Jump to content

انگور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
تر ۱۴:۰۶, ۲۲ اپرېل ۲۰۱۲ پورې شته مخليدنه، د Naim (خبرې اترې | ونډې) (←‏دانګور تولید او ویشنه) لخوا ترسره شوې
انګور
دوتنه:انګور.jpg
انګور

انګور یو غیر کلایمکتریک میوه ده او د پاڼریزه تاک په ډله کی راځی.‌ انګور د Vitis په جنس پوری اړوند دی. انګور څخه په خام او یا پروسس شوی ډول استفاده کیږی.

انګور د ،A.B.C ويټامينونه لري .همدارنګه انګور په خپل جوړښت كې يوه اندازه:مګنيزم،كلسيم،اوسپنه،فاسفورس،پوتاشيم او البومين هم لري .

تاریخچه

انګور د لمړی ځل لپاره کابو ۶۰۰۰ = ۸۰۰۰ کله مخکی په نږدی شرق کی اهلی شول.

دانګورودروزنې تاريخ دبشري ټولنې له تاريخ سره سمون لري له ميلادڅخه٢٤٤٠کاله پخوادمصرپه څلورمه امپراطورې کې دعيسى(ع )دوخت په ليکونواوثبتونوکې دانګورودروزنې شکلونه ليدل شوي دي.انګوردلومړي ځل لپاره په منځنى آسيااوتورې بحيرې اوکسپين بحيروجنوب اوترمنځ سيمواوښايي افغانستان کې پيداشوي وي. نوموړې سيمې يوازې دvitis vinifera-L انګورو اصلي اومورنې ټاټوبى بلل کيږي.دانګورونوموړي سپيشزد

ا مريکابراعظم له کشفيدوپخوادنړىدټولوکرنيزوانګوروډولونه تشکيلوي اونن ورځ هم دنړى د ټولوکرنيزوانګوروپه ١٠٠کې ٩٠برخې برابروي وروسته بيا انګورله نوموړوسيموڅخه دنړى نوروبرخوته خپاره شوي دي.داسې څرگنديږي چې له ميلادڅخه ٤٠٠کاله پخوافونشيانو((Phoeniciansدمشروباتودانګوروډولونه لومړى يونان،بياروم اوپه پاى کې دفرانسى جنوبي سيموته وړيوي په دويمه عيسوى پيړى کې دروم خلکوجرمني ته انګوريوړل اود همدې پيړې په لومړيووختونوکې دمميزواوتازه خوراک وړانګوروډولونه دمد يترانى دبحيرې دختيځوڅنډوڅخه دشمالي افريقې هيوادونوته يوړل شول.

نن ورځ په ټوله نړى کې له١٠١٢١٠٠٠هکټاره څخه په زياته ساحه کې انګورروزل کيږي.

انګور د نورو میوو لکه چارمغز ، زردآلو ، مڼی ، انار او سبزیجاتو لکه ملې ،‌ ګازری ، شلغم او داسی نور دافغانستان دملي اقتصادپه پياوړتيااودخلکوپه خوړوکې ستره ونډه لري.په١٣٧٧کال کې دافغانستان ٧٠٥٠٠هکتاره ځمکه کې انګورروزل کيدل چې دهغوې ديوکلن توليداندازه ٥٠٥٠٠ټنه اټکل شوىده.سره ددې چې په افغانستان کې تراوسه پورې دانګورود روزنې اودانګورودمحصوﻻتودسمون اوساتنې لپاره د کرنې عصري ټکنالوجي په ډاډمنه توګه په کارلويدلى نه ده مګر بياهم پورتني ارقام داحقيقت څرګندوي چې انګورپه افغانستان کې په پراخه تجارتي پيمانه روزل کيږي.

دافغانستان دانګوروټول ډولونه دوينفيراپه سپيشزپورې اړه لري.افغانستان دنوموړوانګورويوله اصلي ټاټوبوڅخه ګڼل کيږي چې ورکې دنوموړوانګورود روزنې لپاره اقليمي شرايط په زړه پورې دي يوله دى اقليمي شرايطوڅخه هم اوږد،توداووچ دوبى او نسبتًاسوړژمې دى چې البته دوينفيراانګورهم کټمټ داسې اقليمي شرايطوکې په زړه پورې وده کوي .

