Jump to content

ساوي (فيلم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تر ۱۶:۵۲, ۷ نومبر ۲۰۲۴ پورې شته مخليدنه، د Eshaq Azizi (خبرې اترې | ونډې) لخوا ترسره شوې
(توپير) → زړه بڼه | اوسنۍ بڼه (توپير) | نوې بڼه ← (توپير)
ساوي
د فيلم د خپرېدو انځور
لارښود(ه)ابهيني دېو
توليدوونکی(ې)موکېش بات

بوشان کومار

کرېشان کومار
ليکوال(ه)د سکرين فيلمپاڼه:
پروېز شېخ
عاصم ارورا
ډيالوګونه:
عاصم ارورا
پر بنسټ دهرڅه د هغې لپاره (فيلم)
له خوا د Fred Cavayé
لوبغاړي
د سندرو جوړوونکی/ېVishal Mishra
Javed-Mohsin
Piyush Shanker
Arkadeep Karmakar
فيلم اخيستونکی/ېچينمی سالسکر
ايډېټورشان محمد
تولیدوونکې کمپنۍVishesh Films
T-Series Films
وېشونکیAA Films
خپرېدو نېټه
  • ۳۱ می ۲۰۲۴ (۲۰۲۴-05-۳۱)
وخت
۲ ساعته او ۳ دقيقې
هېوادهند
ژبههندي
پانګه۲۰ کروړه
د پلور ګټه۱۷.۸۱ کروړه

ساوي (په انګرېزي: Savi) د هند د هندي ژبې يو «اکشن ټرېلر» او زړه راښکونکی فيلم دی چې د ابينای دېو په ډایرکټرۍ جوړ شوی، توليدوونکي يې بهوشن کومار او کرشن کومار دی. د فيلم مرکزي لوبغاړي انیل کپور، دیویا کوسلا کومار او هرشوردان ران دی. دا فيلم د «ساويټري او سټېوان» د کيسې له مخې جوړ شوی چې د يوې وړې ساده کورنۍ کيسه ده، يوه مېرمن په انګلستان کې د مهاجرت په ژوند کې هڅه کوي چې خپل مېړه له زندان څخه راوباسي چې په لاره کې له ډېرو خنډونو سره مخ کېږي. [۱] [۲]

د فيلم کيسه د يوه فرانسوي فيلم «هرڅه‌ د هغې لپاره/Anything for her» چې په ۲۰۰۸ کې جوړ شوی وو - اخيستل شوې. ساوی د ۲۰۲۴ کال د می په ۳۱ مه خپور شو [۳] د يوه بريالي فیلم په توګه ډېر مشهور شو.

کيسه

[سمول]

ځوان مېړه او مېرمن (ساوي او ناکول) چې يو ماشوم زوی لري په انګلستان کې د مهاجرت شپې ورځې تېروي او ډېر خوشحاله ژوند لري، خو يوه ورځ سهار پوليس راځي د ساوي مېړه د يوې سپين سري ښځې د وژنې په تور نيسي، په داسې حال کې چې ناکول بې ګناه وو خو د هغې سپين سري د وژنې په شپه ناوخته کورته د راتګ پرمهال په هغې سيمې کې ليدل کېږي. هغه سپين سرې ښځه د ناکول همکاره انجنيره وه او تل يې پر ناکول نيوکې کولې، پوليسو د همدې امله هم شک درلود چې ناکول به هغه وژلې وي.

خو لنډه دا چې ناکول د ابد عمر په بند محکومېږي د ناکول مېرمنې ساوي چې د کور ښځه ده او يوازې د زوی روزنه کوي، يعنې مخکې يې د کور لپاره همدا ناکول وو چې پيسې يې ګټلې يې او کار يې کاوه. ساوي د خپل مېړه له بندي کېدو سره ډېره پرېشانه وي، وکیل هم ورسره تل توندې خبرې کوي او ورته یادوي چې مېړه يې قاتل دی او دفاع يې نشي کولای. يوه ورځ ساوي د خپل ګاونډي يوې مېرمنې سره ويني هغه د دې په کيسې خبره وه نو خپل د ژوند کیسه يې ورته وکړه چې يو وخت يې خپل ظالم مېړه وژلی وو بيا بندي شوه او اوس ښه ژوند لري، هغې مېرمنې ساوي ته ډاډ ورکاوه‌ چې زړوره شي. ساوي چې ګوري هیڅ د حل لاره نشته نو د زندان څخه د خپل مېړه د راتښتولو هڅه کوي. کتابونه لولي چې يوه ورځ يې يو کتاب پیدا کړ د کتاب ليکوال څو ځله له زندانه تښتېدلی وي او ډېر زړور وي. ساوي د هغه ليکوال شمېره او ادرس پيدا کوي ورځي کور ته يې. هغه ورته دروازه نه خلاصوي ساوي يوه ورځ او شپه ورته د کور په انګړ کې پاتې کېږي تر دې‌ چې هغه سړی ورته راشي او ورته ووايي چې له زندانه تښتول داسې دي، باید جعلي پاسپورټونه له مخکې چمتو وي چې بهر ته وتښتئ او داسې نور...

ساوي د پيسو د کمښت له امله اړه کېږي چې يوه وسله واخلي او يوه شپه د بدماشانو ځای ته ورشي هلته يو سړی مړ کړي پيسې ورڅخه راواخلي ... نور يې تاسو خپله په فيلم کې وګورئ. هههه. ښه فيلم دی نه پښېمانه کېږئ.

لوبغاړي

[سمول]

 د فيلم مرکزي لوبغاړي انیل کپور، دیویا کوسلا کومار او هرشوردان ران دی.

توليد

[سمول]

د فيلم ډایرکټر ابينای دېو دی او مرکزي لوبغاړي يې انیل کپور، کوسلاوا او راین دي. دا فيلم د هندي سینما لخوا نه لندن کې جوړ شوی.

خپرېدل

[سمول]

تیاتر

[سمول]

د فلم ټریلر د ۲۰۲۴ کال د می په ۲۱ مه خپور شو او فلم د ۲۰۲۴ کال د می په ۳۱ نېټه په سینماګانو کې نندارې ته وړاندې شو [۴]

سرچينې

[سمول]
  1. . 21 May 2024. {{cite news}}: Missing or empty |title= (help)
  2. . 22 May 2024. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. . 2024-08-08. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  4. . 17 May 2024. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)