/کلوميټر٢ (۱۷٬۰۰۰/ميله مربع)
 • ستره ښاري سيمه ۴٬۵۶۷٬۸۵۷
وروستي مالومات
وخت زون East African Time (ه.ن.و۳+)
سيمه ييز د زنګ کوډ ۰۱۱ ۲۵۱
جيو کوډ 344979

444178  ويکيډاټا کې (P1566) ځانګړنې بدلې کړئ

آی اېس او 3166 ET-AA  ويکيډاټا کې (P300) ځانګړنې بدلې کړئ
خورلڼې ښارونه
بېجنګ ،  خرطوم ،  تل آویو ،  ژوهانسبورگ ،  واشنګټن ډي سي [۱]،  سان فرانسسکو ،  کاوناس ،  سینټ پیټرزبورګ   ويکيډاټا کې (P190) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه www.addisababacity.gov.et
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

ادیس ابابا یا ادیسه بابا (په انګلیسي Addis Ababa : /ˌædɪs ˈæbəbə/ ، په امهري ژبه: አዲስ አበባ, چې تحت اللفظي معنا یې نوی ګل دی، همدارنګه د فینیفین په نامه پېژندل کېږي (چې په اورومو ژبه کې یې معنا طبیعي چینه ده). دا ښار د اېتوپیا پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار دی. نوموړی ښار همداراز د اورومیا سیمه ییزه پلازمېنه هم ده. د ۲۰۰۷ز کال په سرشمېرنه کې، د دغه ښار نفوس ۲۷۳۹۵۵۱ وګړي اټکل شوی و. ادیس ابابا د اېتوپیا یو خورا پر مختللی او مهم کلتوري، هنري، مالی او اداري مرکز دی.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]

ادیسه بابا په ۱۵مه زېږدیزه پېړۍ کې د یو مستحکم شوي ځای "بارارا"  په توګه راښکاره شوه. او تر دوهم ډېويټ (Dawit II) پورې د سترواکانو د اوسېدو ځای و. وروسته له هغې چې د نوموړي لښکرې په ۱۵۲۹ز کال کې د اېتوپیا-عدل د جګړې پر مهال د عدالت د جنرال احمد بن ابراهم الغازي له خوا په لومه کې ولوېدې، بارابارا په بشپړه توګه ویجاړه شوه. د ادیسه بابا د تاسیس تاریخچه د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې په ۱۸۸۶ز کال کې د د شېوا د نجاشي دویم منیلیک له خوا د اېنټوټو غره له موندلو څخه دوه کاله مخکې دورې ته، رسېږي. په هغه وخت کې یاد ښار یو سیاحتي ښارګوټی و؛ پکې د لویو منرالي چینو ډېروالي د سترواکۍ اشراف ځان ته راوکښل تر څو هلته زیات شمېر دایمي استوګنځایونه جوړ کړي. همداراز یې ـــ د صنعت ګرانو، سوداګرو او بهرنیو سیلانیانو په ګډون د کارګرې طبقې ډېر غړي راجذب کړل. دویم منیلیک بیا وروسته په ۱۸۸۷ز کال کې خپله د سترواکۍ ماڼۍ هلته جوړه کړه. ادیسه بابا په ۱۸۸۹ز کال کې د دغې سترواکۍ پلازمېنه شوه او ورپسې نړیوال سفارتونه پرانیستل شول. د ادیسه بابا ښاري پراختیا د شلمې پېړۍ په لومړیو کې له هېڅ ډول مخکې طرح شوو پلانونو څخه پرته پیل شوه.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

ادیسه بابا ښار په ۱۹۲۶ او ۱۹۲۷ز کلونو کې په لویه پیمانه پراختیا وموندله، او د منځنۍ طبقې له خوا له اروپایي فرنېچر څخه د ډکو ډبرینو کورونو په ګډون د ودانیو په شمېر کې زیاتوالی راغی. منځنۍ طبقې همداراز نوي تولید شوي موټرونه راوارد کړل او بانکي ادارو ته یې پراختیا ورکړه. د اېټالیایي نیواک پر مهال، ښاریتوب او عصریتوب د یو ماستر پلان پر بنسټ چې دوی په دې هیله پلی کاوه چې ادیسه بابا به د ډېر وخت لپاره استعماري ښار وي او له استعمار وروسته به هم دا کالوني ادامه لري، په متوازنه بڼه زیات شو. له ۱۹۴۰لسیزې راوروسته د فرانسوي او برتانوي سلاکارانو له لوري هم تعقیبي پلانونه ډیزاین شول چې تمرکز یې په لویو برمناکو وردانیو، اقماري ښارونو او د ښارونو په مرکزونو و. همداشان، ایټالوي-اېتوپیایي ماستر پلان هم په ۱۹۸۶ز کال کې یوازې د ښاري ودانیو او استوګنیزو اسانتیاوو اړوند نقشې طرح کړې، کوم ته چې بیا ورسته د ۲۰۰۳ز کال په ماستر پلان کې ځای ورکړل شو.[۱۳]