دامريکاپه متحده ايالتونودکلفورنياپه ايالت کې په منځنې توګه په يوهکټارکې(١٠ټنه)تازه انګور،دازاربايجان په جمهوريت کې(٩.٤ټنه)اوپه افغانستان کې په اعظمي توګه په يوهکټارکې (٦ټنه) تازه انګورتوليديږي.سره ددې چې دافغانستان اقليمي شرايط د انګورودروزنې لپاره په زړه پورې دى مګرپه يوهکټارکې يي د تازه انګوروتوليددکلفورنيااوازاربايجان په پرتله په ترتيب سره په سلوکې (٤٠او٣٤)برخې لږدى.چې علتونه ئي په ﻻندې ډول دي:

١- په افغانستان کې دانګوروتاکونه په منو(چيلو)روزل کيږي.

٢- دتاکونوداړتياوړحيواني اوکيمياوي سرې نه استعماليږي.

٣- دانګورودافتونومخنيوى په ډاډمنه توګه سرته نه رسيږي.

٤- په خپل وخت اوکافي اندازه اوبه ورته نه رسيږي.

٥- دافغانستان دغوره ډولونوڅخه په ټول هيواد کې په ستره پيمانه ګټه نه اخيستل کيږي.

٦- بين المللي مارکيټونوته دتازه انګورودليږدولوعصري ټرانسپورت نشته.

٧- دانګورودمحصوﻻتو دسمون اوساتنې طريقې او ټيکنالوژى ډيرې نيمګړتياوې لري.

دافغانستان په درې لسيزوجنګونوکې دهيوادډيرې مادي اومعنوي شتمنې ترخاوروﻻندې شوې، هيوادپه کنډوالوبدل شو،ډيروانسانانو خپل خوږژوند لهﻻسه ورکړ،ډيرې ميندې بورې شوې،اوډيرخلک معيوب شول،دنوموړي جنګ ناوړه اغيزې دهيوادپه هراقتصادي سکټورباندې خپلې وړانګې خپرې کړې کرنيزوچاروهم لکه د هيوادداقتصادبرخوپشان زيات زيانونه وزغمل په کرنيزوچارو کې دميووباغونه چې دجنګ پناه ځايونه ئي تشکيلول ترټولونورو کرنيزونباتاتوډيرزيانونه وليدل.

دانګوروباغونه دجنګ لپاره پناه ځايونه جوړکړي وو نوله دې امله يي دجنګ په زياته پيمانه زيان وليدلو.

دهيوادپه ځينې وﻻيتونوکې دانګوروباغونه دجنګ په لومړي خط کې پراته وه نوله دې امله ئي بې ساري تاوانونه په برخه شول څنگه چې افغانستان دوينفيراVitis viniferaاصلي ټاټوبې دهيوادوله ډلې څخه ګڼل کيږي نوښائي دانګوروروزنه له ډيرو پخوازمانوڅخه په افغانستان کې رواج موندلې وي.

د انګورو استعمال

انګور بیلابیل د استعمال ځایونه لری. انګور کیدای چی خام وخوړل شی او یا هم پروسس شی او د مربا ،‌ جوس ، شراب ،ممیز ، سرکه او د انګور د تخم غوړی په شکل استعمال شی. علاوه ددی انګور ډیر درملیز ارزښت لری او په نړی کی ډیره تری استفاده کیږی.‌

درملیز استعمال

انګور د بدن په څربښت(چاغښت) او خوارښت(ډنګرېدو) كې اغيزه لري.په دې ډول كه د سهار له مخې تر غرمې پورې په يواځې توگه وخوړل شي د بدن د خوارښت لامل ګرځي او كه له نورو خوړو سره وخوړل شي د څربښت سبب كېږي.

