Jump to content

تور-ام۱

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تر ۱۳:۵۱, ۵ جون ۲۰۱۶ پورې شته مخليدنه، د ANBI (خبرې اترې | ونډې) (Typo fixing using AWB) لخوا ترسره شوې
(توپير) → زړه بڼه | اوسنۍ بڼه (توپير) | نوې بڼه ← (توپير)
تور-ام۱
Тор зенитный ракетный комплекс
SA-15 Gauntlet

وسله د مځکې نه هوا ته توغندی سستم
تولیدونکی روسیه
چین
جوړونکی IEMZ Kupol
MZKT
د تور ډولونه Tor-M1
Tor M2E

تور ام ۱ ( Tor M-1 ) د منځی توغولو د مځکې نه هوا ته یو ډول د راکټ سیستم دی چې د الوتکې او توغندیو د منځه وړولو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږی. دغه راکټی سیسټم د پوځي قطعاتو د ساتنی لپاره کارېږی . د تور ام ۱ د راکټ سیسټم د ۱۹۸۶کال راهیسی په روسییه کې او د ۱۹۹۸ څخه د چین په ولوسی جمهوریت کې جوړېږی.

توصیف

[سمول]

د تور د توغندی د سیستم یوه ډله د نهو نقلیه وسیلو څخه تشکیل کېږی چې په هغه کې څلور جنگی موټرونه، یو د قومندان موټر او څلور د توغندی وړونکی موټرونه دی. یو جنگی موټر اته توغندی یو تعقیب کونکی رادر او یو برید کونکی رادر لری. د موټر حداکثر سرعت ۷۰ کلومتره په ساعت کې دی.

رادر

[سمول]

د تور د توغندی سیستم یو کوهیرنټ ـ ایمپولس ( coherent-impuls) رادر دی. د رادر د څارکولو ساحه ۲۵ کیلومتره ده. رادر کولای سی ۴۸ هدفونه وڅاری.

برید کونکی رادر

[سمول]

برید کونکی رادر د کوهیرنټ ـ ایمپولس ( coherent-impuls) یو ډول رادر دی. دغه رادر کولای سی دوه هدفونه وڅاری او پر دوو هدفونو برید وکړی.

توغندۍ

[سمول]

هر جنگی موټر اته توغندی لری. هره توغندۍ د جامدو سون موادو په واسله حرکت کوی.