Jump to content

کارېليايي ژبه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
The printable version is no longer supported and may have rendering errors. Please update your browser bookmarks and please use the default browser print function instead.
کارېليايي ژبه
karjalan kieli (کينډۍ:ISO 639 name olo) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه
سیمييزتوب د
ليکدود
ويونکو شمېر
۳۵٬۶۰۰[۱] (۲۰۱۰) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د توکمپوهنې ژبې حالت
د ژبې کوډ
krl ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد

کارېليايي ( انګليسي ژبه: Karelian language‎ ) یوه فينلينډي ژبه ده چې په عمده توګه د روسیې په کارېليا جمهوریت کې ويل کيږي، د ژبپوهنې له نظره، دا ژبه د فينلينډي ژبې هغه وينګونو سره نږدې تړاو لري چې په ختیځ فنلینډ کې ويلي کيږي، ځینې فينلينډي ژبپوهان حتی دا ژبه د فينلينډي ژبې يو وينګ ګڼي. کارېليايي ژبه باید د سویل ختیځ فينلینډ له ژبو سره يو شان ونه ګڼل شي ، کوم چې ځینې وختونه په فينلینډ کې د کاریلا اسموریت (کارېليايي وينګ) په نوم یادیږي. کارېليايي ژبې لپاره معياري ليکدود نشته او له همدې امله هر لیکوال په دې ژبه کې د خپلې وينګ پر بنسټ لیکي. په دې ژبه کې بېلابېل لیکل شوي شکلونه راڅرګند شوي، له هغې ډلې: شمالي کارېليايي ، اولونیټس کارېليايي (Olonets Karelian) ، توېر کارېليايي(Tver Karelian)او لودې (Lude) يادولی شو. د لیکلو دا ټول ډولونه، پرته له توېر کارېليايي، په لاتیني ليکدود د کارېليايي تورو سره سم لیکل شوې. په تېرو وختونو کې، سیریلیک لیکدود هم د دې ژبې د ليکلو لپاره کارول شوی دی.

ډلبندي

کارېليايي ژبه د یورالیک ژبې کورنۍ د فنیک څانګې پورې اړه لري او د فينلینډي ژبې سره نږدې تړاو لري. د فينلينډي او کارېليايي ژبو تر څنګ اېستونیايي ژبه او نورې فرعي ژبې چې د بالتیک سمندر په سیمه کې ويل کيږي د فينلينډي ژبو په فرعي څانګه کې شاملې دي.

جغرافیایي وېش

کارېليايي ژبه د ۱۰۰,۰۰۰ وګړو لخوا ویل کیږي چې په عمده توګه د روسیې په کارېليا جمهوریت کې ژوند کوي. په فينلينډ کې شاوخوا پنځه زره کسان په دې ژبه خبرې کوي.

د کارېليايي ژبوينګ نخچه
په ۱۹۳۰ زېږديز کې د کارېليايي توېر، لاتیني الفبا
د کاکا ریموس کیسې په سیریلیک الفبا کې په ۱۹۳۹ کې

سرچينې

.mw-parser-output .reflist{font-size:90%;margin-bottom:0.5em;list-style-type:decimal}.mw-parser-output .reflist .references{font-size:100%;margin-bottom:0;list-style-type:inherit}.mw-parser-output .reflist-columns-2{column-width:30em}.mw-parser-output .reflist-columns-3{column-width:25em}.mw-parser-output .reflist-columns{margin-top:0.3em}.mw-parser-output .reflist-columns ol{margin-top:0}.mw-parser-output .reflist-columns li{page-break-inside:avoid;break-inside:avoid-column}.mw-parser-output .reflist-upper-alpha{list-style-type:upper-alpha}.mw-parser-output .reflist-upper-roman{list-style-type:upper-roman}.mw-parser-output .reflist-lower-alpha{list-style-type:lower-alpha}.mw-parser-output .reflist-lower-greek{list-style-type:lower-greek}.mw-parser-output .reflist-lower-roman{list-style-type:lower-roman}

  • مشارکت‌کنندگان ویکی‌پدیا. «Karelian language». در دانشنامهٔ ویکی‌پدیای انگلیسی، بازبینی‌شده در ۲۳ نوامبر ۲۰۱۴.
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ذکر کېدنه: اېتنولوګ. Publisher: SIL International. اثر ژبه: انګرېزي ژبه. ISSN: 1946-9675.
  2. سرچينې تړی: https://iso639-3.sil.org/code/krl.
  3. "اېتنولوګ" (په انګرېزي ژبه). SIL International. نه اخيستل شوی 10 مې 2019.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  4. "ScriptSource - Russian Federation". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.
  5. "ScriptSource - Finland". نه اخيستل شوی 21 اگسټ 2023.