دا بايد په پام كې ونيسي چې كله انګور وخوري نو يخې اوبه بايد ورپسې و نه څښئ او يا دا چې انګورو پسې وچې ميوې لكه شفتالو او نورې او اوبه مه څښئ ځكه د زړه درد پيداكوي .

د انګورو يو بل ښه صفت دا دى چې وينه هم پاكوي او هم يې زياتوي.انګور د وينې قندي توكي هم منظم او برابروي.

همدارنګه سره بخون انګور د وينې په جوړولو او پاكولو كې مرسته كوي او په دې اړه د شنو انګورو نه هم ګټه اخلي.

هغه كسان چې د وينې قند يې كم(HYPOGLDCIMIC)وي كولاى شي چې انګور ډېر وخوري او د ورځې څو كرتې بايد انگور وخوړل شي.

انګور د سرطان د ناروغۍ خلاف ميوه ګڼل كېږي او دا ځكه چې انګور د مكروبو خلاف خاصيت لري .

هغه كسان چې له ناروغۍ نه وروسته كړاغن (كرغېړن) حالت ولري او يا يې د نورو لاملونه له امله بدن كمزورى وي او د وجود دفاعي سيستم يې ناتوانه وي نو زيار دې وباسي چې د انګورو،ګازرو،مڼو او شفتالو خوړلو نه ډېر كار واخلي.البته د دغو ميوو نه دې اوبه وباسي او سره يوځاى دې كړي او بيا دې لږې لږې څښي د ورځې څو كرتې بايد وڅښل شي.

په دې بايدپوه شو چې انګور زيات پوتاشيم لري چې د بدن د كمزورتيا په برخه كې اغيزمن رول لري او مرسته كوي .

انګور او مڼې دواړه جنتي ميوې دي چې د زړه او د مغزو ناروغان دواړه كولاى شي چې د دوى د اوبو څښلو څخه د ورځې لخوا څو كرتې گټه واخلي .

د انګورو خوړل د زړه او پښتورګو لپاره ګټه رسوي او د وينې د ناروغۍ لرونكو ناروغانو لپاره گټه رسوي.

له انګورو نه ډول ، ډول خوراكي توكي لكه مميز،د انګورو زوښه،د انګورو د دانو غوړي،د انګورو د زړو عصاره يا زوښه،د شنو انګورو زوښه او نورجوړوي .

د انګورو زوښه د بدن كمزورتيا لري كوي او بدن ته نوى ځواك وركوي .د دې مقصد لپاره د انګورو زوښه (شيره)د غوا له شيدو او لږ څه د بادامو له پوډرو سره ګډ كړي او د ورځې ۲ يا ۳ ګيلاسه ناروغ ته وركوي تر څو بدن يې ډېر ژر خپل قوت تر لاسه كړي .

د (زيړي)ناروغ ته د انګورو زوښه له لږ څه سركې سره ګډوي او ناروغ ته يې وركوي.ناروغ پرې ښه كېږي .

د انګورو زوښه د زعفرانو له لږ څه پوډرو سره ګډوي او هغو كسانو ته يې وركوي چې غمګين او تل په غوصه وي او يا د مغزو په كمزورتيا اخته وي.دا درملنه بايد تر هغې دوام وكړي چې ناروغ جوړ شي.

په بدن د تورو ټكو(داغو)د درملنې لپاره د انګورو زوښه يواځي او يا له لږې مالګې سره يوځاى كوي او په دغو تورو داغو يې سولوي،دا تور ټكي له منځه ځي.

د انګور زوښه د ختمي ګل سره يوځاى كوي او د ملهمو په توګه يې د هغه زخم د پاسه ږدي چې دا زخم او يا دانه ماته شي او ناپاكه اوبه يې راووځي.

همدارنګه د هغه پړسوب د منځه وړلو په برخه كې هم مرسته كوي چې ټكول شوى وي يعنى ضربه او ګزار يې خوړلى وي،ورو ،ورو دا پړسوب له منځه وړي.