ادیسه بابا د اېتوپیا د فدرالي جمهوریت په اساسي قانون کې د دغه ښار د حکومتي منشور د ۱۹۹۷ز کال د ۸۷یمې اعلامیې پر بنسټ د فدرالي طرز درلودونکی یو ښار دی. دې ښار ته د افریقا د لویې وچې لپاره د تاریخي، دېپلوماتیک، او سیاسي اهمیت له امله "د افریقا د پلازمېنې" په سترګه کتل کېږي، ادیسه بابا د لویو نړیوالو سازمانونو لکه افریقايي اتحادیې او د افریقا لپاره د ملګرو ملتونو د اقتصادي کمیسیون (ECA) لپاره د مرکزي دفترونو په توګه په چوپړ کې ده. [۱۵][۱۶]

دغه ښار د ختیځې افریقا له چاود (East African Rift) څخه، کوم چې اېتوپیا د افریقایي تراړې او صومالي تراړې تر منځ په دوو برخو وېشي، څو کیلومتره لوېدیځ ته پروت دی. نوموړی ښار د اورومیا د ځانګړي زون په واسطه محدود او د اېتوپیا د بېلابېلو برخو خلک پکې مېشت دی. د ادیسه بابا پوهنتون په همدې ښار کې واقع دی. دا ښار د بشري ودې یو لوړ شاخص لري او د خپل خوځند کلتور، د سینګار د پیاوړو منظرو، د ځوانانو په لوړې کچې ونډې، ښېرازه هنري مناظرو، او د نړۍ په کچې د تر ټولو ګړندۍ اقتصادې ودې د لرلو لپاره شهرت لري. [۱۷][۱۸]

تاریخ

[سمول]

له لیکلي تاریخ نه وړاندې

[سمول]

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له نږدې ۱۰۰۰ کسانو څخه د ډي ان اې(DNA) د شواهدو پر بنسټ یوه مطالعه د دې وړاندیز کوي چې انسانان ۱۰۰۰۰۰ کاله مخکې له اوسنۍ ادیسه بابا سره له یو نږدې ځای څخه خپاره شوي دي. دغې څېړنې یادونه کړې ده چې جنیتیکي تنوع په هغو کسانو کې په متوازنه بڼه راکمېږي چې اجدادو یې له ادیسه بابا څخه ډېر لرې سفرونه کړي دي. [۱۹][۲۰]

منځنۍ پېړۍ

[سمول]

د اېنټوټو غر د اوسنۍ ادیسه بابا په شمال خوا کې یوه لوړه بوړه (اواره سیمه) ده چې د منځنیو پېړیو بارابارا نومې سترواکۍ لپاره یو له ګوتو په شمار ممکنه موقعیتونو څخه ګڼل کېږي. دغه د دایمي قلعو په واسطه مستحکم شوی ښار، د ۱۵مې زېږدیزې پېړۍ له لومړیو تر نیمايي پورې تاسیس شوی دی، او د ۱۶مې زېږدیزې پېړۍ تر لومړیو پورې د لبنا دانګل د څو پرله پسې امپراطورانو د اوسېدو اصلي ځای په توګه پاتې شوی دی. یاد ښار د اېټالیوي کارتوګرافر فرا مارو له خوا د ۱۴۵۰ز کال په شاوخوا کې د کښل شوې نقشې پر مخ د زوکولا او مینیګاشا غرونو تر منځ پروت انځور شوی و، او په ۱۵۲۹ز کال کې کله چې د امپراطورۍ پوځ د اواش د سیند په سویل کې تر محاصرې لاندې راغی، دا ښار د احمد ګران له لوري ویجاړ او تالا کړای شو، چې یاده پېښه د یو یمني لیکوال عرب فقیه له خوا مشاهده شوې او دوه کاله وروسته مستنده شوې ده. هغه وړاندوینه چې بارابارا د اېنټوټو په غره کې موقعیت درلود د ادیسه بابا په یو اوچت ځای کې یې د منځنیو پېړیو د یو ښارګوټي د تازه کشف په واسطه ملاتړ شوی دی، چې نوموړی ښارګوټی د هېون کمر او واشا میکاییل او د ډېرې عصري کلیسا اېنټوټو مریم تر منځ چې د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې تاسیس شوې، موقعیت لري. دا ښارګوټي ته د پنځه ضلعي نوم ورکړل شوی، چې په ۳۰ هکتارو ساحه کې یوه د ۱۲ برجونو او ۲۵۰ مترو په اوږدوالي قلعه پکې ځای پر ځای ده چې جګوالی یې تر پنځو مترو پورې دی.[۲۱][۲۲]