د انګورو د زړو غوړي(GRAPESEED OIL)شين بخونه زيړ رنګ لري،بوى نلري او ښه خوند لري.دغه غوړي ډېر د (E)ويټامن لري او د (لينولئيك تيزاب)(امګا۶)چې ډېر غوړ تيزاب دي هم لري .

دا غوړي د يو لوړ كيفيت لرونكي او نباتي غوړي دي چې د وينې د غوړوپه كمولو كې ډېره ګټه رسوي .

دانګورو د زړو غوړي د دوو موخو لپاره كارول كېږي يوه دا چې د ښكلا او ښايسته كولو په موخه او په پخلنځي كې هم كارول كېږي.

په پخلنځي كې هغه غوړي كارول كېږي چې دهمدې موخې لپاره جوړ شوي دي.مګر همدا غوړي چې يو څه نور كيمياوي توكې هم ورسره ګډوي او د بدن د ښكلا لپاره يې كاروي د هغو له خوړلو بايد ډه ډه وشي ځكه وجود ته ډېر زيان رسوي.

د انګورو د زړو غوړي د نورو غوړيو په څير بايد په تياره او يخ ځاى كې وساتل شي.كه څوك يې په كمه اندازه كاروي نو هغوى كولاى شي چې په يخچال كې يې وساتي.وروستى څيړنۍ دا ښايې چې د انګورو د زړو غوړۍ د وينې كلسترول تنظيموي او د زړه په ناروغۍاخته ناروغانو سره مرسته كوي .

د دغو زړو غوړي HDL (گټور غوړوالى)زياتوي او LDL (بې ګټې غوړوالي)كموي .

د انګورو د زړو غوړې د (E)ويتامينو طبيعي سرچېنه ده چې په عادي حالت كې د بدن د سلولو نو په جوړښت پوره مرسته كوي .

دغه ډول غوړي بدن ګرموي او د وجود وچوالى له منځه وړي.له دې غوړيو نه په نقاشۍ او سابون جوړولو كې هم ګټه اخيستل كېږي .

په دغو غوړيو د بدن غوړول د ورزش نه وروسته بدن د غړو ستوماني او ستړيا له منځه وړي .كه چېرې هغه ناروغ چې يخ وهلى وي او په دغو غړيو ماساژ وركړ شي ناروغ ته ډېره گټه رسوي

دانګور تولید او ویشنه

دخوړو او کرهنی د نړیوال سازمان د یو ځیړنی له مخی ښودل شوی ده چی په نړی کی ۷۵۸۶۶ کیلومتر مربع ځای د انګورو د تولید لپاره په نړی کاریږی. د نړۍ کابو ۷۱ سلنه د انګور تولید د شرابو د تولید لپاره صورت نیسی،‌ ۲۷ سلنه د تازه مصرف ،‌۲ سلنه د ممیزو په توګه استعمالیږی. ډیر کم مقدار یی د جوس او نورو شیانو د تولید لپاره استعمالیږی.‌

په نړۍ که تر ټولو تولیدونکی هیوادونه په لاندی ډول دی.

هېواد کر شوی څمکه
هسپانيا 11,750 km2
فرانسه 8,640 km2
ایټاليا 8,270 km2
ترکيه 8,120 km2
د امریکا متحده ايالتونه 4,150 km2
ايران 2,860 km2
رومانيا 2,480 km2
پورتوګال 2,160 km2
ارجنټاين 2,080 km2
چېلي 1,840 km2
استرالیا 1,642 km2
ارمنیا 1,459 km2
لبنان 1,122 km2

په ۲۰۰۹ کال کی د نړی تر ټولو د انګورو ډیر تولیدونکی هیوادونه په لاندی ډول دی.