بنسټ اېښودنه یې

[سمول]

لومړنۍ مېشتېدنې

[سمول]

په اېتوپیا کې له دغه ښار نه سملاسي مخکینۍ پلازمېنه اېنټوټو د دویم منیلیک له خوا په ۱۸۸۴ز کال کې تاسیس شوې وه. سربېره پر دې، نوموړي دغه ښار د لښکرکوټ په توګه کارولی و. منیلیک چې په ابتدا کې د شیوا ولایت پاچا و، د اېنټوټو غر یې د خپلې ټولواکۍ په سویل کې د پوځي عملیاتو لپاره د یوې ګټورې قرارګاه په توګه موندلی و، او په ۱۹۷۹ز کال کې یې د منځنیو پېړیو د یو ښارګوټي له کنډوالو او له ډبرو څخه د نابشپړې کلیسا څخه لیدنه وکړه. په دغه ساحه کې د نوموړي لېوالتیا هغه وخت ډېره شوه کله چې د ده مېرمنې تایتو د اېنټوټو په غره کې د یوې کلیسا په ودانولو پیل وکړ، او منیلیک ورپسې په دغه ساحه دویمه کلیسا هم وقف کړه. داسې ویل کېږي چې منیلیک تر یوې پولې د خپلې پخوانۍ سترواکۍ تر اغېز لاندې او د لوی ښار په توګه د چوپړ وړاندې کولو په دلیل په دغه ساحه کې د اوسېدو لپاره پوره دلچسپي درلوده. څه مهال وروسته اېنټوټو د خپلې سړې هوا، د اوبو نشتوالي او د سوَن د لرګي د حاد کمښت له کبله د پلازمېنې په توګه د رضایت وړ نه و.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

د ادیسه بابا تاسیس

[سمول]

په ۱۸۸۶ز کال کې، د اورومو د اېنټوټو غره سویل لوري ته پراته دغه وادي په فینیفین نومي ځای کې چې معنا یې د تودو چینو شته والي ته اشاره ده، مېشتېدنه پیل شوه. دغه سیمه پخوا د اورومو د بېلابېلو پرګنو له خوا مېشته وه. دغه ځای د امپراطورې (د سترواک مېرمنې) تایتو بتول له خوا غوره کړای شو. دې په پیل کې دې فیلووها ګرمو منرالي چینو ته نږدې یو کور اباد کړ چېرته چې دې او د سترواکۍ د دربار غړو د منرالي حمام کول خوښول. نور اشراف او کارکوونکي او کورنۍ یې دې ځای ته نږدې مېشت شول، او منیلیک د خپلې مېرمنې کور ته په ۱۸۸۷ز کال کې دومره پراختیا ورکړه چې د سترواکۍ په ماڼۍ بدل شو کوم چې تر اوسه په نننۍ ادیسه بابا کې د حکومت د مقر په توګه کارول کېږي. په ۱۸۸۶ز کال کې، د دغه ښار نوم د منیلیک د شيوا د پاچاهۍ پلازمېنې په توګه ادیسه بابا ته واوښت. نوموړی ښار په ۱۸۸۹ز کال کې کله چې منیلیک سترواک شو، د اېتوپیا پلازمېنه شو. دې ښار په ډېره چتکۍ سره وده وکړه. نه یوازې دا چې اشراف، بلکې دغې سیمې د کارګرې طبقې په ترتیب سره: صنعت ګرانو، سوداګرانو، او بهرنيو سیلانیانو پام ځان ته راواړاوه.[۲۷][۲۸][۲۹]