Top ten grape producers – 8 October 2009
Country Production (Tonnes) Footnote
ایټالیا 8,519,418 F
China 6,787,081 F
United States 6,384,090 F
France 6,044,900 F
Spain 5,995,300 F
Turkey 3,612,781 F
Iran 3,000,000 F
Argentina 2,900,000 F
Chile 2,350,000 F
India 1,667,700 F
World 67,221,000 A
No symbol = official figure, P = official figure, F = FAOSTAT 2007, * = Unofficial/Semi-official/mirror data, C = Calculated figure, A = Aggregate (may include official, semi-official or estimates);

Source: Food And Agricultural Organization of United Nations: Economic And Social Department: The Statistical Division

دانګورو ډولونه

د کرهنی پوهانو انګور په یوولسو کورنيو ویشلي او ډولونه يې تر ۶۰۰ ډېر ښيي. انګور په بې دانه او دا نه دارو هم ويشل شوي دي، په تور، زرغون، سرو او زېړو رنګونو کې پیدا کېږي.

افغان باغوانان هم ادعا کوي، چې ۷۲ ډوله انګور په افغانستان کې موجود وو، دا چې اوس په افغانستان کې څو ډوله انګور کېږي، کوم يې بهر ته صادرېږي، باغوانان څه ستونزې لري خپرونه واورئ،

دانګورو نباتی مشخصات

د انګورو زونه

انګور عموما 30° - 50° زاویه د لاټیټیود کی کیږی.‌ کلنی حرایت باید د ۱۰ او ۲۰ سانتی ګراد تر منځ وی. دانګورو تاک په اوسط ډول د ودی د شروع کولو پخاطر ۱۳۰۰ څخه تر ۱۵۰۰ ساعتو پوری لمر ته اړتیا لری. په هر کال کی کابو ۶۹۰ ملی متره باران ته اړتیا لری.

د انګور پیوند

پیوند یو هارټیکلچری تخنیک دی چی د نبات دوه هم نوع یا مختلف غړی سره نښلوی، تر ځو خپل خواړه او اوبه د هغه له لاری واخستلی شی او بیا نوری ودی ته ادامه ورکړی. دا بوټو دا ډول تولید د غیر جنسی تولید په نامه سره یادیږی. د انګور پیوند په هکله د نورو معلوماتو په خاطر په د انګورپیوند ټک کاندی.‌

دانګورو ښاخه بری

ښاخه بری چی یو هارټیکلچری تخنیک دی د ښاخونو،‌ زخو او یا ریښو د انتخابی غوڅولو د پروسی څخه عبارت دی.‌ ښاخه بری د ناروغه ،‌ مزاحمت کوونکو او خرابو او یا خراب شکل په خاطر باندی باید وشی.

د انګور حاصل ټولونه

د انګور حاصل ټولول د پروسس او یا ساتنی تر ټولو مهمه ګام یا مرحله ده. د حاصل ټولولو وخت د انګور په پخوالی پوری اړوند دی.‌ پخوالی یی معمولا د قند، اسید او ټانین په اندازه کولو سره معلومیږی.‌

په انګور او نورو ټولو میوو کی د قند مقدار د د بریکس د درجی په اساس ښودل کیږی چی د د ریفرکتومتر په واسطه اندازه کیږی.‌

انګور د لاس پواسطه یا د قیچی په مرسته داسی غوځ شی د نبات ښاخ زیانمن نشی.‌ علاوه ددی په پرمخ تللو هیوادونو کی انګور د د ماشین په مرسته حاصل ټولول کیږی.‌

دانګورو ناروغۍ

انګور دیری ناروغۍ لری مګر ډیری مهمی یی عبارت د Downy mildew او Powdery mildew او Oidium .

د انګورو آفتونه

فایلکس زیرا د انګورو د آفتونو د ډلی څخه تر ټولو مهم آفت بلل کیږی.‌ علمی نوم یی Daktulosphaira vitifoliae دی.‌ تقریبا په ټوله نړۍ کی پیدا کیږی. د نبات په ریښه باندی حمله کوی.‌ او د قارچونو،‌ ویروسونو او نماتودونو د ننوتلو زمینه مساعدوی.‌

د انګورو د باغ جوړونه

مآخذونه

http://www.spogmai.com/index.php?option=com_content&task=view&id=2420&Itemid=9