سرچينې

[سمول]
  1. https://os.dc.gov/sites/default/files/dc/sites/os/publication/attachments/Addis_Ababa_Sister_City_Agreement.pdf — د نشر نېټه: ۱۷ نومبر ۲۰۲۲
  2. "ADDIS ABABA English Definition and Meaning". Lexico.com. بياځلي په 2022-02-28.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  3. spelled Finfine in official web site of Oromia Supreme Court (http://www.oromiyaa.gov.et/web/supreme-court Archived 15 January 2021 at the Wayback Machine.)
  4. Also spelled Finfine (on the website of the Oromia Supreme Court Archived 15 January 2021 at the Wayback Machine.), Finfinnee, and originally Finfinnie.
  5. ETHIOPIA IN BRIEF, n.d.{{citation}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  6. "Oromia Regional State". Ethiopia. خوندي شوی له the original on 28 July 2017. بياځلي په 2 June 2020.
  7. "| Human Development Reports". hdr.undp.org. بياځلي په 2021-11-09.
  8. "Census 2007 Tables: Addis Abeba" Archived 14 November 2010 at the Wayback Machine., Tables 2.1, 2.5, 3.1, 3.2 and 3.4. For Silt'e, the statistics of reported Shitagne speakers were used, on the assumption that this was a typographical error.
  9. "Addis Ababa | national capital, Ethiopia". Encyclopædia Britannica (in انګليسي). بياځلي په 9 February 2019.
  10. "City Profile Addis Ababa" (PDF). 2022-02-17 (PDF). بياځلي په 2022-07-12.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  11. "Ethiopia's Imperial Palace opened to the public after more than a century". This is africa (in American English). 2019-10-30. بياځلي په 2022-02-12.
  12. "Ethiopia opens doors to its Imperial Palace for the first time". Embassy of Ethiopia, London (in American English). 2019-10-16. بياځلي په 2022-02-12.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Anacker, Caelen (2010-03-16). "Addis Ababa, Ethiopia (1886– ) •" (in American English). بياځلي په 2022-01-05.
  14. Benti, Getahun (2000). "A History of Addis Ababa from Its Foundation in 1886 to 1910 (review)". Northeast African Studies. 7 (2): 143–145. doi:10.1353/nas.2004.0013. ISSN 1535-6574. S2CID 144623037.
  15. "United Nations Economic Commission for Africa". UNECA. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 April 2012. بياځلي په 5 May 2012.
  16. FEDERAL NEGARIT GAZETA (in English). 2003. p. 1.{{cite book}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  17. James Jeffrey. "Addis Ababa: 10 best things to do in Ethiopia's capital". CNN (in انګليسي). بياځلي په 2021-11-09.
  18. Gizaw, Berhanu. "The origin of high bicarbonate and fluoride concentrations in waters of the Main Ethiopian Rift Valley, East African Rift system." Journal of African Earth Sciences 22.4 (1996): 391–402.
  19. "DNA Studies Trace Migration from Ethiopia". bnd.com. St. Louis: Los Angeles Times. bnd. 22 February 2008. خوندي شوی له the original on 20 October 2007. بياځلي په 20 July 2021.
  20. Brown, David (22 فبروري 2008). "Genetic Mutations Offer Insights on Human Diversity". The Washington Post. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 جون 2011. بياځلي په 23 اپرېل 2010.
  21. Philip Briggs. Ethiopia. Bradt Travel Guides (2015) pp. 49–50
  22. Philip Briggs. Ethiopia. Bradt Travel Guides (2015) pp. 131–132
  23. "City Profile Addis Ababa" (PDF). 2022-02-17 (PDF). بياځلي په 2022-07-12.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  24. "Addis Ababa | History, Population, & Facts | Britannica". www.britannica.com.
  25. Philip Briggs. Ethiopia. Bradt Travel Guides (2015) pp. 131–132
  26. Philip Briggs. Ethiopia. Bradt Travel Guides (2015) pp. 49–50
  27. Dandena Tufa (2008). "Historical Development of Addis Ababa: Plans and Realities". Journal of Ethiopian Studies. XLI (1–2): 30. JSTOR 41967609. بياځلي په 19 July 2021.
  28. Roman Adrian Cybriwsky, Capital Cities around the World: An Encyclopedia of Geography, History, and Culture, ABC-CLIO, USA, 2013, p. 6
  29. "Finfinne" – via The Free Dictionary.

تاریخ

[سمول]

جغرافیه

[سمول]